بلېنکن: اسرائيلو د اوربند په تړاو د اختلاف حلولو لپاره د امريکا پلان منلی دی

بلېنکن او نتنياهو

د عکس سرچینه، PHOTO BY EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن اسرائيلو ته د سفر پر مهال ويلي، اسرائيلو د دواړو لوريو تر منځ د واټن د لېرې کولو په تړاو د امريکا له خوا وړاندې شوی پلان منلی او اوس دا په حماس پورې اړه لري چې په غزه کې اوربند وکړي.

نوموړي دا نه دي ويلي چې ايا دې پلان کې د حماس له خوا راپورته شوې اندېښنې حل شوې که نه.

حماس وړاندې ويلي وو چې د منځګړي په توګه يې پر امریکا باور له لاسه ورکړی او امریکايي مذاکره کوونکي يې داسرئيلو په ملاتړ تورن کړل او زياته يې کړه چې داسې نوې غوښتنې کوي چې حماس ته د منلو وړ نه دي.

ښاغلي بلېنکن ټينګار کړی چې يوې هوکړې ته د رسېدو او د جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره بېړنۍ هوکړې ته اړتيا ده خو دا يې ونه ويل چې د دې کار لپاره يې اسرائيلو ته کوم ځانګړي امتيازات منلې دي.

ښاغلي بلېنکن د اسرائيلو له لومړي وزير سره دوه نيم ساعته ناسته لرله. نوموړی د نورو خبرو لپاره مصر او قطر ته ځي. امریکا، مصر او قطر له څو مياشتو راهيسې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، "موږ هېڅکله نه لاس په سر کېږو خو هغه څه چې موږ پرې پوهېږو دا دي چې له هوکړې پرته د هرې ورځې په تېرېدو د دوو شيانو د پېښېدو احتمال شته؛ لومړی دا چې نور يرغمل شوي کسان له منځه تللی شي او دويم دا چې د لاسوهنو پېښې به رامنځته او هر څه به، که نامکن نه وي خو پېچلي به یې کړي."

غزه

د عکس سرچینه، EPA

وړاندې ښاغلي بلېنکن د اسرائيلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره د کتنې پر مهال ويلي وو چې ښايي همدا په غزه کې د اوربند رامنځ‌ ته کولو او د یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو تر "ټولو غوره او وروستی فرصت" وي.

د امریکا د بهرنیو چارو دغه وزیر په تېر اکتوبر میاشت کې په غزه کې له پیل شوې جګړې راهیسې د نهم ځل لپاره اسرائيل ته تللی دی.

اوسني مذاکرات د امریکا د پلان له مخې کېږي چې موخه يې د اسرائیلو او حماس تر منځ د واټن کمول او د اوربند راوستل دي.

تر دې وړاندې د اسرائيلو د دفاع وزير يوف ګالانت ويلي وو چې په غزه کې به د يرغمل شويو کسانو تر راستنېدو او د حماس د له منځو وړلو پورې خپلو عملياتو ته وام ورکړي.

ډېری په دې باور دي چې په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کیدو وروسته په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره یوې هوکړې ته رسېدل اړین دي.