چارلي کرک: هغه محافظه‌کاره اغېز لرونکې څېره چې امریکا کې یې د ځوانانو غورځنګ پیل کړ

چارلي کرک د ۲۰۲۴ کال دسمبر کې په ارېزونا کې د یو کنفرانس پر مهال د ګڼې کوڼې تود هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارلي کرک د ۲۰۲۴ کال دسمبر کې په ارېزونا کې د یو کنفرانس پر مهال د ګڼې کوڼې تود هرکلی وکړ
    • Author, جود شیرین او انا فاګای
    • دنده, بي‌ بي سي

چارلي کرک چې د امریکا یو له تر ټولو مشهورو محافظه‌کارو فعالانو او رسنیزو څېرو ګڼل کېده، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ باوري ملګری هم و.

هغه د چهارشنبې پر ورځ د ۳۱ کلنۍ په عمر د "امریکا بدلون پیل" (Turning Point USA) په نوم ادارې یوه غونډه کې چې په یوه پوهنتون کې جوړه شوې وه ووژل شو. هغه اداره چې کرک یې بنسټ ایښی و. پولیسو دا پېښه "هدفي وژنه" بللې ده.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه حیرانوونکی خبر د خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشل (Truth Social) له لارې اعلان کړ او هغه ته یې درناوی وړاندې کړ: "ستر او ان اتل چارلي کرک مړ شو. "امریکا کې هېچا د چارلي په څېر د ځوان نسل درد نه و درک کړی او نه یې هم د هغه په څېر زړه درلود."

د ۲۰۲۵ جنورۍ کې ډونلډ ټرمپ جونیر، د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وینس، چارلي کرک، او د موسیقۍ ستوری کیډ راک، په واشنګټن ډي‌سي کې د لوړې د نمانځغونډې پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۵ جنورۍ کې ډونلډ ټرمپ جونیر، د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وینس، چارلي کرک، او د موسیقۍ ستوری کیډ راک، په واشنګټن ډي‌سي کې د لوړې د نمانځغونډې پر مهال

کرک د ۱۸ کلنۍ په عمرد "امریکا بدلون پیل" (Turning Point USA) په نوم ادارې چارې پیل کړې وې چې موخه یې په هغو امریکايي پوهنتونونو کې د محافظه‌کاره نظریو خپرول و چې ازاد فکرۍ ته لېوالتیا لري.

کرک د چهارشنبې په ورځ په یوه داسې غونډه کې په ‌ډزه ووژل شو چې د اوتا درې (Utah Valley University) په نوم پوهنتون کې جوړه شوې وه. دا د هغه په څو بېلابېلو پوهنتونونو کې د غونډو د لړۍ د سفر پیل و. په غونډه کې ګډونوالو ته بلنه ورکړل شوې وه چې له کرک سره په ورته موضوعاتو خبرې وکړي.

هغه به ډېر وخت پر ټولنیزو رسنیو او خپل هغه ورځني پوډکاسټ چې د ده په نوم وه داسې ویډیوګانې خپرولې چې له زده کوونکو سره به یې په کې د ټرانس یا نرښځیانو هویت، اقلیمي بدلون، دین او د کورنيو ارزښتونو په اړه خبرې کولې.

د کرک پوډکاسټ به د ډونلډ ټرمپ په هغه پيغام پیلېده چې ویل یې: "زه غواړم له چارلي مننه وکړم. هغه یو پیاوړی انسان دی، د هغه روحیه، له هېواد سره مینه او دا چې د ځوانانو لپاره یې تر ټولو پیاوړې اداره جوړه کړې ساری نه لري."

د هغه نادولتي اداره چې اوس یې د میراث لویه برخه ګڼل کېږي، وروسته له هغه پیل شوه چې باراک اوباما په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا بدلون پيل ادارې اېښودونکي چارلي کرک سره مرکه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا بدلون پيل ادارې اېښودونکي چارلي کرک سره مرکه وکړه

د دغې ادارې ماموریت دا و چې ځوانان راټول کړي او اقتصادي مسولیت، ازادو بازارونو او د حکومت محدودو تګلارو ته وده ورکړي. دمګړۍ دغه اداره تر ۸۵۰ زیاتو پوهنتونونو کې خپلې څانګې لري.

تېر کال د ټولټاکنو پر مهال یادې ادارې د ټرمپ او نورو جمهوریپالو نوماندانو د رایو ورکولو هڅو کې مهمه ونډه درلوده. چارلي کرک ته بیا د هغو هڅو له امله امتیاز ورکړل شو چې په مرسته یې سلګونه زره نوي کسان د رایو ورکولو لپاره ثبت شول او ورسره ټرمپ هم په ارېزونا ایالت کې ګټونکی شو.

د ټرمپ او کرک ترمنځ اړیکې د ټرمپ له بریا وروسته لا پیاوړې شوې. کرک د جنورۍ میاشت کې په واشنګټن ډی سي ایالت کې د ټرمپ د لوړې مراسمو ته ورغی. هغه د ټرمپ د دواړو دورو پر مهال سپینې ماڼۍ ته په پرله پسې ډول تګ راتګ کاوه.

د روان کال په پیل کې یې د ټرمپ له زوی ډونلډ ټرمپ جونیر سره ګرینلنډ هېواد ته سفر وکړ، په داسې حال کې چې ټرمپ غوښتل امریکا باید د ارکتیک سیمه ونیسي.

چارلي کرک د یوه معمار زوی و چې د شیکاګو د "پراسپېکټ هایټس" په نامه یوه بډایه سیمه کې لوی شوی و. هغه په شیکاګو ته نږدې یوه ټولنیز پوهنتون کې زده‌ کړې پیل کړې، خو وروسته یې پرېښودې اوبیا یې خپل ټول وخت سیاسي فعالیت ته ځانګړی کړ.

هغه د زده کړو لپاره د امریکا یوې لوړپوړي پوځي اکاډمۍ ته چې وېسټ پاینټ نومېده هم غوښتنلیک ورکړی و، خو بریالی نه شو. کرک به تل د طنز په ډول د دې یادونه کوله چې د پوهنتون سند نه لري، په ځانګړي ډول کله چې به یې له پوهنتون له زده کوونکو او اکاډمیک شخصیتونو سره د پست‌موډرنیزم یا له عصریت وروسته په څېر پېچلو موضوعاتو خبرې کولې.

په اصل کې کرک یوداسې لېوال ویناوال و چې د هېواد ګوټ ګوټ ته به یې سفرونه کول، په ځانګړې توګه د جمهوري‌پال ګوند غونډو ته، چې ډېر وخت به (د چای مېله) په نوم خوځښت د سخت‌دریځو محافظه‌کارو غړو له‌ خوا هم ستایل کېده. د کرک هغې ورځنۍ راډیويي خپرونې پر ټولنیزو رسنیو میلیونونه مینه وال درلودل چې ده په کې پر محافظه کارۍ خبرې کولې.

چارلي کرک د سان ډیاګو په مرکز کې له محصلینو او نورو خلکو سره د 'زما ذهن بدل کړه' په بڼه موضوعاتو خبرې وکړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارلي کرک د سان ډیاګو په مرکز کې له محصلینو او نورو خلکو سره د 'زما ذهن بدل کړه' په بڼه موضوعاتو خبرې وکړې

کرک سږ کال د اکسفورډ یونین یا ټولنې ته هم وینا وکړه او په ۲۰۲۰ کې یې د ټرمپ د "امریکا بیا ستره کړئ" کمپاین ته په اشارې "د امریکا بیا لویولو مفکوره" په نوم داسې یو کتاب ولیکه چې په پراخه کچه وپلورل شو.

هغه په یوه عیسوۍ کورنۍ کې لوی شوی و او د ارېزونا د ښکلا له یوې پخوانۍ ملکې سره یې واده کړی و چې دوه ماشومان یې درلودل. هغوی د نوموړي په سیاست کې مرکزي ونډه درلوده‌. هغه ته د محافظه‌کاره فعالیت د راتلونکې څېرې په سترګه کتل کېدل. خو ورسره خورا وېشونکی شخصیت هم و.

د وسلو کنټرول د هغه له هغو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو یوه وه چې کرک به پرې په غونډو او پادکاسټونو کې خبرې کولې. هغه څو میاشتې وړاندې ویلي وو: "له بده مرغه هر کال ځینې خلک د وسلو له امله وژل کېږي، نو دا په دې ارزي چې موږ د وسلو ساتلو قانون ته یو ځل بیاکتنه وکړو."

هغه د نرښځیانو پر ضد نظریات خپرول او د کووېډ-۱۹ وبا په اړه یې خپل شک څرګندوه او هغه ناسمه دعوه یې د خلکو تر منځ خپروله چې ویل یې د ۲۰۲۰ ټاکنو کې له ټرمپ سره ټګي شوې ده.

خو کله چې یوه وژونکې پېښه وشوه، ځینو ټینګار وکړ چې کرک به د بېلابېلو نظرونو له لارې د دغو خبرو ملاتړ کاوه او خلکو ته به یې بلنه ورکوله چې خبرې پرې وکړي.

ویلیم ولف چې د عیسویت مشرتابه مرکز اجراییه رییس دی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:‌ "د هغه د پروژې ټوله موخه دا وه چې د نظرونو ترمنځ واټن راکم کړي او د ستونزو د حل لپاره له خبرو کار واخلي، نه له تاوتریخوالي! "