د چارلي کرک د قاتل په اړه معلومات ورکوونکي ته ۱۰۰ زره ډالر جایزه ټاکل شوې

د کرک په قتل تورن کس

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، اېف‌بي‌‌ای د تورن کس ځینې عکسونه خپاره کړي چې تورې عینکې یې په سترګو دي، تور کمیس یې اغوستی چې د امریکا بیرغ او باز پرې رسم دی. له خلکو یې غوښتي چې په پېژندلو کې مرسته ورسره وکړي.

د چارلي کرک د وژلو په تړاو امریکايي چارواکو یوه ویډيو خپره کړې چې تورن کس پکې د هغې ودانۍ پر بام منډې وهي له کومه ځایه چې پر ښاغلي کرک ډزې شوې وې.

که څه هم تورن کس تر برید وروسته له سیمې تښتېدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

د امریکا فدرال څېړنو ادارې یا اېف‌بي‌ای یوه پخواني کارکوونکي ډېنېس فرانکس بي‌بي‌سي ته ویلي، چې داسې برېښي چې برید کوونکی ښايي ښکاري وي.

دی زیاتوي، "له دومره واټنه د داسې دقیق ګوزار لپاره ډېره وړتیا په کار ده او دا یوه تجربه لرونکي کس ته سخته خبره نه ده."

اېف‌بي‌‌ای د تورن کس ځینې عکسونه خپاره کړي چې تورې عینکې یې په سترګو دي، تور کمیس یې اغوستی چې د امریکا بیرغ او باز پرې رسم دی.

د یوتا والي سپېنسر کاکس ویلي، "تر بل هر څه ډېر د دغه کس په نیولو لګیا دي."

ده زیاته کړې چې چارواکي د داسې شواهدو په راټولو لګیا دي چې "په دې قضیه کې د مرګ سزا لپاره اړین دي او دا به دلته په یوتا کې ترسره کېږي."

ښاغلي کاکس همدا راز ویلي چې مسؤلانو ته د تورن کس په اړه تر ۷۰۰۰ ډېر معلومات رسېدلي او تر اوسه تر ۲۰۰ ډېرې مرکې شوې دي.

د تورن کس په پېژندلو کې له خلکو د مرستې غوښتنه

تورن کس

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، په ویډو کې ښکاري چې تورن کس د هغې ودانۍ پر بام منډې وهي او بیا ترې راټوپ کوي چې له کومه ځایه پر چارلي کرک ډزې شوې وې.

اېف‌بي‌ای له خلکو غوښتي چې د دغه "د پام وړ کس" په پېژندلو کې مرسته ورسره وکړي.

اېف‌بي‌ای ویلي چې د پېښې په اړه معلومات ورکوونکي ته به تر ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو پورې جایزه یا انعام ورکړل شي.

تر دې مخکې چارواکو سي‌بي‌اېس خبري رسنۍ ته ویلي وو چې په یوه ځنګليزه سیمه کې یې یوه وسله موندلې ده او ګمان کوي چې ښايي دغه کس هماغه خوا تښتېدلی وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، "هیله‌من یو چې هغه به ترلاسه شي او موږ به ورسره ډېر مناسب چلند وکړو."

ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي چې د چارلي کرک له کورنۍ او د هغه له کونډې سره یې خبرې کړې دي او په وینا یې، "هغه ماته شوې ده، بیخي ماته شوې ده."

د کرک تابوت له الوتکې رایستل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وېنس او د هغه مېرمنې هم د ښاغلي کرک له کونډې سره د کرک د مړي په بدرګه سفر وکړ.

د چارلي کرک مړی نن په دولتي الوتکه 'فورس ۲' کې له یوتا د اریزونا فونېکس سیمې ته ولېږدول شو. د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وېنس او د هغه مېرمنې هم د ښاغلي کرک له کونډې سره د مړي په بدرګه سفر وکړ.

د امریکا په ګډون په ځينو اروپايي هېوادونو کې هم خلکو د ده په یاد شمعې بلې کړې دي او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

پر چارلي کرک برید څنګه او کله وشو؟

چارلي کرک یو محافظه کار ځوان فعال او ډونلډ ټرمپ‌ ته نږدې کس و. دی د امریکا د یوتا سیمې په یوه پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال په ډزو وویشتل شو چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. په دغه غونډه کې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه سره راټول وو.

په یوه ويډيو کې ښکاري چې ښاغلی کرک سټېچ کې پر چوکۍ ناست دی او شاوخوا ته یې ګڼ کسان راټول دي چې په همدې شېبه کې پرې ډزې کېږي او هلته راټول محصلان یوې او بلې خوا ته تښتي.

چارواکي پر دې باور دي چې پر هغه پوهنتون ته له څېرمه ودانۍ ډزې شوې دي. ډونلډ ټرمپ په یوه ویډيویي پیغام کې د هغه پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او دا یې "د امریکا لپاره یوه توره شېبه" بللې ده.

په مادرید کې د امریکا سفارت مخې ته یو شمېر کسانو د چارلي کرک په یاد شمعې بلې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په مادرید کې د امریکا سفارت مخې ته یو شمېر کسانو د چارلي کرک په یاد شمعې بلې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي چې چارلي کرک "د ریښتینولۍ او خپلواکۍ یوه نمونه" و او امر یې کړی چې د هغه په ویر دې په فدرالي ادارو کې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي.

ډونلډ ټرمپ د "کېڼ اړخو سخت دریځو" پر خبرو اترو تور ولګاوه چې د هغه د نژدې متحد، ښي اړخي فعال چارلي کرک په وژنه کې یې مرسته کړې وه او هغه یې د "حقیقت او ازادۍ شهید" بللی و.

هغه زیاته کړه، "زما اداره به ټول هغه کسان تعقیب کړي چې په دې ناوړه جرم او هر ډول سیاسي تاوتریخوالي کې یې ونډه اخیستې. هغه سازمانونه به هم پرېنږدو چې دوی یې تمویل او ملاتړ کوي."

ښاغلي کرک په بېلابېلو پوهنتونونو کې په عام محضر کې په بحثونو او مناظرو مشهور و او میلیونونه څارونکي او مینه‌وال یې لرل.

پر اېکس شاوخوا ۲.۵ میلیونه او پر ټېکټاک کم زیات ۳.۷ میلیونه خلکو څاره. ده په ۱۸ کلنۍ کې د (ټرننګ پاینټ امریکا) په نوم د یوه داسې محافظه کار ګروپ بنسټ کېښود چې موخه یې په پوهنتونونو کې د محصلانو تر منځ د خپلواکو نظرونو د څرګندولو دود خپرول وو.

چارلي کرک څوک و؟

چارلي کرک او ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ‌ډونلډ ټرمپ ویلي چارلي کرک "د ریښتینولۍ او خپلواکۍ یوه نمونه" و او امر یې کړی چې د هغه په ویر دې په فدرالي ادارو کې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي.

چارلي کرک د امریکا د محافظه‌کارو له لویو او پېژندل شوو څېرو شمېرل کېده؛ هغه په "تېز‌مزاجه" یا "اورمزاجه" ستایل شوی چې له واقعیته لږ غوندې لرې ښکاري.

ښاغلي کرک او د هغه محافظه‌کارو ځوانانو ډلې د ټولنیزو شبکو او پادکستونو په خپرولو رسنیزه فضا ډکه کړې وه او د خلکو په راجلبولو کې د هغه وړتیا لامل شوه چې د ډونلډ ټرمپ د ماګا (MAGA) غورځنګ یوه مهمه څېره وګرځي.

د ترنینګ پاینټ سازمان هم په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د مالي پانګونې او د بشري ځواک په برابرولو په ټاکنیزو ایالتونو کې رول ولوباوه.

هغه به د جمهوري‌پالانو په غونډو کې ویناوې کولې او تېر کال ټرمپ د ترنینګ پاینټ په کنفرانس کې چې په اریزونا کې جوړ شوی و، د ګډون له لارې په یو ډول د کرک ملاتړ ته ځواب ورکړ.

د چارلي کرک او د هغه د کورنۍ انجیلي مسیحي دین هم د هغه د سیاسي هویت مهمه برخه وه.

هغه د اریزونا له یوې پخوانۍ د ښکلا ملکې سره واده کړی و او دوه ماشومان لري.

ښاغلی کرک په یو وخت کې هم د محافظه‌کار فعال‌ګرۍ راتلونکې او هم د امریکا د سیاست په ډګر کې یو ډېر لانجمن او وېشونکې څېره ګڼل کېده.

د چارلي کرک وژنې ته غبرګونونه

یوتا پوهنتون کې له ډزو وروسته شېبه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوتا پوهنتون کې له ډزو وروسته شېبه

د بریتانیا او ایټالیا لومړیو وزیرانو سربېره بېلابېلو مشرانو د چارلي کرک پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

د محافظه‌کار سیاسي فعال چارلي کرک د ترور خبر د امریکا د سیاستوالو په منځ کې د پراخو غبرګونونو لامل شو. دلته د دواړو سیاسي لورو د مهمو څېرو ځینې څرګندونې لوستلی شئ:

  • بارک اوباما، د امریکا پخواني ولسمشر پر ایکس ټولنیزه شبکه کې د چارلي کرک کورنۍ ته تسلیت ویلی. هغه لیکلي: "موږ لا تر اوسه نه پوهېږو چې پر چارلي کرک د ډزو او وژنې تر شا کوم انګېزه وه، خو دا ډول کرکه‌پاروونکی تاوتریخوالی زموږ په ډیموکراسۍ کې ځای نه لري." اوباما زیاته کړه: "زه او میشل به نن شپه د چارلي د کورنۍ لپاره دعا وکړو، په ځانګړي ډول د هغه د مېرمنې اریکا او د دوو وړو ماشومانو لپاره."
  • ډونلډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر امر کړی چې د امریکا ټول بیرغونه د یکشنبې تر ماښامه د چارلي کرک د درناوي په نښه نیم ځوړند پاتې شي. هغه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "د چارلي کرک په ویاړ، چې یو ستر هېوادپال او ریښتینی امریکايي و، امر کوم چې ټول بیرغونه په ټوله امریکا کې د یکشنبې تر ماښامه نیمه ځوړند پاتې شي."
  • جو بایډن، د امریکا پخواني ولسمشر د تسلیت په پیغام کې ویلي: "دغه ډول تاوتریخوالی زموږ په هېواد کې ځای نه لري. دا باید همدا اوس پای ته ورسېږي."
  • کیېر سټارمر، د بریتانیا صدراعظم د چارلي کرک له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل: "موږ ټول باید پرته له وېرې په ازاد ډول بحث او خبرې وکړای شو - د سیاسي تاوتریخوالي هېڅ توجیه نشته."
  • جورجیا ميلوني، د ایټالیا صدراعظمې وویل: "دا وحشیانه وژنه د ډیموکراسۍ او د هغو کسانو لپاره چې پر ازادۍ باور لري، یو ژور ټپ دی. زما تسلیت د هغه کورنۍ، خپلوانو او د امریکا د محافظه‌کارانو ټولنې ته دی."
  • بنیامین نتنیاهو، د اسرائیلو لومړي وزیر په خپل پیغام کې وویل: "هغه د اسرائیلو یو زړور ملګری و؛ د دروغو پر وړاندې یې جګړه وکړه او په ویاړ یې د یهودي-مسیحي تمدن دفاع کوله. یوازې دوه اونۍ مخکې مې ورسره خبرې کړې وې او بلنه مې ورکړې وه چې اسرائیلو ته راشي. له بده مرغه، دا لیدنه به هېڅکله ترسره نه شي. موږ یو فوق‌العاده انسان له لاسه ورکړ."
  • خاویر میلي، د ارجنټاین ولسمشر وویل: "زما تسلیت د چارلي کرک کورنۍ او هغو ټولو ځوانانو ته چې په ټوله نړۍ کې یې درناوی کاوه او خبرو ته یې غوږ نیوه. هغه د ازادۍ د نظریو پیاوړی مروج او د لوېدیځ تمدن سرسخت مدافع و."
  • پيت هیګست، د امریکا د جګړې وزیر وویل: ."موږ د چارلي کرک لپاره دعا کوو. هغه یو مسیحي، یو امریکايي او یو فوق‌العاده انسان دی."
  • پاملا بونډي، د امریکا لویه څارنواله، وویل: "د ېاف‌بي‌‌ای او اې‌ټي‌اېف (الکول، دخانیاتو او وسلو فدرالي ادارې) مامورین په لاره دي. د چارلي لپاره دعا وکړئ."
  • مایک جانسن، د استازو د مجلس رئیس وویل: "مهرباني وکړئ له موږ سره یو ځای د خپل ښه ملګري چارلي کرک لپاره دعا وکړئ."
  • ګوین نیوسام، د کلیفورنیا دیموکرات والي وویل: "پر چارلي کرک برید کرکجن، ناوړه او نه‌منل کېدونکی دی. په امریکا کې باید سیاسي تاوتریخوالی په هر ډول وغندو."