د ټرمپ فرمان: هغه هېوادونه تور لیست کې شاملوي چې 'ناعادلانه' ډول امریکان بندیانوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي، هغه هېوادونه چې د امریکا په وینا، په ناعادلانه توګه د دغه هېواد وګړي نیسي، په تور لیست کې شامل کړي او سخت بندیزونه پرې ولګوي.
ویل شوي چې چین، ایران او افغانستان احتمالاً په دغه لیست کې شامل دي.
ولسمشر ټرمپ په خپل نوي فرمان کې ویلي چې له دې وروسته امریکا د «د ناعادلانه نیونو ملاتړي هېوادونه» د «ترهګرۍ د ملاتړ هېوادونو» په څېر تور لیست ته اچوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي، هرڅوک چې امریکايي وګړي د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروي بیه به یې پرې کړي.
د ولسمشر ټرمپ یوه سلاکار، سباسټین ګورکا خبریالانو ته وویل، دغه فرمان "سره کرښه" ده چې پیغام یې دا دی چې د امریکا وګړي به د یرغمل یا د معاملې د وسیلې په توګه نه کارېږي.
د امریکا دولت د دغه فرمان له لاسلیک وروسته سملاسي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو د ټرمپ سلاکار وویل چې چین، ایران او افغانستان هغه هېوادونه دي چې په دې تور لیست کې د شاملېدو لپاره په پام کې نیول شوي، ځکه د هغه په وینا، دوی په "د یرغمل نیولو ډیپلوماسي په دوامدار ډول کاروي".
یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، رویټرز خبري اژانس ته د دغه فرمان د اغېز په اړه وویل چې «د هغو سرغړونکو رژیمونو او نظامونو په اړه به هر څه بدل شي، چې فکر کوي له امریکایانو سره د شطرنج د دانو په څېر چلند کولی شي.» هغه زیاته کړه چې "د ایران یا روسیې په څېر هېوادونو اړوند به بدلون ووینو".
ویل کېږي روسیه ۹ امریکایان او ایران نږدې ۸ امریکایان بندیان لري.
د افغانستان په اړه هم ویل کېږي چې څو تنه امریکايي وګړي پکې بندیان دي، چې په هغوی کې محمودشاه حبیبي، رایان کوربټ، وېلیم مککنټي او جورج ګلزمېن د ۲۰۲۲ کال له اوړي څخه تر مني پورې هلته نیول شوي وو.
له دې جملې کوربټ او مککنټي د جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې د یوه افغان بندي، محمد خان، په بدل کې خوشي شول.
جورج ګلزمېن هم د سږ کال په مارچ کې کابل ته د زلمي خلیلزاد له سفر وروسته طالبانو له بنده خوشی کړ او بېرته امریکا ته ستون شو.
خو د افغان-امریکايي دوه ګوني تابعیت لرونکي وګړي محمودشاه حبیبي برخلیک لا هم روښانه نه دی.
حبیبي چې په کابل کې د یوې امریکايي مخابراتي کمپنۍ تخنیکي سلاکار و، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه وتښتول شو او تر اوسه د هغه د وضعیت په اړه معلومات نشته.
د حبیبي ورور بي بي سي ته ویلي و چې ډاډه دی، هغه د طالبانو د استخباراتو په زندان کې دی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې «هیڅ داسې نښه نه ده لیدل شوې چې ګواکې هغه د دوی د حکومت کومې ادارې نیولی وي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د «عدالت لپاره انعام» پروګرام په چوکاټ کې داسې معلوماتو ته د ۵ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه چې د محمودشاه حبیبي د موندلو او ژغورلو لامل شي.
ایران هم مخکې له دې د امریکا د "ترهګرۍ ملاتړو" هېوادونو لېست کې و او سخت بندیزونه پرې لګېدلي. روسیه هم په اوکراین د یرغل له امله تر سختو بندیزونو لاندې ده. امریکا همدارنګه په ونزویلا کې د خپلو وګړو د نیول کېدو په اړه اندېښنه لري.
هغه هېوادونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې نومونه په تور لیست کې شامل کړي، د امریکا له بندیزونو او صادراتي محدودیتونو سره به مخ شي او د امریکايي وګړو د نیولو په چارو کې ښکېل چارواکي به امریکا ته له ننوتلو منع شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به په تور لیست کې شاملو هېوادونو ته د امریکايي وګړو د سفر مخه هم نیولی شي. اوس مهال امریکا یوازې شمالي کوریا ته په کلکه د خپلو وګړو سفر منع کړی. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې په ۲۰۱۶ کال کې یو امریکايي محصل هلته ونیول شو. دا محصل له نیول کېدو یو کال وروسته په بېهوښه حالت کې خوشې شو او لږ وروسته ومړ.
په نوي تور لېست کې هغه ډلې هم شامېلېدی شي چې په یوه سیمه کنټرول لري خو د یوه دولت په توګه په رسمیت نه دي پېژندل شوې.
امریکا وایي چې د بېلابېلو دولتونو د واک په جریان کې يې په بهرنیو هېوادونو کې د بندي امریکایانو خوشي کول لومړیتوب دی او د روسیې په ګډون یې د بندي امریکایانو د خوشي کولو لپاره د بندیانو تبادله هم کړې.








