په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنيوي هڅې

د ايران او اردن د بهرنيو چارو وزيران

د عکس سرچینه، EPA

په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره ډيپلوماتيکې هلې ځلې دوام لري. په دې لړ کې د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمن صفدي تهران ته په يوه ناڅاپي سفر تللی او د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره يې کتلي دي.

په دې کتنه کې ښاغلي پزشکيان د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه وژنه يوه لويه تېروتنه بللې او ويلي يې دي چې د "اسرائيلو دا ګستاخي به بې ځواب پاتې نشي."

د اردن د بهرنيو چارو وزير تر دې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو له سرپرست وزير علي باقری کني سره هم کتلي وو.

په همدې حال د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د اردن پاچا عبدالله دويم په ټيليفوني خبرو کې په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار يې کړی، "په هره بيه" چې کېږي بايد مخنیوی يې وشي.

ايران ته د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمن صفدي سفر په سيمه کې د کړکېچ د لازياتېدو د مخنيوي لپاره د امريکا، فرانسې، بريتانيا، ايټاليا او مصر په ګډون د نړۍ د نورو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په دوام کې شوی دی. ښاغلي صفدي ټينګار کړی چې د سيمه ييز تاوتریخوالي د زياتېدو مخه بايد ونيول شي.

د دغه خبر له اعلان وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير پر ټولنيزو شبکو ويلي وو چې د اردن او مصر د بهرنيو چارو له وزيرانو سره يې په ۴۸ ساعتونو کې دوه ځله خبرې شوې دي.

ايران

د عکس سرچینه، Getty Images

په تهران کې د حماس د سياسي دفتر مشر اساعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې ایران يې د غچ اخيستو ګواښ کړی په سيمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف د ښاغلي هنيه وژنې ته په اشارې ګواښ کړی چې د ايران ځواب به "کلک او هوښيارانه وي"، اسرائيل او امریکا به "په خپلو ګړنو پښېمانه شي."

د لبنان حزب الله هم په بيروت کې د وژل شوي خپل يوه جګپوړي قومندان فواد شکر د غچ اخيستو ګواښ کړی او وايي دا جګړه يوه نوي پړاو ته ننوتلې ده.

په سيمه کې د جګړې له وېرې، د هغو حکومتونو شمېر چې له خپلو اتباعو یې غوښتي چې له لبنانه ووځي، مخ په زیاتېدو دی.

د فرانسې حکومت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنانه د الوتنو د پیلېدو په صورت کې ووځي. سعودي، کاناډا او اردن هم خپلو وګړو ته ورته مشوره ورکړې ده.

وړاندې امریکا او بریتانیا له خپلو خلکو غوښتي وو چې ژر تر ژره له لبنانه ووځي.

سویډن هم په بیروت کې خپل سفارت تړلی او خپلو وګړو ته يې ويلي چې لبنان پرېږدي.

په ورته مهال په یمن کې حوثي یاغیان وايي چې د سعودي له پولې سره نژدې يې د امریکا یوه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. دوی دا هم ویلي چې د عدن په خلیج کې یې پر یوې کښتۍ برید کړی دی.

له دې یو ساعت مخکې د امریکا مرکزي قوماندې ویلي وو چې د ایران پلوه حوثي یاغیانو یو شمېر توغندي یې له منځه وړي دي.