اسماعیل هنیه د قطر لوسیل ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

دوحه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ د قطر پلازمېنې دوحې په 'امام محمد بن عبدالوهاب' جومات کې ادا شو او له هغه وروسته د قطر پلازمېنې ته نژدې د لوسیل ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

رپوټونه وايي، د اسماعیل هنیه مړی په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو، چې تابوت یې د فلسطین په بیرغ کې نغښتی و.

له دې مخکې د اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو یو شمېر ګډونوالو د هغه تصویرونه او د فلسطین بیرغونه له ځان سره لېږدول.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د نوموړي جنازه په ایران کې هم شوې، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي یې امامت کاوه.

د خالد مشعل په ګډون چې اسماعیل هنیه یې د حماس سیاسي مشر په توګه ځایناستی و، د حماس یو شمېر مهم شخصیتونه په هوايي ډګر کې هغې الوتکې ته منتظر وو، چې د اسماعیل هنیه جسد یې له ایرانه قطر ته لېږداوه.

د یادونې ده، چې ښاغلی هنیه ایران ته د یوه سفر په ترڅ کې د جولای پر ۳۱مه پلازمېنه تهران کې ووژل شو. ایران او متحدینو یې د وژنې تور پر اسرائیل پورې کړی، خو اسرائیل د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی.

د اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د الفتح ډلې یوه مشر عبدالله، عبدالله بي بي سي ته وویل، د ښاغلي هنیه وژل کېدو له کبله د حماس تر څنګ دوی هم ''غوسه'' دي. د یادونې ده، چې الفتح د لوېدیځې غاړي کنټرول په واک کې لري.

ښاغلي عبدالله وویل: ''ښايي د حماس او الفتح په چلن کې توپیرونه وي، خو بالاخر موږ ټول د اسرائیل لخوا زموږ د خاورې اشغال پای ته رسولو او د خپل هېواد فلسطین د خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره مبارزه کوو.''

بیروت

د عکس سرچینه، Reuters

ترکیې او پاکستان په داسې حال کې رسماً د جمعې ورځ د ویر ورځې په توګه اعلان کړې، چې حماس وايي، د جمعې له لمانځه وروسته دې له هر جوماته ''قهرجن لاریونونه'' د ښاغلي هنیه وژنې پر ضد د احتجاج لپاره ووځي.

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې بیا د اسماعیل هنیه جنازه د نوموړي د یوه سیمبولیک تابوت پر وړاندې ادا شوه.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو څو ساعته مخکې د اسرائیل پوځ ویلي و، چې د لبنان د حزب الله ډلې یو مهم قوماندان فواد شُکر یې بېروت ته څېرمه ضاحیه سیمه کې په نښه کړی او وژلی دی.

پر سې شنبه اسرائیلي پوځ وویل، فواد شُکر یې ''د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هدفي برید'' کې وژلی دی.

له دې مخکې په ایران کې د اسماعیل هنیه جنازه شوې.

د عکس سرچینه، handout

د عکس تشریح، له دې مخکې په ایران کې د اسماعیل هنیه جنازه شوې.

اسماعیل هنیه له ۲۰۱۹ راهیسې په دوحه کې استوګن و.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۲ کې د سوریې په دمشق کې د حماس مخکیني سیاسي دفتر له تړل کېدو وروسته د قطر پلازمېنه کې د حماس سیاسي دفتر پرانیستل شو.

په دا وروستیو کې د اسرائیل او حماس تر منځ په غزه کې د اوربند په غیر مستقیمو خبرو کې اسماعیل هنیه مهم رول درلود.

د قطر په دوحه کې د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې، اسرائیلي څارګرې ادارې موساد او دغه راز د مصر او قطر استخباراتي ادارو مسوولینو په دې خبرو کې ګډون درلود.