ایران کې د اسماعیل هنیه وروستۍ ورځې
ایران کې د اسماعیل هنیه وروستۍ ورځې
د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د سېشنبې او چارشنبې ترمنځ پر شپه د ایران پلازمېنه تهران کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
دی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره ایران ته تللی و. ایران ګواښ کړی چې د هغه د وژلو غچ به واخلي.



