حزب الله د اسرائیلو په شمال توغندي وار کړي، ګڼو هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې "ژر له لبنانه ووځي"

لبنان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بیروت نړیوال هوایي ډګر، ګڼو الوتکو لبنان ته خپل پروازونه لغوه کړې دي

په منځني ختيځ کې د مخ په زياتېدونکي کړکېچ په جريان کې امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې "په هر ډول شته ټکټ له لبنانه ووځي. "

تر دې وړاندې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ لمې هم ورته خبرداری ورکړی و چې په وينا يې "په سيمه کې وضعيت په چټکۍ خرابېدلی شي."

فرانسې، سوېډن، اردن، کاناډا او ځینونورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته ورته اعلانونه کړي، کاناډا بیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې اسرائیل ته له سفره هم ډډه وکړي.

ايران په تهران کې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې د پړې ګوته يې اسرائیلو ته نيسي د "سختې سزا" ګوتڅنډنه کړې ده. د اسماعيل هنيه له وژل کېدو څو ساعته وړاندې د لبنان په بېروت کې د حزب الله يو جګپوړی قومندان فواد شکر وژل شوی و.

داسې وېره ده چې د لبنان حزب الله ډله چې د ايران ملاتړ ورسره دی د غچ اخيستو هڅه وکړي او په بدل کې به د اسرائیلو له سخت غبرګون سره مخ شي.

د امریکا سفارت د شنبې په ورځ وويل، هغه څوک چې په لبنان کې د پاتې کېدو پرېکړه کوی، "بايد احتياطي پلانونه" او د "اوږدې مودې لپاره خوندي ځای کې پناه" واخلي.

د سفارت په اعلاميه کې راغلي چې ډېری هوايي شرکتونو لبنان ته الوتنې ځنډولې او يا لغوه کړې دي، نور ډېر ټکټونه پلورل شوي خو "د سوداګريز ټرانسپورټ له لارې له لبنانه د وتلو لارې شته دي. "

د امریکا د دفاع وزارت وړاندې ويلي وو، په سيمه کې نورې جنګي بېړۍ او جېټ الوتکې ځای پر ځای کوي چې د ايران او د هغوی تر قوماندې لاندې ډلو د احتمالي بريدونو پر وړاندې د اسرائيلو دفاع وکړي.

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

بريتانيا هم ويلي چې د خپلو وګړو د هر ډول ايستنې په موخه نور پوځيان، د کونسلګرۍ کارکوونکي او د سرحدي ځواک چارواکي استوي خو په همدې حال يې له خپلو وګړو غوښتي چې "د سوداګريزو الوتنو د شتون پر مهال له لبنانه ووځي."

دوې بريتانوي جنګي بېړۍ له وړاندې په سيمه کې دي او شاهي هوايي ځواک د لېږد چورلکې د تيارسئ په حالت کې درولې دي.

دا به داسې حال کې ده چې حزب الله ویلي، د اسرائیلو پر شمالي برخو یې لسګونه توغندي ور خوشې کړي، خو اسرائیل وايي، ډېر یې شنډ کړي او لږ یې پر شاړو ځمکو لګېدلي دي.

دا توغندي بیګا شپه په ځایې وخت ۱۲:۲۵ د اسرائیل په شمالي ښار بیت هیلل وار شوي دي.

حزب الله د اسرائیلو تر ټولو سخت سیال بلل کېږي او ویل کېږي چې دا ډله له پخوا ډېره پیاوړې او فعاله شوې ده.

د حزب الله په دغو توغندیزو بریدونو کې تر اوسه چاته د ځاني زیان اوښتو رپوټونه نشته.

په ټولنیزو رسنیو هم ځینې ویډیوګانې خپرې شوي چې د اسرائیلو هوايي دفاعي سیستم د دغو توغندیو شنډولو لپاره فعاله شوی او بیګا وار شوي توغندي دروي.

بريد

د عکس سرچینه، EPA

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير لامې ويلي، "نورو سيمو کې د جګړې غځېدل د هېچا په ګټه نه دي."

د روان کال په اپرېل مياشت کې ايران د ۱۷۰ ډرون الوتکو، ۳۰ کروز توغنديو او لږ تر لږه ۱۱۰ بالستيک توغنديو سره پر اسرائیلو بريد وکړ چې ډېری يې په اسمان کې پر موخه له لګېدو وړاندې له منځه يوړل شول. دا په دمشق کې د ايران پر کونسلګرۍ د اسرائيلو د بريد په غچ کې توغول شوي وو.

ډېری وېره لري چې ايران به په دې قضيه کې هم د ورته غچ اخيستې هڅه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر علي باقري کني د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشر جوزېف بوریل سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې ایران به بې له شکه اسرائيلو ته د سزا ورکولو لپاره له "مشروع حق" څخه کار واخلي.

بل پلو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې "سختې ورځې په مخکې دي ... موږ د ټولو خواوو ګواښونه اورېدلي دي. موږ هر ډول حالت ته چمتو یوو."

د تاوتریخوالي نوی څپه د اسرائیلو په شمال د جولان په لوړو کې په یوه برید کې د ۱۲ ماشومانو او تنکیو ځوانانو له وژل کېدو سره پیل شوه.

اسراییلو د برید پړه پر حزب الله واچوله او د "سخت" غچ اخیستو ژمنه یې وکړه، خو حزب الله په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړل.

له دې بريد څو ساعته وروسته د حزب الله جګپوړی قومندان فواد شکر په بیروت کې د اسرائیلو په یوه هدفي برید کې ووژل شو. په دې بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون څلورو نوور کسانو هم خپل ژوند وبايله.

څو ساعته وروسته بيا د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو. نوموړی د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.