سیاف: "د ښځو او نجونو تعلیم فرض دی، څوک دې شریعت نه بدناموي"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان یوه پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت بندیزونه ننګولي او په وینا يې خپلو "تنګو نظرونو او تګلارو ته دې د شریعت نوم نه ورکوي."

عبدرب رسول سیاف چې پرون (شنبه) یې د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني په تلین کې وینا کوله،‌ وویل نجونو او ښځو ته د مناسب چاپېریال رامنځته کول هم د واکمنو مسولیت دی.

نوموړی چې تل د طالبانو پر وړاندې تونده لهجه کاروي، یو ځل یې بیا دغه طالب چارواکي چې اوس په افغانستان کې واکمن دي، د خپلو پالیسیو له کبله وننګول.

ښاغلی سیاف او ځينې پخوانۍ سیاسي او جهادي څېرې د یوه بل پخواني جهادي مشر برهان الدین رباني د تلین په مناسبت د انټرنېټ له لارې په انلاین بڼه راټول شوې وې.

دا غونډه "د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت رهبرۍ شورا" په نامه یوې ټلوالې وربللې وه چې د ګډونوالو د ویناوو ډېره برخه هم په افغانستان کې په روان وضعیت څرخېده.

افغانستان

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، ارشیف؛ انځور د مقاومت په نوم د شورا له پخوانۍ یوې غونډې

ښاغلی رباني ۱۲ کاله وړاندې د یوه ځانمرګي له خوا چې ده ته د سولې له پیغام سره ورغلی و، ووژل شو.‌ د نوموړي د جهاد مهال بل ملګري سیاف همدغه برید ته په اشارې، لکه د تل په څېر یو ځل بیا ټيڼګار وکړ،‌چې اسلام کې ځانمرګي بریدونه ناروا دي.‌

هغه وویل "په تېرو شپږو کالو کې د بیا بیا چېلنج ورکولو وروسته هم هیڅوک نه دي حاضر چې په دې برخه کې بحث راسره وکړي."

نوموړي په ښکاره دې برخه کې د طالبانو نوم وانخیست خو ويې ویل چې "که په ځانمرګي، استشهادي یا هر بل نوم کېږدي. هغه نه روا کېږي."

د هغه په وینا د طالبانو د ناسمو کړنو له کبله "په ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول په افغانانو د ترهګرو نوم پروت دی."

عبدرب رسول سیاف د زدکړو پر وړاندې هم د طالبانو تګلاره وننګوله او ويې ویل هاغسې روژه، لمونځ او نور عباداتونه په نر او ښځه فرض دي، داسې د اسلامي احکامو پېژندلو لپاره د علم اړتیا ده.

هغه وویل "هغه څوک چې وايي په نجونو او ښځو علم نه دی فرض دوی، له شریعته بې خبره دي، پوهه نه لري او په شریعت کې ژور نه دي تللي."

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې وړاندې د طالبانو بېلابېلو چارواکو د نجونو زدکړو او اهمیت په اړه بېلابېل نظرونه ورکړي دي.‌ د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي و، "دونیاوي تعلیم مباح، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی."

خو په همدغه غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي ټینګار کړی و،‌ چې " تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي."

اوس څه باندې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت له تېرو دوه کالو راهیسې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو منع کړې دي او داسې هېڅ نښې نشته چې څه وخت او په کومو شرایطو اجازه ورکوي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون (شنبه) له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې په دې اړه روښانه ځواب نه درلود او لکه د تل په څېر یې ویل، چې "اړوند ارګانونه پرې کار کوي."