ملاله: افغانستان کې د اټکل خلاف "د نجونو زدکړو ټول پرمختګونه له منځه وړل شوي"

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي، هر کله چې مناسب شرایط بربر شي ټولې نجونې به ښوونځیو ته ستنې شي

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي،‌ داسې هېڅ اټکل یې نه کاوه چې د افغانستان ټولې نجونې به له زدکړو راګرځول کېږي او دې برخه کې به ټول هغه پرمختګونه له منځه ځي‌ چې تېرو کلونو کې تر لاسه شوي وو.

اغلې ملالې دغه څرګندونې په نایجیریا کې د خپلې ۲۶مې کلیزې د لمانځې پر مهال د نجونو یوې غونډې ته کولې.

اوس څه نا څه ۶۷۰ ورځې کېږي چې‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم پورته ټولې نجونې له زده کړو ایسارې کړې دي. دارنګه شاوخوا اته میاشتې وشوې چې نجونې او ښځې هم پوهنتونونو ته نه پرېږدي.‌

د طالبانو حکومت دا بندیزونو "لنډمهالي" بولي.

ملاله یوسفزۍ وايي "لس کاله وړاندې میلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته تللې. په هرو درېیو پېغلوټو کې، دوه یې پوهنتونو کې وې.‌ او اوس؟ افغانستان د نړۍ پرمخ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې له زدکړو منع کړل شوې دي."

ملاله یوسفزۍ زیاتوي، سره له دې چې ښايي‌ دا پرمختګ یو‌ څه ورو و، خو وايي "هېڅکله یې داسې اټکل نه و کړی چې دا هر څه به له منځه ولاړ شي،‌ د ټول هېواد نجونې دې له ښوونځیو را وګرځول شي‌،‌ په کورونو کې دې ایسارې شي او هیلې دې وبایلي."

ملالې یوسفزۍ پخوا هم د نړۍ له حکومتونو او مشرانو غوښتنه کړې وه چې د افغان ښځو حالت دې له پامه نه غورځوي.‌

نوموړې چې د "ملاله فنډ" په نوم خیریه ټولنې له لارې په ګڼو هېوادونو کې د نجونو زدکړو ملاتړ کوي،‌ وايي "که په افغانستان، پاکستان او یا هم نایجیریا کې ټولو نجونو د زدکړو فرصتونه درلودای،‌ څومره پرمختګونه به یې کړي‌ وو."

په کور دننه او بهر د نجونو زدکړو غوښتنه

ملاله

د عکس سرچینه، Malala Twitter

د عکس تشریح، ملاله په نایجیریا کې له نجونو سره خپله کلیزه لمانځي

په افغانستان کې‌ په کور دننه او بهر په پراخ کچه د طالبانو له حکومته بیا بیا غوښتنه کېږي چې د نجونو زدکړو او حقونو ته درناوی وکړي.

څو میاشتې وړاندې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پوهنې لپاره د بسپنې راټولونې په یوه نړیواله غونډه کې، ډېری ګډونوالو له زدکړو د محرومو افغان نجونو سره خپل یو والی او ملاتړ اعلان کړی وو.

دغې ناستې ته د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې امینه محمد په استولي پیغام کې ویلي و، د نړۍ لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب د افغان نجونو زدکړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هم په افغانستان کې د نجونو په اړه په یوې ګډې اعلامیې کې ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې ټولې نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي.

د ویډیو تشریح، د نجونو زدکړو لپاره کمپاین

دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو لپاره یو‌‌ ځل بیا پر انلاین بڼه کمپاین پیل شوی.

په دې کمپاین کې د سړیو تر څنګ ښځینه دیني عالمانې هم برخه لري‌ او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غواړي‌، دې برخه کې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.‌

دیني عالم ډاکتر عبدالهادي‌ وزین چې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د ښوونځیو د نصاب جوړنې کمېټې غړی و،‌ وايي‌ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا "د ښځو د زدکړو مخنیوی غیر اسلامي کار دی" او د ده په ټکو هر څوک یې باید د "پرانیستو لپاره هڅې وکړي."

د ښاغلي وزین په وینا، د ښځو پر زدکړو بندیز اوس پر داسې مساله بدل شوی چې "په مسلمانو هېوادونو کې د افغانستان لپاره د شرم لامل ګرځي."

خو د ملالې یوسفزۍ،‌ ملګرو ملتونو،‌ کورنیو او د دیني عالمانو له غوښتنو سره سره، داسې هېڅ نښه نه ښکاري چې د طالبانو مشر دې د نجونو د زدکړو پیل لپاره کوم ځانګړی ګام اخیستی وي،‌ او د دې هر څه بیه افغان نجونې پرې کوي چې اوس یې د زدکړو نژدې دوه کاله ضایع شوي دي.‌