"بریدونو او ګواښونو المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره زما د خوبونو مخه و نه شوه نیولی"

منیژه
    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

منیژه تلاش به راروان اوړی تاریخ جوړ کړي او د المپیک په (برېکېنګ) سیالیو کې چې د مایکل جکسن د نڅا په نامه هم یادېږي ګډون وکړي.

تر پاریسه د منیژې سفر اسانه نه و. نوموړې افغانستان کې رالویه شوې، هغه ځای چې له ګواښونو، بمباریو او خونړیو جګړو خالي نه و او بلاخره طالبان پکې واک ته ورسېدل.

هغه وايي: "امنیتي ځواکونه کلب ته راننوتل یوه سړي ته ورغلل او توره کڅوړه یې ور پر سر کړه."

منیژې ته د هغه ماسپښین مهال پېښه ور په زړه ده، چې وسله والو غوښتل پلازمېنې کابل کې د دوی پر کلب برید وکړي، خو ونیول شول. دا وايي:

"دا ځل تاسې نیمکرغه وئ چې ژوندي پاتې شوئ. ځینو خلکو غوښتل چې کلب ته بمونه کېږدي، مونږ ته یې ویل که تاسې ته ځان ګران وي باید دا ځای وتړئ."

دا لومړی ځل نه و چې دوی په خطر کې و. یو کال مخکې له هغې په ۲۰۲۰ کال کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر، چې کلب ته نږدې درول شوی و وچاودېد.

۲۱ کلنه منیژه وايي: "زه وقعا وېرېدلې وم."

هغې خپل تخلص(دویم نوم) تلاش ته بدل کړ. تلاش فارسي کلمه ده او پښتو کې یې مانا هڅه او زیار دی.

دا نوم یوازې سمبولیک نه و، بلکه هیله منه وه چې د نوموړې د ورزش له امله یې کورنۍ ته د پېښېدونکي خطر پر وړاندې باید هڅه وکړي چې هغوی خوندي کړي.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره کابل کې د منیژې کلب وتړل شو. کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل دغه هېواد کې پر موسیقۍ او نڅا بشپړ بندیز ولګېد.

خو دې بندیزونو برېکېنګ ته د بیرته راستنېدو په برخه کې د منیژې لېوالتیا او هیلې کمې نه کړې.

منیژه
د عکس تشریح، د هغه کلب مخې ته موټر بم چاودنه شوې وه، چې منیژه پکې روزنه ترلاسه کوله.

منیژه یو څه په ځنډ بېرته برېکېنګ ته راستنه شوه.

هغې په ماشومتوب کې خپل پلار سره د کابل پر سړکونو لاس ګادي کې سودا خرڅوله. دا په افغانستان کې د یوې نجلۍ لپاره خورا ستونزمن او له خطر ډک کار و.

هغې وروسته سوک وهنه پیل کړه چې یو خوندي ځای کې ځان بوخت وساتي، خو په څو سیالیو کې یې اوږه ماته شوه او دا ورزش یې پرېښود.

هغه لا ماشومه او عمر یې له اتلس کلنۍ کم و چې د برېکېنګ ویډیو ګانو کتل یې پیل کړل، د دې ویډیو ګانو په لیدو ورو ورو د دې ورزش مینه واله شوه او شوق یې ورسره پیدا شو.

"زما هیڅ باور نه کېده چې دا به واقعیت وي."

کابل کې د برېکېنګ ورزش موندل د هغه اعلان سره هم مهاله و، چې دا ورزش به د ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي کوي.

نوموړې هغه مهال ۱۷ کلنه وه او دې سیالیو کې د ګډون خوبونه به یې لیدل، او ویل یې چې باید هغه ځای ته ځان ورسوي.

هغه د کابل په لویدیځه برخه کې د برېکېنګ ورزش یوه کلب ته لاړه خو د تمې خلاف ځای یې وو.

منيژه وايي: "کله چې کلب ته ننوتم له هلکانو ډک و."

د کلب روزونکي د منیژې وزن مالوم کړ، د هغه په یاد دي چې "ډېره وړه وه"

د کلب روزونکی جواد صابري یې په اړه وايي: "مونږ تر برید لاندې و خو دا راغله. زه پوه شوم چې هغه ۲۰۲۴ کال لپاره پاریس ته د تګ ارمان لري او د رسېدو لپاره یې مبارزه کوي. ما به ویل چې هفه دا کار کولی شي ما یې راتلونکی لیدلی و."

منیژه
د عکس تشریح، منیژه د اتلسمې کلیزې پر مهال

د منیژې کورنی ژوند هم سختو سره مخ و. پلار یې چې هغې ورسره کار کاوه، تري تم شو او تر اوسه یې مړی او ژوندی ورک دی.

د پلار له نادرکه کېدو وروسته نوموړې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې وه. هغې هم سودا پلورله هم یې روغتون کې کار کاوه چې د خپلې کورنۍ (مور، خور او دوو ورونو) ورځنی لګښت پرې پوره کړي.

هغې هره اوونۍ د خپلو پیسو یوه برخه د خپل کلب فیس ته بېلوله او مور یې قانع کړې وه چې دا ورزش ډېر ارزښتمند هنر دی.

منیژه وايي: "ډېر خلک پر دې ورزش د نڅا ګومان کوي، خو زه باوري یم چې دا ورزش دی، ځکه چې تاسې اړتیا لرئ چې له بدني اړخه ځواکمن اوسئ او قدرتمن حرکتونه ترسره کړئ."

خو د منیژې دا شوق د نورو خلکو نه خوښېده. هغه وايي: " پر خواله رسنیو خلک راپورې غږېدل چې زه یې کیسه کې نه شوم." نوموړې د ۲۰۲۰ کال چاودنې او د دوی په کلب کې د کس نیول کېدو پېښې ته په اشارې ویلي: "خو کله چې برید وشو زه یې واقعا ډېره وډاره کړم."

خو له دې ټولو پېښو سربېره منیژې بیا هم د دې ورزش له ترسره کولو لاس وانخیست او ماته یې و نه منله.

هغې په خپل کور کې تمرین کاوه، خو د وضعیت له خرابېدو سره نوموړې اندېښمنه وه چې ګاونډي به یې د هغې د ورزش د دوام په اړه څه فکر کوي.

منیژه

بلاخره د ۲۰۲۱ کال اګسټ‌ کې طالبان بیا واک ته ورسېدل او پر خلکو په ځانګړې ډول پر ښځو یې "سخت بندیزونه" ولګول.

نجونې او ښځې یې له کار او زدکړو راوګرځولې او د کالو اغوستلو برخه کې یې هم ځینې قوانین او مقررات اعلان کړل. پر موسیقۍ او نڅا هم بندیز ولګېد او د برېکېنګ ورزش هم بند شو.

دا بندیزونه د دې لامل شول، چې منیژه او ملګري یې له هېواده د وتلو پرېکړه وکړي.

هغه وايي: "که افغانستان کې وای ګومان نه کوم ژوندۍ پاتې شوې وای، هغوی زه اعدامولم او یا به یې سنګسار کړې وای."

منیژه او د جواد په ګډون د کلب ځینې غړي ېې د اسپانیا مادرېد ښار ته ولاړل.

هغوی هڅه کوله یو کار پیدا کړي چې پر مټ یې خپلو کورنیو ته هم پیسې واستولی شي. هغوی ځینو سیمه ییزو کلبونو سره اړیکه ونیوله. د کلبونو، سړکونو او آن شاپنګ ځایونو کې دوی تمرین کاوه.

خو دا هر څه اسانه نه وو.

منیژه وايي: "هره شپه چې به خوب ځای ته تلم ډېرې پوښتنې به مې ذهن ته راتلې. افغانې ښځې به څه کوي؟ له ځانه به مې پوښتل چې زه ورته ولې څه نه شم کولی؟"

هغه پوهېده چې واک د طالبانو له رسېدو سره المپیک سیالیو کې د خپل هېواد لپاره نه شي لوبېدی.

ځکه چې طالبانو ښځې له ورزش منع کړي او سیالیو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

خو، منیژې پاریس ته د رسېدو لپاره بله لار لرله. هغې وموندله چې د کډوالو د المپیک ټیم شته چې په دې سیالیو کې لوبېدی شي. په دې ډله کې د هغو هېوادونو کډوال ګډون کوي چې جګړه پکې ده او بېرته ستنېدل خورا خطرناک وي.

می میاشت کې منیژه یوه له هغو ورزشکارانو وه چې په سیالیو کې د کډوالو د ډلې په استازیتوب وټاکل شوه او د المپیک کمېټې یې د روزنې په برخه کې مرسته وکړه.

نوموړې وايي: "کله چې دوی زما نوم اعلان کړ، زه هم خپه وم هم خوشاله. خپه ځکه وم چې خپل هېواد او کورنۍ رانه پاتې شوه او خپل هدف خوندیتوب ته مې لومړیتوب ورکړ."

خو منیژه اندېښمنه وه چې په نړیواله کچه د سیالیو لپاره د هغې غوره کول ښايي د هغې د مور او ورونو ژوند په خطر کې کړي.

منیژه

خو د دې اعلان وروسته په منیژې دا زیری هم وشو چې کورنۍ یې له افغانستانه په وتلو بریالي شوي.

کورنۍ یې له دوو کالو جلا والي وروسته اوس هغې سره اسپانیا کې یو ځای شوې ده.

د نوموړې ټول پام اوس پر خپل ورزش ورټول دی.

هغه وايي: "المپیک ته چمتو کېدل واقعا سخت دي، ما هغه چاسره چې ۲۱ کاله تجربه لري تمرین کړی. زه نه یوازې باید ځان المپیک ته تیار کړم بلکه ټول هغه کلونه جبران کړم چې له لاسه مې ورکړي دي."

منیژه همدا راز وايي، لیري ده چې له پاریسه دې مډال وګټي خو د اوس لپاره دا کار په لومړیتوبونو کې هم نه دی.

هغه وايي: "زه به خپلو ملګرو او د هغو ازمانونو او خوبونو لپاره مبارزه کوم." نوموړې باور لري چې د هغې ګډون به ډېر لوی پیغام ولري.

"پر افغانو نجونو چې هر څومره بندیزونه ولګول شي او هغوی منع کړل شي دوی به هیڅکله تسلیم نه شي. دوی به د وتلو لپاره حتمن یوه لار ومومي او د رسېدو لپاره به یې هڅه وکړي. مونږ مبارزه کوو او بریالي کېږو."