تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا خزانې وزارت د افغانستان د پارلمان پر پخواني مشر میر رحمن رحماني او زوی یې اجمل رحماني د 'پراخ مالي فساد' له کبله بندیز لګولی
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې د افغانستان د پارلمان پر پخواني مشر میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني یې د "پراخ مالي فساد" د تور له کبله بندیزونه لګولي دي.
ددغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان او په نړۍ کې ۴۴ نور اړوند شرکتونه او بنسټونه په نړۍ کې د بشر د جدي مالي فساد د نقض او د بشر حقونو د سرغړونو له کبله تحریم کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا بندیزونه د "۱۳۸۱۸ اي او" په نامه د (اجراییوي فرمان) له مخې په نښه کړل شوي دي.
د امریکا د خزانې وزارت په ویناپاڼه کې ویل شوي چې "رحمانیانو د خپلو شرکتونو په مټ په افغانستان کې د فساد یوه پېچلې تدارکاتي شبکه جوړه کړې وه چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د دولت د مالي مرستو له قراردادونو یې میلیونونه ډالره په بډو وهلي".
د ترهګرۍ او مالي څارګرۍ برخه کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال برایان اي نېلسن ویلي: "پر دغو اشخاصو بندیز د هغو کسانو لپاره د حساب ورکولو په اړه د خزانې وزارت ژمنتیا ښیي چې د شخصي ګټو لپاره له خپلو ځانګړو موقفونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي."
د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې د دوی (رحمانيانو) د "مالي فساد" قضیې په تفصیل سره مطرح شوي چې په هغو کې "په قراردادونو کې قصدي انفلاسیون، په وارداتو کې د مالیې درغلۍ، د تېلو غلا، د پارلماني اداري فساد او د هېوادونو د تابعیت اخیستل" او میتودونه یې تشریح کړي دي.
میر رحمان رحماني، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په پارلمان کې د پروان ولایت استازی او د هېواد له لویو سوداګرو څخه و، چې د طالبانو له بیا واکمنېدا مخکې د ولسي جرګې رییس هم و.
د هغه زوی اجمل رحماني هم د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی و، چې دواړو د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته افغانستان پرېښود.
اعلامیه کاږي، دغو دواړو (پلار او زوی) د فساد په هر پړاو کې د نورو په نېستمنولو خپل ځانونه شتمن کړي دي. وايي دوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د سونتوکو په قرادادونو کې په مصنوعي ډول بیې لوړولې.
د رپوټ له مخې، رحمانیانو د خپل فاسد سیستم د دوام لپاره په خپلو موقفونو په ګټه اخیستو د افغانستان پارلمان بډې ورکړې دي.
په رپوټ کې د رحمانیانو د فساد ځینې مستندې بېلګې هم راوړل شوې دي. په یوه ځای کې وايي، دوی په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د خپل یوه شرکت له لارې نژدې ۱ میلیارد لېټره تېل وراد کړل چې دا اندازه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ټول کلني لګښت ډېر و، ځکه چې د دغو ځواکونو کلنی د سونتوکو لګښت ۴۰۰ میلیون لېټره اټکل شوی و.
پارلماني فساد
د امریکا د خزانې وزارت د خپاره شوي رپوټ پربنسټ، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر له پارلماني ټاکنو مخکې، اجمل رحماني احتمالي رایه ورکوونکو ته د هغې ژمنې په بدل کې ډالۍ او پیسې ورکړې چې ټاکنو کې به رایې ده ته ورکوي.
وايي اجمل رحماني د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینو غړو ته ۱٬۶ میلیون ډالر ورکړي وو چې پارلمان کې خپله بریا یقیني کړي او پلار یې میر رحمن رحماني په ۲۰۱۸ کال د پارلمان د مشر په توګه د پارلمان ځینو غړو ته میلیونونه ډالر ورکړل چې د ولسي جرګې ریاست ته خپله بریا یقیني کړي.
رپوټ کاږي، د نن په دې فرمان کې پورته د یادو شویو کسانو ټولې شتمنۍ او له شتمنیو ورتلونکې ګټې (هغه که امریکا کې دي یا د امریکا د امریکا په کنټرول کې دي) بندې کړل شوې دي.