ارګ: جګپوړي چارواکي دې خپلې شتمنۍ او ملکیتونه راجستر کړي،‌ کنه نومونه یې افشا کوو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت ټولو جګپوړو چارواکو او د پارلمان غړو ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکې اګست میاشتې تر دریمې نېټې خپله شتمني او ملکیتونه د چارو ادارې له اړوند څانګې سره راجستر کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په دې تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که چارواکي تر ټاکلې مودې دا کار ونه کړي نو نومونه به یې په ډاګه شي.

د چارو اداره وایي، دوی وار د مخه د چارواکو د شتمنیو او ملکیتونو د راجستر کېدو لپاره د جولای میاشتې ۲۷مه وروستۍ نېټه ټاکلې وه، خو لا هم ګڼو چارواکو دا بهیر نه دی بشپړ کړی.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د افغان کابینې د پرېکړې پر اساس ټول جګپوړي حکومتي چارواکي او د پارلمان غړي اړ دي چې خپله شتمني او ملکیتونه د چارو ادارې له اړوند څانګې سره راجستر کړي.‌

د چارواکو د شتمنۍ موضوع ولې مهمه ده؟

په حکومتي چارو کې د روڼوالي او حساب ورکولو په موخه د حکومتونو مشران، وزيران او نور جگپوړي چارواکي مکلف گڼل کېږي چې خپلې شخصي شتمنۍ اوجايدادونه ثبت کړي.

د دې چارې يو هدف دا دى چې دا اندازه ولگول شي د کار په موده کې د يو ه چارواکي شتمني پرځاى پاتې او که ډېره شوې او که ډېره شوې، نو څنګه ؟

د افغان چارواکو د شخصي شتمنيو او جايدادونو د ثبتولو موضوع د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې هم را پورته شوې وه.

خو د نوموړي له بيا بيا ټينگار سره سره هم د هغه مهال يو شمېر جگپوړي افغان چارواکي دې ته حاضر نه شول چې خپلې شتمنۍ او جايدادونه ثبت کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې دا موضوع یو ځل بیا تازه شوه او افغان کابینې په دې تړاو پرېکړه هم صادره کړه.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې له اعلامیې داسې ښکاري چې یو شمېر چارواکي او د پارلمان غړي لا هم دا خبره جدي نه نیسي، او دې ته چمتو نه دي چې خپله شتمني په ډاګه کړي.

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ټول نوماندان اړ وو چې د نوماندۍ لپاره د اسنادو ثبتولو پر مهال خپله شتمني هم اعلان کړي.

که څه هم نوماندانو په کاغذونو کې دا شرط پوره کړ، خو د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې له رسنیو سره د مرکو پر مهال ګڼو نوماندانو په دې تړاو پوښتنې ځواب نه کړې.

"افغانستان کې د فساد ضد مبارزه پڅه شوې"

د ارګ لخوا جګپوړو چارواکو ته دا ګوتڅنډنه په داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د فساد ضد سفیرانو ډلې د هغه څه په اړه اندېښنه وښوده چې دوی یې د فساد ضد هڅو پیکه کیدل بولي.

دغې ډلې له افغان حکومت وغوښتل چې د فساد ضد هڅې د سمونونو د اجنډا سر ته راولي.

دا اندېښنې د یوناما له کلني راپور وروسته څرګندې شوې چې پکې په افغانستان کې د فساد ضد اوږدمهالو تګلارو پلي کېدو او د دغه هدف لپاره د بنسټونو په رغېدو کې په بیا بیا ځنډ اندېښنه ښودل شوې.

د یوناما راپور او د سفیرانو ډلې دواړو د فساد پر ضد د مبارزې د پڅوالي پایلې د سولې را روان بهیر او په جینوا کې له افغانستان سره د مرستو را روان کنفرانس ته زیان اړوونکې بللې.

دغې ډلې په افغانستان کې د پراخ فساد له منځه وړل د سولې او پرمختګ لپاره مهم بللي او ويلي یې دي چې د سولې را روانې خبرې له ټولو لورو غواړي چې پر یوه او بل د پړې اچولو پر ځای د روڼتیا، حساب ورکولو او د قانون واکمنۍ لپاره بنسټیزو ګامونو پورته کولو ته ژمن پاتې شي.‌