د کورونا بودیجه کې د فساد تورونه؛ ولسمشر غني د پلټنو امر وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغې رسنیزې ادعا په اړه د پلټنو امر کړی چې وایي، له کورونا وېروس سره مبارزې لپاره د افغان حکومت ځانګړې شوې بودیجه کې فساد روان دی. دا امر د هشت صبح او پژواک خبري اژانس لخوا د دوو ځانګړو رپوټونو له خپرېدو وروسته شوی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، ولسمشر غني په دې لړ کې د رسنیو لخوا د څېړنیزو رپوټونو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې که چا دې برخه کې له شته سرچینو ناوړه ګټه پورته کړې وي نو پر وړاندې به یې جدي اقدامات کېږي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د هشت صبح ورځپاڼې په یوه رپوټ کې تور لګولی و چې د کورونا وېروس لپاره د افغان حکومت ځانګړې شوې بودیجه کې میلیونونه افغانۍ فساد شوی.‌

دغه رسنۍ وایي، د بدخشان، نورستان او میدان وردګو ولایتونو چارواکو د کورونا وېروس سره مبارزې لپاره اړین توکي د بازار له نرخونو څو واره په ګرانه بیه اخیستي، او په دې توګه یې دې بهیر کې فساد کړی.

همدا راز د پژواک خبري اژانس ویلي چې د کورونا وېروس ناروغانو لپاره مرسته شوې ۳۲ تنفسي الې پاکستان ته قاچاق شوې دي.‌ دا اژانس ادعا لري چې هغه غږونه او انځورونه یې ترلاسه کړي چې پکې دا موضوع ثابته شوې ده.‌

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ د پژواک خبري اژانس دا ادعا رد کړه.

‌د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وايي، ټولې مرسته شوې الې له ثبت او راجستر وروسته روغتونونو ته لېږدول شوې او تر څار لاندې دي. نوموړې وایي:

"د مصنوعي تنفس ټولې الې د دې وزارت زېرمتون ته راغلې، د دې ثبت او څارنه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري ترسره کیږي او بیا روغتونو ته لېږدول کېږي"

اغلې جعفري زیاته کړه چې روغتیا وزارت خلکو ته ډاډ ورکوي چې که د دې ادعا په اړه معتبر سند تر لاسه شي نو جدي به وڅارل شي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي، ولسمشر غني اړوندو ادارو ته امر کړی چې په دې تړاو د یوې اوونۍ په موده کې خپلې پلټنې بشپړې کړي.‌

د کورونا وېروس وبا پر مهال په افغانستان کې د حکومت کړنو او له نړیوالو ادارو د پور اخیستنې په اړه پوښتنې راپیدا شوې دي.

تېره اپرېل میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره افغان حکومت ته د ۲۲۰ میلیونه ډالر پور ومانه.

خو یو شمېر شنونکي په دې باور دي‌ چې د افغانستان حکومت دا وړتیا نلري‌ چې دا بودیجه په سمه توګه ولګوي، او وېره شته چې دا په پور اخیستل شوې مالي مرسته د مفسدو کسانو جېبونو ته لاړه شي.