د روڼتیا نړیوال سازمان: ۲۰۲۲ کې افغانستان له فساد سره مبارزه کې تر پخوا ښه و

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره مبارزه کې تر پخوا ښه شوی . د دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال اړوند راپور کې راغلي، د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

د همدې سازمان د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ یم هېواد و.

د رونټیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال لپاره پخپل تازه راپور کې، چې تېره ورځ خپور شوی، د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي چې پر همدې اساس د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ام ځای خپل کړی دی.

د روڼتیا نړویوال سازمان هر کال د خپلې اروزنې پر بنسټ په دې لېست کې شاملو هېوادونو ته له صفر څخه تر سلو نومرې ورکوياو هر هېواد چې څومره لوړې نومرې تر لاسه کړي، په هماغه کچه د شفافیت له اړخه په ښه ځایځایګي کې دی.

یعنې افغانستان که په ۲۰۲۲ کال کې د نوملړ د پیل له لوري د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۰ام شفاف هېواد دی، خو د نوملړ د پای له لوري بیا هم۳۰ام په فساد ککړ هېواد دی.

د همدغه سازمان د ۲۰۲۱ کال راپور له مخې، افغانستان د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادو هېوادونو په منځ ۱۷۴ یم ځای خپل کړی و چې پر فساد د ککړو هېوادونو په ډله کې یې شپږم ځای درلود.

په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۶مو کلونو کې یې د اداري فساد له کبله تر سومالیا، سویلي سوډان او سوریې وروسته څلورم ځای لاره او په ۲۰۱۵ کال یې بیا درېیم ځای خپل کړی و.

د رونټیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان د ۲۷ نومرو په تر لاسه کولو ۱۴۰ ام ځای خپل کړی او بل ګاونډي ایران یې بیا د ۲۵ نومرو په ترلاسه کولو۱۴۷ ام ځای خپل کړی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د سږني راپور په اساس ډنمارک د ۹۰ نومرو په تر لاسه کولو د یاد نوملړ په سر کې ځای لري.

فنلېنډ او نیوزیلېنډ د ۸۷ نومرو په ترلاسه کولو دویم او درېیم او همدارنګه سومالیا د ۱۲ نومرو په ترلاسه کولو ۱۸۰یم ځای خپل کړی دی.

د یادولو ده چې تېره اونۍ نړیوال بانک هم تېر ۲۰۲۲ کال افغانستان لپاره په مالي او اقتصادي برخو کې نسبتآ ښه ارزولی و.

دغه بانک خپل تازه رپوټ کې چې د جنورۍ پر ۲۵مه خپور شوی و، ویلي تېر کال د افغانستان له صادراتو رانیولې، د انفلاسیون یا د توکو د بیو تر کنټرول، د افغانیو د ارزښت تر ساتل کېدو او همدا راز د عوایدو تر راټولو پورې بېلابېلو برخو کې ښه والی لیدل شوی دی.‌