نړیوال بانک افغانستان کې د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې بېرته پيلوي

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت وايي، نړېوال بانک پرېکړه کړې چې د ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په افغانستان کې خپلې پراختیايي پروژې بېرته پېل کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل بي بي سي پښتوپاڼې ته په خبرو کې وویل چې دغه پراختیايي پروژې به د نړېوال بانک په مرسته په دریو برخو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پلې کېږي.

ښاغلی حقمل وايي، 'عمدتا درې لویې پروژې دي، چې یوه یې د ملي پېوستون، دویمه یې د روغتیا او درېیمه یې د زراعت په برخه کې ده'.

د طالبانو حکومت او نړېوال بانک داسې مهال دې هوکړې ته سره رسېږي چې په تېر اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو لس ورځې وروسته دغه بانک د ځينو نورو نړېوالو بنسټونو غوندې پر افغانستان خپلې مرستې ودرولې. نړېوال بانک ویلي و چې د افغانستان د پرمختیا او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په برخه کې د طالبانو اغېز ته اندېښمن دي.

دا له هماغه راهیسې لومړی ځل دی چې نړېوال بانک د طالبانو حکومت پر مخ د خپلو مرستو ور پرانیزي.

ښاغلی حقمل وايي، چې مالیې وزارت له اوږدې مودې راهیسې له دغه نړېوال بنسټ سره په خبرو بوخت و، 'موږ له ډېر پخوا څخه ویل چې یوازې بشردوستانه مرستې زموږ د خلګو اقتصادي مشکلات نسي حلولی، باید د انکشافي مرستو خوا ته ولاړ سو چې له نېکه مرغه د نړېوال بانک او د مالیې وزارت د پرله پسې هڅو وروسته نړېوال بانک پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د ۴۵۰ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت خپلې انکشافي پروژې پېل کړي'.

د طالبانو حکومت د نړېوال بانک د دې پرېکړې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې 'د دې انکشافي پروژو پلي کېدو سره به زموږ ډېر شمېر هېوادوالو ته د کار فرصتونه برابر شي او د هېواد اقتصادي وضعیت ته به ښه پایله ولري'.

نړېوال بانک تېره مارچ میاشت کې د خپلې یوې نظرپوښتنې پر پایلو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د دوی د موندنو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه او لوږه په ډېرېدو ده،‌ او د پروژو د نشتوالي له کبله د هغو خلکو شمېر لوړ شوی چې دندې یې له لاسه ورکړي او په ازادو او نا رسمي کارونو بوخت دي.

خو نړېوال بانک لا هم ۱۵۰ میلیون ډالر ایسار کړي‌ دي

د دغو پروژو لګښت د نړېوال بانک د ARTF څانګې یاني د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق لخوا برابرېږي او دا پېسې د کرنې، پوهنې، روغتیا او خلکو ته د کاروزګار برابرولو پروژو باندې لګول کېږي.

د نړېوال بانک اجرایيه کمېټې د تېرې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه تر یو میلیارد ډالرو ډېره بودیجه په افغانستان کې 'بېړنۍ اړتیا ته په کتو' پر همدغو یادو پروژو د لګولو لپاره تصویب کړه چې له نړېوالو بندیزونو سره مخ د طالبانو حکومت پر ځای به د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ادارو پر مټ مصرفېږي.

خو د مارچ میاشتې په وروستیو کې یې د څلورو پروژو لپاره ځانګړې شوې شاوخوا شپږ سوه میلیون ډالر تر هغه وروسته ایسار کړل چې طالبانو د نوي ښوونیز کال له پېل سره بیا هم د منځنیو ښوونځیو نجونې زدکړو ته پرې نه ښودلې.

که څه هم له دغو شپږ سوو یې اوس د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پروژو عملي کولو اعلان کړی خو رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې نړېوال بانک بیا هم له دغو پیسو شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر له دې کبله ځنډولي چې غواړي دا د زدکړو په برخه ولګوي.

د دغه بانک اې ار اېف ټي برخه غواړي چې افغان نجونو او ښځو ته هم باید له نارینه‌و سره یو شان د زکړو حق ورکړل شي.

نړېوال بانک ویلي وو، 'تر هغه وروسته به ایسارې کړې پېسې ازادې کړي چې په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د دې ډاډ تر لاسه کړي چې د یادو پروژو د پلي کولو په مرسته خپلو ټاکل شویو موخو ته رسېدلی شي'.

دغه نړېوال بنسټ اندېښنه څرګنده کړې وه چې، 'غواړي د دې قوي ډاډ تر لاسه کړي چې په دغو مرستو کې د نجونو او ښځو ونډه باید خوندي‌ وي‌ او هغوی هم باید ترې برخمنې شي'.

نړېوال بانک داسې مهال افغانستان سره د مرستو اعلان کوي چې د طالبانو حکومت له لوري پر افغان مېرمنو لګول شوي ځينې بندیزونه لا هم پخپل ځای پاتې دي،‌ لکه له کار روزګار او دندو د دوی منع کول، له محرم پرته لرې سفر نه کول او یا تر شپږم ټولګي د پورته ښځينه ښوونځیو نه پرانېستل.

خو طالب چارواکو ویلي چې د دې میاشتې په وروستیو کې به ټولو نجونو ته اجازه ورکړل شي چې بېرته خپلو ښوونځیو ته لاړې شي.

د یادولو ده چې نړېوال بانک له کلونو راهیسې له افغانستان سره د کلیو پراختیا، روغتیا، کرنې، اقتصادي ودې او د بیارغاونې په څېر بېلا بېلو برخو کې مرسته کوي. د کرنې په برخه کې تر ټولو سترې پروژې تر ډېره د نړېوال بانک په همکارۍ تر سره شوې دي. د شمېرو له مخې، دغه بنسټ له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په یادو برخو کې نژدې پنځه میلیارده ډالره لګولي دي.