تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال مالي صندوق پېسو ته د افغانستان لاسرسی ځنډولی
نړیوال مالي صندوق، ای اېم اېف وايي، افغانستان به نور نه شي کولای د پور اخیستنې زېرمو ته لاسرسی ولري. دا اقدام وروسته له هغې شوی چې تېره اونۍ طالبانو دهېواد کنټرول ترلاسه کړ.
په نظرکې و چې څه باندې ۳۷۰ ميلیونه ډالره د اګست پر ۲۳مه د ای اېم اېف لخوا افغانستان ته ورکړل شي.
دا د نړېوال اقتصادي بحران پر وړاندې د ای اېم اېف د مالي اقدام یوه برخه وه.
د پېسو د نړېوال صندوق یو ویاند وویل ای اېم اېف تل د نړېوالې ټولنې نظریاتو ته ګوري.
د ای اېم اېف دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د امریکا حکومت یو مامور بي بي سي ته وویل چې د افغانستان د مرکزي بانک هرډول شتمنۍ به چې په امریکا کې یې لري طالبانو ته ور نه کړل شي.
د امریکا د کانګرېس ۱۷ تنو غړو د مالیې وزارت ته په یو لیک کې له حکومته دا ژمنه غوښتې وه چې طالبانو ته به مرستې نه ورکوي.
له دې وړاندې د افغانستان بانک مشر ویلي و چې د امریکا حکومت د افغانستان تقریبا ۷ میلیارډه ډالره شتمنۍ ته لاسرسي بند کړی دی، چې د امریکا په فدرالی خزانه کې ساتل کېږي.
اجمل احمدي چې څو ورځې وړاندې له افغانستانه تښتېدلی، په یو ټویټ کې وویل، د افغانستان بانک ټولې زېرمه شوې پېسې تقریبا ۹ میلیارډه ډالره دي.
هغه وویل چې واشنګټن افغانستان ته د نغدو ډالرو لېږل ځنډولي چې له دې امله د افغاني پېسو ارزښت راټیټ شوی.
دا ځکه چې ټول ډالر په نړېوالو بانکي حسابونو کې دي چې اوس کنګل شوي دي.
په جون کې د پېسو نړیوال صندوق افغانستان ته خپل وروستي پورونه ورکړل چې په نوامبر کې یې په اړه پریکړه شوې وه.
په همدې میاشت کې ملګروملتونو یو راپور خپور کړ او وې ویل چې د طالبانو د تمویل اصلي سرچینه جنايي فعالیتونه دي لکه د نېشه يي توکو قاچاق او د تریاکو تولید، په زوره له خلکو پېسې اخیستل، د پېسو لپاره سړي تښتونې، د کانونو را ایستل او د دوی ترکنټرول یا اغېز لاندې سیموکې د مالیو یا ټکسونو راټولول.
نړیوال بانک هم په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو لپاره مالي مرستې ورکوي او له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې ۵،۳ میلیارډه ډالره ورکړي.
نړیوال بانک ددغو پېسود اوسني وضعیت په اړه تر اوسه د بي بي سي پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د پېسو د لېږد خپلواکه شرکت، وېسټرن یونین، هم افغانستان ته د پېسو د لېږدولو خدمتونه ځنډولي.
ای اېم اېف نورو هغو هېوادو په اړه هم چې ددې صندوق اکثریت غړو په رسمیت نه دي پېژندلي، ورته اقدام کړی دی.
د بي بي سي د اقتصادي چارو خبریال اندریو واکر وايي د طالبانو ناڅاپي پرمختګ ددې سبب شو چې ای اېم اېف یوه بېړنۍ پرېکړه وکړي.
په نظرکې و چې ای اېم اېف خپلو ټولو غړو هېوادونو ته له خپلو زېرمو څخه د پېسو د راایستلو حق ورکړي چې دا د کورونا وبا له امله د نړېوال ویجاړ شوي اقتصاد د بیارغونې یوه برخه ده.
خو اوس چې نړیوال نه غواړي په کابل کې نوي رامنځته شوي رژیم ته پېسې ورکړي نو اې اېم اېف هم دغه اقدام وکړ. ځکه چې تراوسه نه ده معلومه چې دا نوی رژیم به په رسمیت وپېژندل شي که نه.
دا احتمال هم شته چې مالي مرستې به د یوې وسیلې په توګه وکارول شي چې طالبان دې ته اړ کړي چې هغو سرغړونو ته چې ډېری یې وېره لري اجازه ور نه کړي- ځینې راپورونه همدا اوس وايي چې ځینې سرغړونې شوې دي.