تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سیګار: اداري فساد او پخلاینې ته د طالبانو نه لېوالتیا د مخکیني افغان حکومت د سقوط له لاملونو څخه دي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دفتر سیګار په خپل یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې د مخکیني افغان حکومت د پرځېدا لاملونه ارزولي. رپوټ وايي، د ولسمشر غني د حکومت د ړنګېدو شپږ اصلي لاملونه و.
په دې رپوټ کې راغلي، یو دلیل د هغه مهال د افغان واکمنانو په دې نه پوهېدل و چې امریکایان له افغانستانه د وتلو په تړاو جدي دي.
د امریکا او طالبانو په خبرو کې د افغان حکومت نه ګډون، پخلاینې ته د طالبانو نه لېوالتیا او جمهوري نظام کې د طالبانو پر شاملولو ټینګار د مخکیني حکومت د سقوط نور لاملونه ښودل شوي دي. سیګار همداراز وایي تېر حکومت کې پراخ فساد هم د نظام د پاشل کېدو مهم دلیل و.
د افغانستان پخواني حکومت چې د امریکا او متحدینو ملاتړ یې درلود، له منځه تللو څه باندې یو کال وروسته د امریکا یو بنسټ لومړی ځل د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت نسکورېدو لاملونو ارزونه اعلانوي.
سیګار دا مفصل رپوټ چې د امریکا کانګرېس لپاره یې چمتو کړی، له شپیتو ډېرو پخوانیو افغان او امریکايي چارواکو او دغه راز د افغانستان چارو له ځینو کارپوهانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی.
رپوټ کې ویل شوي له افغانستان سره د امریکا شل کلنې مرستې او پر بهرنیو مرستو د دې هېواد ډېره تکیه د دې لامل شوه چې افغان مشرانو او سیاستوالو له دې مرستو پرته د راتلونکي تصور نه کاوه او له همدې کبله له افغانستانه د امریکا وتلو وضعیت ته چمتو نه وو.
د رپوټ په یوه برخه کې د افغانستان لانجې د سیاسي حل لپاره د امریکا هڅو ته هم اشاره شوې او پکې ویل شوي چې له امریکا سره له خبرو مخکې له افغان حکومت سره له خبرو د طالبانو ډډه کول سولې ته د رسېدو پر وړاندې خنډ وګرځېد.
د رپوټ په ټکیو له طالبانو سره د امریکا خبرې چې له ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې، افغان حکومت پکې شامل نه و، په مذاکراتو کې د پخواني ولسمشر غني حکومت د دریځ کمزوري کېدو او طالبانو د دریځ پیاوړتیا لامل شو.
رپوټ کاږي له امریکا سره د هوکړې له لاسلیک وروسته د طالبانو مشران زړور شول او له همدې کبله یې د مذاکراتو پر ځای د نظامي حل موندلو ته زړه ښه کړ. سیګار د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې لاسلیکېدل د افغانستان پخواني جمهوري نظام ته یو ګوزار بللی او زیاتوي چې له دې سره هم په خبرو کې د حکومت استازو ټینګار کاوه چې طالبان باید په جمهوري نظام کې شامل شي.
د سیګار په وینا ښاغلي غني تمه درلوده چې د امریکا نوی حکومت به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو په تړاو د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پالیسي لغوه کړي. د سیګار رپوټ وايي، د مخکیني نظام د سقوط یو لامل د هېواد له شرایطو د مخکیني ولسمشر غني لېرې پاتې کېدل او ده ته د نژدې کسانو په کوچنۍ حلقه کې محصور پاتې کېدل هم و.
د سیګار په رپوټ کې د افغانستان لپاره د امریکا حکومت اقداماتو ته هم اشاره شوې. رپوټ زیاتوي امریکا حکومت غوښتل په افغانستان کې یو جمهوري، ثبات لرونکی، ټولشموله او ځواب ورکوونکی حکومت رامنځته کړي، خو دې هدف ته رسېدو کې پاتې راغی.
رپوټ کې ویل شوي، امریکا و نه توانېده افغانستان کې د پراخ فساد مخنیوی وکړي، یو داسې مشروع حکومت رامنځته کړي، چې د خلکو په دیموکراتیکه رایه رامنځته شي او یا د ارزونې او څار یو مناسب میکانیزم جوړ کړي.