تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځۍ هوکړه

نن امریکا او طالبان له کابو دوو لسیزو جګړې وروسته په قطر کې د کابو ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د سولې هوکړه لاسليک کړه. ټاکل شوې چې د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

ژوندی پوښښ

  1. د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله غبرګون:

    د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خپلمنځي هوکړه په افغانستان کې دایمي سولې لپاره یو مهم ګام، او له همدې کبله نن یوه تاریخي ورځ وه.

    ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د حکومت او همدا راز د نړیوالې ټولنې مننه وکړه، او په دې لړ کې یې د زلمي خلیلزاد ځانګړې یادونه وکړه.

    ښاغلي عبدالله وویل چې د څو کاله جګړې وروسته د سولې لپاره یو فرصت پیدا شوی او اوس په ټولو افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ګټه واخلي.

  2. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې طالبانو سره لاسلیک شوی تړون د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی.

    ولسمشر ټرمپ ویلي، امریکا له طالبانو ټینګه ژمنه اخیستې ده چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

    ده زیاته کړې ده چې امریکا به پر طالبانو نظر ساتي او ګوري به چې دا ډله پر خپلو ژمنو څومره درېږي.

    نوموړي ویلي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به هم دې پورې اړه لري چې طالبان خپلې ژمنې څومره پر ځای کوي.

  3. د امريکا او طالبانو خپلمنځي هوکړې ته ګڼ افغانان هيله من دي او دا په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره يو ګام بولي.د کندهار ځينو خلکو د سولې په اړه زموږ له خبريال مامون دراني سره خپل نظرونه شريک کړي دي.

  4. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير: مهمه ده چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي

    د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډومنيک راب پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، "د نن ورځې خبرونه د ټولو هغو افغانانو لپاره چې له اوږدې مودې راهيسې ځورېږي يو مهم پرمختګ او هيله منه ورځ ده. مهمه ده چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي، هيله من يم چې دغه وضعيت دوام وکړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځخبرې پيل شي".

  5. عمران خان: د دوحې تړون هرکلی کوم

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خپلمنځي تړون هرکلی کوي.

    نوموړي هیله ښودلې ده چې دا هوکړه به په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

    د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ده له پیله ټینګار کاوه چې د افغانستان کشاله یوازې له سیاسي لارې حل کېدلی شي.

    د ده په وینا، پاکستان ژمن دی چې دا هوکړه پر ځای پاتې شي او افغانستان ته سوله راشي

  6. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی امیر خان متقي وایي، امریکا سره د سولې خپلمنځي تړون لاسلیک کېدو وروسته به اوس د بندیانو د تبادلې پړاو پیل شي.

    نوموړي د بي بي سي خبریال شعیب شریفي ته وویل، د بندیانو د تبادلې نه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

  7. د یوناما اعلامیه

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اورکم اوونۍ او د بین الافغاني مذاکراتو ته د ژمنتیا هرکلی کوي.

    د یوناما مشر تادامیچي یاماموټو پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د جګړې ختمولو لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي

    اعلامیه وایي چې ملګري ملتونه به د سولې لپاره د یو ټول شموله بهیر ملاتړ کوي چې د ټولنې د ټولو برخو غوښتنو ته پکې پام شوی وي

    د اعلامیې پای کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار شوی او پر ښکېلو اړخونو غږ شوی چې ولسي زیان او مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره دې خپلې هڅې دوه برابره کړي

  8. طالبانو سره د خپلمنځي هوکړې په تړاو د طالبانو د مشر پیغام

    د طالبانو مشر په خپل پیغام کې له امریکا سره هوکړه "فتح او نصرت" بللی او دايي له "شریعي اصولو او نړیوالو معیارونو " سره سمه بللې ده. د طالبانو مشر طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې ټولو " مجاهدینو" ژمنه کړې چې د دې هوکړې عملي کول لازمي دي او هیڅوک باید ترې سرغړونه ونه کړي. مولوي هبة الله ویلي له امریکا سره هوکړه په کور دننه اړخونو ته دا پيغام ورکوي چې " موږ د یوه معقول او عادلانه حل لپاره چمتو یو. "په دې پيغام کې د "عادلانه او واقعي اسلامي نظام" یادونه شوې چې په سېوري کې به یې د ښځو په ګډون ټولو ته حقونه به ورکول کیږي. د طالبانو مشر، د ده په وینا ټولو هغو کسانو ته چې د طالبانو په مقابل کې وردېدلې د عفوې اعلان کړی دی. مولوي هبة الله پر طالبانو غږ کړی چې بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د "اسلامي نظام د قیام لپاره" خپل صفونه نور هم منظم کړي چې له "احتمالي خطرونو" سره د مقابلې لپاره چمتو وي.

  9. حمدالله محب: طالبانو ومنله چې تاوتریخوالی یې کاوه

    د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه اېښودل په دې معنی ده چې طالبانو پخپله ومنله چې تاوتریخوالی یې کاوه.

    ښاغلي محب طلوع نیوز خبري شبکې سره خبرو کې وویل، راتلونکې ورځې هم د افغان حکومت او هم د طالبانو لپاره یو ازمېښت دی چې خپلو ژمنو باندې ودرېږي.

    نوموړي زیاته کړه، د څو زرو امریکایي پوځیانو وتل هغه پلان دی چې افغان حکومت له تېره یوه کاله پرې کار کاوه

  10. افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، طالبانو سره د اورکم په اوونۍ کې خلکو په ارامه فضا کې ساه واخیسته او که څه هم ځینې پېښې وشوې، خو په ټوله کې دا اورکم بریالی و.

    ولسمشر غني وویل، د طالبانو او امریکا په تړون کې په ځینو ټکو افغان حکومت ملاحظات لري، خو وروسته به طالبانو سره مخامخ خبرو کې پر هغو ټکو بحث وشي.

  11. د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې څلور برخې:

    ۱: د افغانستان خاوره به د امریکا او د امریکا د کوم بل اتحادي پر ضد نه کارېږي، او دې هوکړه کې په دې تړاو تضمین او د عملي کولو مېکانیزم یاد شوي

    ۲: له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو تضمین او د دې چارې د عملي کولو مېکانیزم په دې هوکړه کې یاد شوی

    ۳: کله چې پورته دواړو برخو کې د نړیوالو شاهدانو پر وړاندې تضمین ورکړل شي او اعلان وشي، د طالبانو اسلامي امارت، چې امریکا یې د یو دولت په توګه نه پېژني او طالبان یې بولي، له افغان حکومت سره د راتلوکې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه به خبرو ته کېني

    ۴: په بین الافغاني مذاکراتو کې به بشپړ او دایمي اوربند په اجنډا کې وي، او دواړه خواوې به یې پر مېکانیزم خبرې کوي

  12. وروستی, د طالبانو سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر غبرګون

    په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادار وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې لاسلیک کېدو سره ممکنه ده چې افغان جګړه ختمه شي. نوموړي د بي بي سي شعیب شریفي ته وویل چې د دې هوکړې په اړه خوشحاله دی.

  13. وروستی, د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک شوه

    بلاخره د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلمنځي هوکړه په دوحه کې لاسلیک شوه.

    پر دې هوکړه د طالبانو لخوا د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا لخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لاسلیکونه وکړل.

  14. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولې غونډه روانه ده.

  15. ملا بردار: امریکا سره د تړون لاسلیکولو د ټولو په خیر دی

    قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر امریکایانو سره د خپلمنځي هوکې د لاسلیک مراسمو کې وویل، دا هوکه د ټولو په خیر ده.

    هغه د دې هوکړې له کبله ټولو ته مبارکي هم ورکړه.

    ښاغلي برادر د سولې په لړ کې د پاکستان او نورو هېوادونو د هلو ځلو مننه وکړه

  16. ملا برادر: ټولې افغان غاړې ګډو خبرو ته رابولو

    هیله لرم له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، موږ په ټولو افغاني جهتونو ته غږ کوو چې د مذاکراتو میز ته راوړاندې شي.

    موږ له چین، ازبکستان، ناروې او اندونیزیا څخه مننه کوو چې د سولې له پروسې سره یې مرسته کړې، هیله کوم چې د افغانستان په بیا رغاونې کې برخه واخلي.

  17. د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هغه تالار ته ورسېدل چېرته چې ټاکل شوې د دواړو لورو تر منځ تړون لاسليک شي.

  18. پمپیو: د دواکړو لورو حرکت هوکړه ممکنه کړه

    دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې تر لاسلیکېدا مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، نننۍ هوکړه هغه وخت ممکن شوه، چې دواړو غاړو سولې ته حرکت وکړ.

  19. سټولټنبرګ: که طالبان له هوکړې سرغړونه وکړي، هوکړه لغوه کېدای شي

    د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ کابل کې خبریالانو ته وویل، که د هوکړې له ځینې مواردو څخه طالبانو سرغړونه وکړه نو دوی به دا هوکړه لغوه کړي.

    نوموړي وویل، ښځې په هره کچه کې شته. د ښځو په ګډون ډېری خلک اوس ښوونځیو ته ځي چې ددې موږ شاهد یو، موږ شل کاله وړاندې داسې تصور نه شو کولی.

  20. اشرف غني: د افغانستان مشروع او رسمي نظام جمهوري دی

    د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې له مارک اسپر سره په ګډه یوه خبري غونډه کې وویل:"د افغانستان مشروع او رسمي نظام جمهوري دی. په داسې حال کې چې ځینې کسان د اسلامي امارت خبره کوي."