مشکوکو 'جهادیانو' بورکینا فاسو کې ۵۰ ښځې تښتولې

بورکینا فاسو کې ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

په بورکینا فاسو کې چارواکو ویلي چې د هېواد په شمال کې مشکوکو "جهادیانو" ۵۰ ښځې تښتولې دي.

د تښتونې دا پېښه د پنجشنبې او جمعې په ورځو په ساحل نومې سیمه کې شوې ده.

په بي بي س‍ي کې د افریقايي چارو ایډیټر وېل روس د اربینډا ښارګوټي د اوسېدونکو له خولې ویلي چې دغه ښځې د سبزي او مېوو راغونډولو لپاره وتلې وې، ځکه چې هلته د خوراکي توکو سخت کمښت دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، اسلامي سخت‌دریځو د پنجشنبې په ورځ ۴۰ ښځې تښتولې او ۲۰ نورې ښځې یې د جمعې په ورځ وتښتولې.

ډېرې لږ ښځې د تښتونې له دې پې‍ښې ژغورل شوې او تښتېدلې دي.

د فرانسې خبري اژانس د سیمې د یوه اوسېدونکي له خولې ویلي، ښځې له خپلو کراچیو او ګاډیو سره د پنجشنبې په ورځ له خپلو کورونو وتلې وې:

"کله چې ښځې د پنجشنبې تر ماخوستنه راستنې نه شوې، باور مو شو چې رېړیو ته یې کومه ستونزه پیدا شوې ده. خو درې ژغورل شوې راستنې شوې او په پېښه یې خلک خبر کړل".

همدې سرچینې ویلي چې د جمعې په ورځ د ښار په شمال کې شاوخوا اته کیلومتره لیرې ۲۰ نورې ښځې وتښتول شوې، دا ښځې یوه ورځ مخکې د نورو ښځو په تښتول کېدو خبرې نه وې.

چارواکو د تښتونې دا پې‍ښې تایید کړې دي خو د ژغورنې چارې یې ناکامې شوې دي.

اربینډا د بورکینا فاسو په شمال ساحل سیمه کې پرته مېنه ده چې تر ډېره پکي جهادي یاغیان فعال دي، دوی دې ځای ته د ننوتلو او وتلو لارې تړلې دي.

د سیمې اوسېدونکي له سختې لوږې کړېږي او احتجاجیانو د خوړو ترلاسه کولو لپاره پر زېرمو او ډېپوګانو یرغل ور وړی دی.

بورکینا فاسو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سخت دریځو ډلو له پرله پسې بریدونو ځورېږي چې په ناامنیو کې تر اوسه زرګونه ولسي وګړي او امنیتي کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ له دې وزله دې هېواده د بغاوت له کبله ۱٫۷ میلیون وګړي کډه کېدو ته اړایستل شوي دي.

تېر کال په پوځ کې افسرانو دوې کودتاګانې وکړې، دوی د اسلامي سخت دریځو ډلو د بغاوت پر وړاندې د ناکامۍ له کبله په غوسه شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې د هېواد شمال کې یوه برید شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل.

هېڅ ډلې ددغه برید مسؤلیت ونه مانه، خو په هېواد کې اسلامي سخت‌دریځې ډلې فعالې دي.