نايجريا کې د ښوونځي له ۳۰۰ زياتې زدکوونکې تښتول شوې دي

People outside the school, preparing to go home

د عکس سرچینه، Sanusi Jangebe

نايجريا کې پوليس وايي، د دغه هېواد په زمفارا سيمه کې د جمعې په سهار د ښوونځي له ۳۰۰ ډېرې نجونې د وسله والو له خوا تښتول شوې دي.

ځايي چارواکو د دغې پېښې پخلی کړی خو د پېښې په اړه يې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

دا په دې وروستيو اوونيو کې د ښوونځيو په نښه کولو وروستۍ ډله ايزه تښتونه ده. وسله والې ډلې ډېری وخت د ښوونځي ماشومان د پيسو لپاره برمته کوي.

تېره اوونۍ د نايجريا په کګرا سيمه کې د ۲۷ زده کوونکو په ګډون ۴۲ تنه تښتول شوي او لا تراوسه يې درک معلوم نه دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام اسلامپالې ډلې ملېشو له خوا په چبوک کې د ۲۷۶ ښوونځي نجونو د تښتونې له پېښې وروسته په نايجريا کې پر ښوونځيو بريدونو د نړیوالو توجه ورجلب کړې ده. خو وروستۍ پېښې او بريدونه د جنايت کارو ډلو کار ښکاري.

د یوه ښوونکې په وینا، د جمعې ورځې پېښه، سهار يوه بجه هغه مهال شوې، کله چې وسله وال په موټرو او موټرسايکلونو د نجونو دولتي ښوونځي ته ننوتل.

ويل کېږي ځينو وسله والو د امنيتي ځواکونو جامې اغوستې او نجونې يې په زوره موټرونو کې کېېنولې. خو ځينوعیني شاهدانو بيا بي بي سي ته ویلي چې وسله وال پلي ښوونځي ته ننوتل.

د لادرکه نجونو ميندې او پلرونه د ښوونځي مخې ته راټول شوي او ځينې په شاوخوا ونو او بوټو کې د خپلو لوڼو په لټه کې دي.

يوه ښوونکي بي بي سي ته ويلي، د پېښې پر مهال په ښوونځي کې ۴۲۱ زده کوونکې وې خو اوس زموږ سره يوازې ۵۵ نجونې پاتې دي.

People outside the school

د عکس سرچینه، Sanusi Jangebe

عينی شاهدانو بي بي سي ته ويلي، "له ۱۰۰ زياتو وسله والو د جمعې په شپه د ښوونځي دروازې ماتې کړې او ساتونکی يې په ډوز وواژه. وسله والو ښوونځي ته له ننوتو وروسته نجونې له کوټو راوايستلې او د ځنګل پر لور يې بوتلې".

د پوليسو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليس او پوځیان سيمې ته د دغو نجونو د موندلو لپاره لېږل شوي دي.

د ماشومانو وجهي صندوق (يونسيف) د دغې پېښې له امله خواشيني څرګنده کړې او دا يې "وحشيانه عمل" او د "ماشومانو له حقونو سرغړونه" بللې ده.

تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دی منلی.