نجونې ولې سپورت کې شاته پاتې کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
ګراسي راوي له بدني روزنې ویره لرله.
دا وايي "ما پر ځان باور نه درلود او ځان سره به مې ویل چې زه یې نه شم کولای، زه به ولاړه وم، لیدل به مې او ځوریدم".
ګراسي وايي کله چې یې منځنی ښوونځی پیل کړ هغې پر ځان هېڅ باور نه درلود. هغه د بدني روزنې د مضون له امله هر کله تر فشار لاندې وه او دې فشار به هغه اړیسته چې خپلې مور ته بهانه وکړي چې ناروغه ده او په دې توګه ښوونځي ته لاړه نه شي.
"ما ویره لرله چې خلک به زما په اړه قضاوت وکړي او زه له دې حالت نه خوښه نه وم، د سپورت جامو هم مرسته نه کوله، تنګې او لنأې جامې وې. زما ټولو ملګرو هم زما په شان له سپورت نه کرکه لرله"
د ګراسي د سپورت ښوونکې هیلي ووډ تامسن وايي نیمايي نجوني د بدني روزنې یا سپورت په اړه د ګراسي په څېر فکر کوي.
ښوونکې وايي که څه هم په ښوونځي کې د سپورت لپاره کافي اسانتیاوې شته خو ډېری نجونې سپورت کولو ته چندانې خوښې نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې په برتانیا کې روغتیايي چارواکي د ښوونځیو د عمر ماشومانو ته سپارښتنه کوي چې په ورځ کې لږ تر لږه یو ساعت تمرین/سپورت وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه څیړنه چې د منځني ښوونځي پر ۲۵۰۰۰ زدکوونکو شوې ښيي چې په انګلستان او شمالي ایرلنډ کې اته سلنه نجونې او ۱۶ سلنه هلکان سپورت ته لیوالتیا لري.
څیړنه کې ویل شوي چې څه باندې اته سلنه زدکوونکي د سپورت کولو پر ارزښت پوهېږي خو نیمايي هلکان او دوه پر دریمه برخه نجونې لیوالتیا نه لري چې په سپورتي سیالیوکې په خپله ګډون وکړي.
دا څیړنه وړاندیز کوي چې د نه لیوالتیا اصلي لامل پر ځان نه باور دی.
له هغو نجونو نه چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو پورته دي څه باندې دریمې برخې ویلي چې د سپورت کولو پرمهال ځان خوندي نه احساسوي او دا یې نه خوښېږي چې نور خلک یې د سیالیو پرمهال ننداره کوي.
همدا لامل دی چې دوه پر درې برجه نجونو ویلي چې د سپورتي سیالیو مضامین یې نه خوښېږي.
ګراسي څنګه وهڅول شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګراسي مور او ښوونکې احساس کړه چې باید هغه وهڅول شي.
د ګراسي مور هغه له ځان سره غونډو ته بیوله او د ښوونځې له خوا هم په داسې پروژه کې برخه ورکړل شوه چې پر ځان یې باور ورسره ډېریده.
ګراسي ته هغه سپورتي جامې ور کړل شوې چې لنډې تنګې نه وې او هغې پکې ځان راحت احساسوه.
ښوونکې تامسن وايي اوس نجونو او هلکانو ته خوښه ورکول کېږي چې په څه ډول سپورتي سیالیو کې برخه اخلي، په دې خاطر چې نجونې سپورتي سیالیو ته هڅول شوې وي داسې سیالۍ هم ترتیب شوې چې یوازې نجونې او یا هم یوازې هلکان پکې ګډون کوي.
ګراسي راوي یوازې د نجونۍ سیالیو کې د ګډون کولو پرېکړه وکړه. له دې سره نه یوازې له سپورت سره د هغې لیوالتیا ډېره شوه بلکې خوند یې ترې اخیست او نوي ملګري یې پیدا کړل.
"سپورت ما سره مرسته وکړه چې دا پروا ونه کړم چې نور خلک زما په اړه څه فکر کوي، زه باید پر خپل ځان باور ولرم. "

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس ګراسي راوي د خپل ښوونځي لپاره فوټبال لوبو کې برخه اخلي، د نڅا ټولګیو ته ځي او هر کله د سپورت په کلپ کې لیدل کېږي.
تېر کال ګراسي راوي د ښوونځي له خوا د هغې ډلې مشره وټاکل شوه چې نورې نجونې او هلکان سپورت ته هڅوي.
د هغې د سپورت ښوونکې میرمن تامسن وايي ګراسي راوي اوس ډېره بدله شوې او هیله منه ده چې د دې په څیر نورې نجونې هم وهڅېږي چې سپورت کولو ته مخه وکړي.








