لاهور کې د تحریک انصاف ګوند له جلسې څو ګړۍ مخکې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د نیولو امر شوی

د عکس سرچینه، PTI KP TWITTER
په شنبې په ورځ اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مې د نهمې اړوندې مقدمې اورېدنې پرمهال د هغه د نه حاضرېدو له کبله په ضمانت د نه خوشي کېدو وړ د نوموړي د نیولو امر کړی.
د دې غوښتنو اورېدنه د قاضي طاهر عباس سپرا په مشرۍ كې وشوه.
وکيل ظهور الحسن د علي امين ګنډاپور د حاضرېدو د معافیت غوښتنه کړې چې پکې څارنوال راجه نويد وويل عدالت دې د ملزمانو چلن وګوري چې پرله پسې سرغړونې پکې شوې دي.
قاضي طاهر عباس سپرا وویل تېر ځل يې له د نه ورتګ استثنا غوښتې وه او په اتمه نېټه یې په غونډه کې فزيکي حالت ښه و، په دې اړه وکيل ظهور الحسن وويل چې "محکمه دې نن د استثنا غوښتنه منظوره کړي، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې علي امين به حاضرېږي."
د خبريال رضوان قاضي په وينا، د اورېدنې پر مهال د علي امين وکيلانو له محکمې غوښتنه وکړه، چې نن سړکونه تړلي دي، چې له امله يې محکمې ته نه شي تللى.
د خصوصي تلوېزیون اېبياين نيوز خبريال جمشيد قادر بيبيسي ته وويل د علي امين ګنډاپور وکيلان نن د اسلام اباد په دوو بېلابېلو محکمو کې حاضر شول او خپل دا دريځ يې وړاندې کړ که محکمه لاره خلاصه کړي نو اعلی وزیر به راشي.
د ترهګرۍ ضد محکمې د قضايي جلسې د تخریب دوسیې په مقدمه کې د علي امين ګنډاپور د ضمانت غوښتنه هم رد کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمشید په وینا، قاضي یادونه وکړه چې هغه هر ځل بې له کوم دلیل علي کنډاپور نه شي معاف کولی، "ان تېر ځل هم ستاسو د خوښې نېټه ورکړل شوې وه."
د جمشيد قادر په وينا، قاضي طاهر عباس سپرا د علي امين ګنډاپور د ضمانت نه قبلولو له امر وروسته د ضمانت غوښتنه رد کړه.
د هغه په وينا، د علي امين ګنډاپور ضامن د هغه د وکيل منشي و، چې د عمر له امله نن محکمې ته حاضر نه شو.
د رضوان قاضي په وینا، قاضي طاهر عباس سپرا د استثنیٰ غوښتنه رد کړې او د علي امین ګنډاپور، واثق قیوم عباسي، راجه راشد حفیظ او عامر محمود کیاني د ضمانت نه قبلولو امر یې کړی دی.
د دغو مشرانو خلاف د مې د نهمې نېټې اړوندې د ترهګرۍ تر احکامو لاندې د پوليسو ای ۹ تهاڼه کې مقدمه درج کړل شوې ده.
د سپتمبر پر لسمه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر ورور فیصل امین تائید کړې چې علي امین ګنډاپور له شپږ ساعته تري تم کېدا وروسته بېرته ورستون شوی دی. فیصل امین پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي وو، له خپل ورور سره په اړیکه کې دی چې د سولې په اړه له یوې اوږدې غونډې وروسته خپلې صوبې ته ورغلی دی.
د تحریک انصاف ګوند یو مشر مشعال یوسفزي په بیان کې د اسلام اباد پوليس تورن کړي وو چې په وینا یې د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د اسلام اباد پوليسو تښتولی دی.











