د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر "تر شپږ ساعته نادرکه کېدو وروسته پېښور ته رسېدلی"

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر ورور فیصل امین تائید کړې چې علي امین ګنډاپور بېرته ورستون شوی دی. فیصل امین پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، له خپل ورور سره په اړیکه کې دی چې د سولې په اړه له یوې اوږدې غونډې وروسته خپلې صوبې ته ورغلی دی.

د تحريک انصاف ګوند وياند هم ويلي، علي امين ګنډاپور تر شپږ ساعته اړیکې پرې کېدو وروسته پېښور ته رسېدلی او په دې اړه به ډېر ژر معلومات وړاندې کړي.

وړاندې تر دې د تحریک انصاف ګوند مشرانو د علي امین ګنډا پور د تښتونې او نیولو ادعاوې کړې وې.

د تحريک انصاف يو شمېر مشرانو تېره شپه د خيبر پښتونخوا له اعلی وزير سره د ډېر وخت اړیکې نه لرلو له امله د هغه د تښتولو او نيولو په اړه خپله ادعا کړې او خپله وېره یې څرګنده کړې وه.

په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيسیون مشر عمر ايوب خان ويلي و، د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور سره یې اړیکه پرې شوې ده.

هغه وويل "مرکزي حکومت او اسټيبلشمنټ ورته د چای څښلو بلنه ورکړې وه، له علي امين ګنډاپور سره د تماس هڅه وشوه خو ناکامه شوه." عمر ایوب وویل له اعلی وزیر له امنیتي کارکوونکو سره هېڅ اړیکه نه لري او تیلیفونونه یې بند دي.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر مشعال یوسفزي په بیان کې د اسلام اباد پوليس تورن کړل او ويې ويل چې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور د اسلام اباد پوليسو تښتولی دی.

ښاغلي یوسفزي په خپل بیان کې ویلي و، د علي امین د ګنډاپور د پیدا کولو لپاره د اسلام اباد سترې محکمې ته غوښتنه وړاندې کوي.

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر قاضي سیف رسنیو ته ویلي و، "د اسلام اباد له پوليسو څخه داسې رپوټونه راځي چې د علي امين ګنډاپور د نيولو لپاره يوه ډله جوړه شوې ده، خو ایا د پاکستان په تاريخ کې کله هم داسې شوي دي؟ دوی له اسلام اباد څخه منتخب وزیراعلي نیول غواړي، دا خلک وروستي حد ته رسېدلي او دا به دوی ټول ډوب کړي."

بلخوا د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند عمومي منشي، بیرسټر ګوهر، د دې ګوند یو بل مشر شیرافضل مروت او شعیب شاهین پاکستاني امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر زلفي بخاري د ګوند دې لوړپوړو غړو نیول تائید کړي دي.

رپوټونه وايي، بېرسټر ګوهر او شیرافضل مروت په پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ مخې ته نیول شوي دي.

تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د وسلې او شرابو په یوه قضیه کې د محکمې لخوا د نیول کېدو امر لغو کولو لپاره د پلازمېنې یوې محکمې ته عریضه کړې وه.

خو د پلازمېنې یوې محکمې قاضي ښایسته خان کنډي په همدې قضیه کې د ښاغلي ګنډاپور هغه غوښتنه رد کړه، چې دی باید محکمې ته له وړاندې کېدو مستثنا وبلل شي. محکمې دغه راز د نوموړي نیولو داسې امر وکړ، چې ضمانت یې نه شي کېدای.