بنو کې اعتراض کوونکو پرلت پیل کړی؛ پښتونخوا کې حکومت وايي "پلټنو ته کمېسیون جوړوي"

د عکس سرچینه، FARHATULLAH
د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ کې نن (شنبه) پر دویمه پرله پسې ورځ هم د امن ولسي احتجاج روان دی او په بنو ښار کې د 'پولیس لاین' مخې ته یې اعتراضي پرلت پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دغلته پرون (جمعه) پر لاریونوالو ډزو کې د لږترلږه ۵ کسانو د وژل کېدو او ۲۳ نور د ټپي کېدو خبر ورکړ شو.
په سیمه کې ځینو خبریالانو بیبيسي ته ویلي، انټرنیټي خدمتونه تړل شوي او لاسرسی ګران شوی دی. مخکېنی لومړی وزیر عمران خان هم په زندان کې د بنو پر تاوتریخوالي له خبریالانو سره غږېدلې دی.
د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عمران خان ویلي دي، د پښتونخوا حکومت اعلي وزیر ته به ووایي، چې په دې اړه پلټنې وکړي.
پرون په دغه کم ساري لاریون کې زرګونو کسانو ګډون کړی و. له ټپیانو د څو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند برېسټر سیف بيبيسي ته ویلي چې د ناامنیو پېښو ډېرېدو پر خلاف د خلکو پر "امن مارش" د ډزو دا پېښه څېړل کېږي.
هغه ویلي په ډزو کې ښکېل کسان به مالوم او د قانون له مخې به مجازات شي.
برېسټر سیف زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا مشر وزیر 'علي امین ګنډا پور' پخپله د رامنځ ته شوي وضعیت څارنه کوي.

د عکس سرچینه، Social Media
بنو کې د جمعې ورځې دا احتجاج تر هغې وروسته کېده چې تر دې دوې ورځې مخکې دلته د پوځ پر یوه چوڼۍ د وسله والو له موټربم او وسله وال برید وروسته د پوځیانو په ډزو کې عامو خلکو ته د مرګژوبلې اوښتلو رپوټونه خپاره شول.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې بنو کې پر پوځي مرکز برید کې د دوی ۸ سرتېري وژل شوي، خو د ملکي مرګژوبلې په اړه یې څه نه وو ویلي.
ځايي خلکو بیا تېره سېشنبه هم له دې کبله د پوځ خلاف احتجاج کړی و.
د بنو قامي جرګې وروسته پرېکړه وکړه چې د جمعې پر ورځ به دلته د ډېرېدونکو امنیتي پېښو خلاف د 'امن مارش' په نامه پراخ احتجاج کوي.
دې احتجاج کې تر غرمې وروسته پر احتجاج کوونکو ډزې وشوې او هلهګوله رامنځته شوه.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د سختو ډزو غږونه اورېدل کېږي او احتجاج کوونکي ښکاري چې د ځان ژغورلو لپاره منډې وهي.
دا پېښه د 'سپورت کمپلېس' پر لاره وشوه. په ځینو ویډیوګانو کې داسې کسان هم ښکاري چې ظاهرآ په ډزو لګېدلي او ټپي دي.
د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند بيبيسي ته ویلي، دوی ته هم داسې رپوټونه ور رسېدلي چې ډزې امنیتي ځواکونو کړې، خو په دې تړاو څېړنې کېږي او د مسوولو کسانو خلاف به "سخت قانوني" ګامونه واخیستل شي.
بیرسټر سیف وایي، د احتجاج سازمانوونکو له ځايي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاریون پای ته ورساوه خو نن شبنه به یې پرلت پیل کړی دی او "ډلې ډلې" خلک ور روان دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم پرون په یوه بیان کې پر سوله ییزه لاریون کوونکو بریدونه غندلی او غوښتنه یې کړي وه چې د دې برید عاملین دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې تر دې خونړۍ پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو په بېلابېلو ښارونو کې د بنو د ولسي لاریون په ملاتړ غونډې او جلسې وکړې.












