پښتین: د اکتوبر ۱۱مه د پښتنو قامي جرګه رابولم

منظور احمد پښتین

د عکس سرچینه، Social Media

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، تر ډیورنډ کرښې هاخوا د مېشتو پښتنو ولسونو یوه ستره ولسي جرګه راغواړي.

نوموړي ویلي، په دې جرګه کې به د دې پرېکړه کېږي چې پښتانه پاکستان کې د خپلو تروړل شویو حقونو ترلاسه کولو لپاره کومه لار غوره کوي.

هغه دا خبرې پرون جمعه د دغه غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله‌من وزیر د جنازې مراسمو کې کړې دي. ښاغلي پښتین دا جرګې "د پښتنو قامي عدالت" وباله.

ګیله‌من وزیر د جولای ۷مه اسلام اباد کې د یو ډله کسانو لخوا برید کې مرګونی ټپي او وروسته ومړ.

نوموړی پرون جمعه د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې خاورو ته وسپارل شو او پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې زرګونو کسانو یې په جنازه کې ګډون کړی وو.

په دوی کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران، مخور او د ټولنې د مختلفو اقشارو خلک شامل وو.

منظور احمد پښتین

نوموړی پرون جمعه د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې خاورو ته وسپارل شو او پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې لسګونو زرګونو کسانو یې په جنازه کې ګډون کړی وو.

په دوی کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران، مخور او د ټولنې د مختلفو اقشارو خلک شامل وو.

د ګیله‌من وزیر ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر نوموړي برید کې د ښکېلتیا په تړاو د ځینو کسانو نومونه اخیستي، خو ترڅنګ یې دا ادعا هم کوي چې اصلآ د پاکستان پوځ او استخبارات په کې لاس لري. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د پولیسو چارواکو له خولې ویل شوي چې د ښاغلي ګیله من د وژنې په فضیه کې د ښکېلو کسانو د پلټنې په اړه یې په ځینو ځایونو کې چاپې وهلې دي خو وايي څوک یې نه دي نیولي.

منظور احمد پښتن د نوموړي په جنازه کې وویل "زه د پاکستان ریاست واکدارانو ته وایم، ښکاري داسې چې زموږ او ستاسې نوره ونه شوه. ښکاري داسې، دا حالات چې کوم تاسې جوړوئ، پښتانه نور تاسې سره په دغو شرایطو تګ نه شي کولی."

نوموړي زیاته کړه، دوی فیصله کړې چې پښتونخوا د ټولو ضلعو یا ولسوالیو د زرګونو استازو په ګډون د پښتنو یوه ستره قامي جرګه رابولي او هلته به د راتلونکې وروستۍ پرېکړه او فیصله کېږي.‌

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، دغه جرګه به د اکتوبر پر ۱۱مه جوړېږي، خو ځای به یې وروسته اعلان شي.

پنځه ورځې ویر او فاتحه

منظور احمد پښتین

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، د افغانستان په ګډون کاناډا، بریتاینا، سوېډن، ډنمارک او د نړۍ بېلا‌بېلو نورو هېوادونو کې د ګیله‌من غایبانه جنازې شوې دي

منظور احمد پښتین همدا راز د ګیله‌من وزیر پر وژل کېدو د خپګان، فاتحې او دعاګانو لپاره پنځه ورځې ماتم اعلان کړ.

هغه وویل دی او ملګري به یې دغه موده د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې پاتې کېږي او د راتلونکو ګامونو پر کړنلار به هم همدلته مشوره کوي.‌

هغه د ګیله‌من پر څو اړخیز شخصیت خبرې او له نوموړي سره د بند موده کې د شویو ظلمونو او زیاتیو یادونه وکړه.

د جنازې نورو ګډونوالو هم خپلو خبرو کې د نوموړي پر وژل کېدو خواشینې وښوده او پاکستان کې یې له پښتنو سره د زور زیاتیو خبرې وکړې.

د افغانستان په ګډون بریتاینا، سوېډن، ډنمارک او د نړۍ بېلا‌بېلو نورو هېوادونو کې د ګیله‌من غایبانه جنازې هم شوې دي. په‌ځینو هېوادونو کې د هغه لپاره د فاتحې مراسم هم په پام کې نیول شوي دي.‌