ګیلهمن وزیر خاورو ته وسپارل شو؛ افغانستان او بېلابېلو هېوادونو کې يې غایبانه جنازه شوې

- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو ډيجيټل
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا د وژل شوي غړي ګيلهمن وزیر جنازه نن جمعه د شمالي وزیرستان په رزمک سيمه کې د هغه په پلرني کلي اسدخېل کې خاورو ته وسپارل شوه.
د هغه جنازه پرون سهار له اسلام اباده واخیستل شوه او د یوه موټریز کاروان په بدرګه په داسې حال کې لېږدول کېده چې په بېلابېلو سیمو کې یې پر سړکونو خلک عقیدت ته ولاړ وو، ورسره یو ځای کېدل او د هغه د وژل کېدو غندنه یې کوله.
د مړي قافله یې د صوابۍ، پېښور، کوهاټ، کرک، او بنو له لارې د شپې ناوخته اسدخېل کلي ته ورسېده.
نن د ګیلهمن وزیر د جنازې په سیمه کې انټرنټ او ټلیفوني شبکې بندې وې او د مراسمو د ويډيو یا عکس خپرېدل یې ناشوني کړي وو.
ټاکل شوې وه د جنازې لمونځ یې د ځايي وخت له مخې د مازدېګر څلور بجې ادا شي خو وروسته دوه ساعته وځنډول شوه.
په پېښور کې د بيبيسي خبریال رحمان الله وايي چې ځينو ځايي خلکو ورته ویلي چې جنازه د څلورو پر ځای شپږ بجې وشوه او د ګیلهمن وزیر مړی په اسدخېل کې خاورو ته وسپارل شو.
کابل او ځينو نورو سيمو، هېوادونو کې غایبانه جنازه
تر رزمک هاخوا په پېښور، چمن، کراچۍ، لنډي کوتل او د افغان پلازمېنې کابل په ګډون د نړۍ په بېلابېلو نورو سيمو او هېوادونو کې بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه مخکښ غړي غایبانه جنازه شوې ده.
له کابله پر خواله رسنيو خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې ګڼ خلک پکې د کابل عیدګاه جومات کې د ګیلهمن وزیر غایبانه جنازه کوي او د هغه وژل کېدل غندي.
په لندن، جرمني، ډنمارک او یو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو کې هم افغانانو د ګيلهمن وزیر غایبانه جنازه کړې او د هغه په یاد یې شمعې بلې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا دا غړی او شاعر تېره یکشنبې (جولاي ۷مه/چنګاښ ۱۷مه) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په بي-۱۷ سیمه کې د یوه ډله کسانو له لوري مرګونی ټپي شوي. د درملنې لپاره پېمز روغتون ته ولېږدول شو او له څو ورځو په کوما کې و.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
پرون پنجشنبې ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان وکړ چې هغه د خوړلو ټپونو له کبله تاب رانه ووړ او ساه یې ورکړه.
ښاغلي پښتين او د ګیلهمن وزیر ملګرو د هغه په وژنه کې د ځينو ښکېلو کسانو نومونه یاد کړي او ویلي يې دي چې د جنازې تر مراسمو اوزګارېدو وروسته به یې په اړه راتلونکي پلانونه اعلان کړي.
د پاکستان امنیتي ادارو که څه هم ویلي چې د تورنو کسانو لټون کوي خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیولي.
د ګیلهمن وزیر له ټپي کېدو راهیسې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو او په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د هغه پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او ګڼو خواخوږو او مینه والو یې د لیکنو، شعرونو او ویناو په ترڅ کې پېرزوینې ورته وړاندې کړې دي.












