منظور پښتین د ګیله من وزیر مړینه تائید کړه؛ وایي د جمعې پر ورځ خپل کلي کې خاورو ته سپارل کېږي

د عکس سرچینه، Gilaman
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تائید کړه، چې د دغه غورځنګ د مرکزي شورا غړی ګیلهمن وزیر چې له یوه برید وروسته له تېرو درېو ورځو راهیسې د اسلام اباد په پېمز رغتون کې بستر و، ژوند بایللی دی.
د نوموړي مړینه تر هغې وروسته تائید او اعلان شوه، چې چارشنبه له بهره هم د ډاکترانو یوه ډله د نوموړي کتلو لپاره اسلام اباد ته ورغلې وه.
منظور پښتین د ګیله من وزیر مړینه د پېمز روغتون مخ ته راټولو شویو کسانو ته په وینا کې داسې حال کې تایید کړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مخکښ مشران او د ګیله من وزیر ورور یې څنګ ته ولاړ وو.
هغه وویل "زموږ په خوږ ورور او زموږ د ملت په یو لوی اتل باندې ګوزار دومره سخت شوی و، چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسېدلی و."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
نوموړي زیاته کړه "زما تر ټولو نږدې ملګری و. په دغه تحریک کې تر ده نږدې ملګری زما څوک نه و او بیا تر ټولو فرمان بردار ملګری و. یو عظیم او غیرتي ژوند یې تېر کړ."
منظور پښتین پاکستان کې د پښتنو حقونو لپاره پیل کړې مبارزه کې د خپلو نورو وژل شویو ملګرو، په ځانګړې توګه د ارمان لوڼي او عارف وزیر یادونه هم وکړه.
هغه وویل "په دې خاوره باندې موږ هر یو ملګري دا وعده کړې ده، چې سرونه مو قربان دي، جایدادونه مو قربان دي، خاندانونه مو قربان دي. خو موږ پر شا کېږو نه."
ښاغلي پښتین زیاته کړه "زموږ له خپلو شهیدانو سره دا وعده ده، چې هر کله زموږ او ستاسې روحونه سره ملاوېدل، موږ به د خپلواکۍ، د خپلې خاورې او خپل وطن د جوړولو په دې جنګ او مزاحمت کې درغلي یو، بله لار به نه وي."

د عکس سرچینه، Social Media
منظور پښتین وویل، چې د ګیلهمن مړی به پنجشنبه سهار له اسلام اباده د پېښور له لارې تر بنو او بیا له هغه ځایه په وزیرستان کې تر خپل کلي او ټاټوبي لېږدول کېږي.
هغه پر ولسونو او د پيټيآيم په ملګرو غږ وکړ چې راووځي او د ګیله من جنازه په ډېر درناوي او لويي سره تر خپل کلي بدرګه کړي.
د یادونې ده چې پر ګیله من وزیر دا مرګونی برید تېره یکشنبه د یو ډله کسانو لخوا د اسلام اباد په بي-۱۷ سیمه کې داسې مهال شوی و، چې یو بل ملګری هم ورسره و.
د پيټيایم مشر او د ګیله من ملګرو په دغه برید کې د ښکېلتیا په تور د ځینو کسانو نومونه هم اخیستي، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د تورنو شویو کسانو لټون روان دی.
ګیله من وزیر څوک و؟

د عکس سرچینه، gilaman
حضرت نعیم [ګیله من وزیر] د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نږدې ملګری، د دغه غورځنګ د مرکزي شورا غړی او پر دې سربېره د پښتو ژبې شاعر و.
ده اکثرآ په خپلو انتقادي او انقلابي شعرونو کې پښتانه یووالي ته رابلل او پر افغان خاوره به یې د تېرو کلونو د جګړو او ناخوالو یادونه کوله.
نوموړی همدا راز د دغو ناخوالو له کبله پر خواله رسنیو او د پيټيایم په غونډو او جلسو کې د پاکستان پر اېسټبلېشمنټ او وسله والو ډلو دواړو د توندو او ډانګپېیلو نیوکو له کبله مشهور و.
د یادونې ده، چې د پاکستان حکومت ګیله من وزیر د دا راز انتقادي څرګندونو له کبله څو ځله نیولی او څو میاشتې بند کې هم ساتلی و.

د عکس سرچینه، Gilaman
هغه له بنده تر خوشې کېدو وروسته ادعا کړې و، چې په زندان کې سخت ربړول شوی دی.
ګیله من وزیر کلونه مخکې په خلیج هېوادونو کې کار او مزدوري کوله، خو د نوموړي او د هغه د ملګرو په وینا یې پر خواله رسنیو بحثونه او انتقادونه یې د دې لامل شول چې د پاکستان حکومت یې د ورشړل کېدو غوښتنه وکړي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه وو ویلي.
پر ګیلهمن وزیر د برید د خبر له خپرېدو سره پر افغانستان او پښتونخوا سربېره د سیمې او د نړۍ له بېلابېلو برخو پراخ غبرګونونه وښودل شول.
د افغانستان د دوو پخوانیو ولسمشرانو او نورو سیاسیونو په ګډون د کوزې پښتونخوا ګڼو سیاستوالو، د حقونو فعالانو او عامو خلکو دغه برید وغانده او د هغه روغتیا لپاره يې د هلو ځلو ملاتړ کاوه.
د مړینې د خبر له خپرېدو سره یې هم پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه روان دي.











