پر ګیله من وزیر برید ته غبرګونونه څه دي؟

د عکس سرچینه، social media
د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی ګیله من وزیر وړمه ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د چړې په یوه برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته په یوه ځايي روغتون کې بستري دی.
د دې غورځنګ مشر منظور پښتین تېر ماښام په هغه روغتون کې چې ګیله من پکې بستري دی، د بي بي سي خبریال افتخار خان ته وویل، د ښاغلي وزیر د درملنې هڅې روانې دي. خو زیاته کړې یې وه چې روغتیايي حالت یې نازک دی.
د ښاغلي پښتین په خبره، د دوی ملګري هڅه کوي، چې له هېواده بهر یې د درملنې لپاره زمینه برابره کړي. ښاغلي پښتین له خلکو وغوښتل چې د ګیله من د روغتیا او سلامتیا لپاره "دعاوې" وکړي.
بل لور په خواله رسنیو کې په پراخه کچه پر ګیله من وزیر دا برید غندل شوی او د نوموړي د روغتیا لپاره نیکې هیلې څرګندې شوې دي. د نورو ګڼو خلکو تر څنګ د افغانستان او پښتونخوا مخورو او پېژندل شویو شخصیتونو هم د نوموړې د رغېدو هیلې څرګندې کړې دي.
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله فېسبوکپاڼه د ګیله من وزیر د ښې روغتیا لپاره د دوعا او نیکو هیلو تر څنګ ویلي، "پر ګیله من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی، په کلکه یې غندم او هیله من یم چې ګیله من له دې نازک حالت نه د څښتن (ج) په فضل راووځي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ښاغلي غني د هغو کسانو هڅې هم ستایلې چې د ګیله من د درملنې په لړ کې منډې، ترنډې کوي. یوه بل مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم پر خواله رسنۍ ټویټر په دې هکله یوه پیغام کې کښلي: "پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډېر خواشینی کړم. د لوی خدای (ج) له درباره ده ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم."
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمیل ولي په یوه اېکس پیغام کې ویلي، ''دوې ورځې تېرې شوې، خو په اسلام اباد غوندې ښار کې پولیس نه دي توانېدلي بریدګر او ملګري یې ونیسي. د دې پېښې په هکله باید بشپړ، شفاف تحقیقات وشي او ټول واقعیتونه او انګېزه یې د ولس پر وړاندې کېښوول شي.''
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ګیله من وزیر پر ټپي کېدو خواشیني ښوولې او د ژر بیا رغېدو دعا یې ورته کړې ده.
د پاکستان کورنیو چارو مخکیني وزیر او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو هم د ګیله من وزیر ټپي کېدو پېښه خورا اندېښمنونکې بللې او له هغه سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
د پاکستان نېشنل ډیموکراتیک غورځنګ مشر پر رسمي اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د دې ګوند مشر او د پاکستان ملي اسمبلۍ مخکینی غړی محسن دوړ د ګیله من وزیر پوښتنې لپاره له خپلو ملګرو سره د اسلام اباد هغه روغتون ته ورغلی و، چې ګیله من وزیر پکې بستري دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز وايي پر ګیله من وزیر برید خواشینی کړی دی او د ژر رغېدو دعا یې ورته کړې ده.
د افغانستان کورنیو چارو مخکیني وزیر او د پاکستان لپاره د مخکیني افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي هم پر دې پېښه خواشینی څرګنده کړې او پر اېکس پاڼه یې یوه پیغام کې دا په پاکستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښه بللې، چې ګیله من وزیر یې ښکار شوی او په وینا یې دی هم "په ټوله نړۍ کې له هغو میلیونونو افغانانو سره یو ځای دی" چې د ګیله من د بیا رغېدنې لپاره دعاوې کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د مشهورو شخصیتونو، هنرمندانو، مدني فعالانو او سیاسي فعالانو تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګو هم د خواله رسنیو له لارې دا پېښه غندلې او په وینا یې دوی هڅه کوي، چې د ګیله من وزیر د درملنې لپاره له پاکستانه بهر هم لارې، چارې ولټوي.











