د عارف وزیر جنازه او په لر او بر کې غبرګونونه

د عکس سرچینه، @AhsanJanWazir1
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عارف وزیر وژل کېدو ته په لر او بر کې پراخ غبرګونونه رامنځ ته شوي.
د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله ټوېټر پاڼه په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره خواشيني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې، ''دوی (پښتون ژغورنې غورځنګ) زموږ ګډ غم ژاړي او د ترهګرۍ د رېښو د ايستلو او په بشپړ ډول يې د له منځه وړو غوښتنه کوي''.
ښاغلي صالح دا څرګندونې پر ټوېټر د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ له ټوېټ سره یو ځای کړې دي او زیاته کړې يې ده چې، ''افغانستان د هغو ترهګرو په لاس د قربانې کېدو په حال کې دی چې د قرآن ایاتونه ننګوي او د مسلمانانو پر وژلو ټينګار کوي''.

د عکس سرچینه، Twitter
ښاغلي دوړ په دغه ټوېټ کې پر پاکستاني رسنیو او چارواکو نېوکه کړې چې ګواکې د عارف وزیر د "شهادت" خبر يې سانسور کړی او پر هغه شوی برید یې نه دی غندلی.
د عارف وزیر جنازه نن (۱۴ غویی/ مې ۳) په سویلي وزیرستان کې د هغه په پلرني ټاټوبي واڼه کې خاورو ته وسپارل شوه.
په جنازه کې يې د خلکو پراخ ګډون تر سترګو شوی او د ښاغلي دوړ په خبره، د کونړ په ګډون تر پنځوسو ډېرو ځایونو کې د عارف وزیر غایبانه جنازه شوې ده.
د هغه د مړي د خاورو ته سپارلو پر مهال د پښتون ملي غوامي ګوند پخواني غړي او مخکيني سناتور افراسیاب خټک د عارف وزیر د جنازې د مراسمو عکسونه خپاره کړل چې په خبره يې د خلکو پراخ ګډون له یوه "ځوان سیاسي قهرمان" سره د سيمې د خلکو مينه ښيي.
ښاغلي خټک هم پر خپله ټوېټر د عارف وزیر د وژل کېدو د غندنې تر څنګ لیکلي چې د پښتنو ژوند اهمیت لري او ، 'د پاکستان دولت د تاریخ په غلط اړخ کې ولاړ دی'.

د عکس سرچینه، Twitter
عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر تره زوی و چې پرون جمعه (غويی ۱۲/ مئ ۱) د سویلي وزیرستان په واڼه کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شو. دی د شنبې په ورځ د اسلام اباد پېمز روغتون ته ولېږدول شو چې هلته يې ساه ورکړه او مړی يې بېرته خپل پلرني کلي ته یوړل شو.
د هغه تر وژل کېدو وروسته پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر ټوېټر د "عارف وزیر حکومت وژلی" په نوم ټرېنډ جوړ شوی. #StateKilledArifWazir
د غورځنګ د غړو، پلویانو او د یو شمېر عامو خلکو تر څنګ د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د پارلمان ځينو غړو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه غړي پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې. د سنا مجلس یو شمېر غړو بیا پر افغان حکومت نيوکه کړې چې د پنجاب د والي هغو ادعاو ته يې ځواب نه دی ویلی چې د افغانستان د ملي امنیت اداره يې د دغه برید تر شا په لاس لرلو تورنه کړې ده.
د افغانستان د سنا مجلس د شکایتونو کمیسون مشر زلمي زابلي له افغان حکومت په تېره بیا له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې په دې اړه د سپيناوي غوښتنه وکړي.
پرون د پنجاب د والي کاري ډلې ته منسوبې ټوېټر پاڼې ادعا کړې وه چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې لومړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين وژل غوښتل خو د هغه تر پټېدو وروسته يې د عارف وزیر مړی غورځنګ ته وسپاره.
خو پر خواله رسنیو پر دغه ټوېټ تر سختو نیوکو وروسته له دې پاڼې دا ټوېټ لرې کړای شو.
د هغه ټوېټ په ځواب کې محسن دوړ لیکلي وو چې د پنجاب د والي کاري ډله "زهرجن تبلیغات" خپروي.
''د فدرالي او خېبر پښتونخوا حکومت له لوري هېڅ غندنه نشته او همدا راز د پنجاب د والي کاري ډله ناسم تبلیغات تکراروي چې دا یوازې د دغې وژنې تر شا د دولت د لاس لرلو شک لا زیاتوي.''

د عکس سرچینه، @a_siab
عارف وزیر تېره مارچ میاشت کې د غورځنګ له ځینو نورو مشرانو سره یو ځای کابل ته تللی و او هلته یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون کړی و. نوموړي کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ څرګندونې هم کړې وې، چې وروسته پاکستان کې یې دې څرګندونو مخالف او ملاتړي غبرګونونه را پارولي وو.
ویل کېږي چې د عارف وزیر د پلار او ورور په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي وزیرستان کې د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د بښنې نړېوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې دغه برید وڅېړي او عاملان يې د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه سازمان پر ټوېټر لیکلي، 'پاکستاني چارواکي باید په جنوبي ویرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عارف وزیر باندې د پروني شوي برید څېړنه په خپلواک او ګټور ډول وکړي. شکمنو عاملانو سره یې باید حساب کتاب وشي.'

د عکس سرچینه، ټوېټر
تر عارف وزیر مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړی ابراهیم ارمان لوڼی د تېر ۲۰۱۹ کال د فبروۍ پر دویمه (۱۳ سلواغه) له پولیسو سره په اخ و ډب کې په لورلايي سيمه کې ووژل شو. ارمان لوڼی د دغه غورځنګ د یوې مهمې ښځينه غړې وړانګې لوڼۍ ورور و.
د غبرګونونو په لړ کې یو شمېر ښځينه فعالانو بیا د سولې جایزې ګټوونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ باندې نېوکه کړې چې د "پښتون وژنې" پر ضد غږ نه پورته کوي.
او د غورځنګ یوې مخکښې غړې ثنا اعجاز بیا په یوه شعر کې پر پښتانه ننګولي چې ګواکې يوازې دعاګانې او ښېرې کوي.
'دعا کوه، ښېرې کوه
پښتونه! جنازې کوه'
پښتون سياستوال او د ملي عوامي ګوند غړي محمود خان اڅکزي بیا د عدم تشدد د فسلفې بس کول غوښتي او ویلي يې دي چې د خوشحال خان خټک د "تورې لار" پالل په کار دي.










