د پنجاب ګورنر له دفتره ټویټ: د افغانستان ملي امنیت غوښتل منظور پښتین ووژني

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د پنجاب ایالت ګورنر چودري محمد سرور کاري ډلې ته منسوبې یوې ټوېټر پاڼه باندې نن شنبه یوه ټویټ په پښتونخوا او پاکستان کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
په دغه ټویټ کې ادعا شوې وه چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې لومړی غوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ووژني، خو د هغه له پټېدو وروسته یې د عارف وزیر مړی غورځنګ ته وسپاره.
د پنجاب ګورنر کاري ډلې ته منسوبې دا څرګندونې د غورځنګ د غړي عارف وزیر د وژل کېدو په تړاو شوې وې.
په ټویټ کې همدا راز تور لګول شوی و چې د عارف وزیر په وژنه کې د غورځنګ مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ او علي وزیر لاس لري.
عارف وزیر پرون جمعه د سویلي وزیرستان په واڼه کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شو او نن شنبه یې د اسلام اباد پېمز روغتون کې ساه ورکړه.

د عکس سرچینه، twitter
پر خواله رسنیو تر سختو نیوکو وروسته د پنجاب د ګورنر کاري ډلې ته منسوبې ټوېټر پاڼې نه دا ټویټ اوس لېرې کړل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د پنجاب ګورنر کاري ډله په دا ډول څرګندونو سره زهرجن تبلیغات خپروي، او غواړي دا حقیقت پټ کړي چې عارف وزیر په وژنه کې د ریاست لاس دی.
ښاغلي دوړ همدا راز د خیبر پښتونخوا او د پاکستان پر فدرالي حکومتونو نیوکه کړې چې تر اوسه یې د عارف وزیر وژنه نه ده غندلې.
نوموړي همدار راز ویلي چې د عارف وزیر د وژنې خبر د پاکستان په رسنیو کې سانسور کېږي.
د غورځنګ یوې بلې ملاتړې او د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د پنجاب ګورنر دې په خپله دې څرګندونو بښنه وغواړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نوموړې همدا راز د هغه له دندې د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده.
د عارف وزیر مړی نن شنبه له اسلام اباده د هغه پلرني ټاټوبي د سویلي وزیرستان واڼه ته ولېږدول شو او هماغلته به خاورو ته سپارل کېږي.
عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر تره زوی و.
ویل کېږي چې د هغه د پلار او ورور په ګډون یې د کورنۍ ۱۸ غړي وزیرستان کې د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.
عارف وزیر تېره مارچ میاشت کې د غورځنګ له ځینو نورو مشرانو سره یو ځای کابل ته تللی و او هلته یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون کړی و.
نوموړي کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ څرګندونې هم کړې وې، چې وروسته پاکستان کې یې دې څرګندونو مخالف او ملاتړي غبرګونونه را پارولي وو.








