د پښتونخوا په خیبر کې "د ناامنیو مخنیوي" هڅو لپاره جرګهګۍ جوړه شوې

د عکس سرچینه، Mehrab Afridi
د پښتونخوا په خیبر ضلعې او لنډي کوتل سیمه کې "د ناامنیو پېښو له ډېرېدو" وروسته ځايي قومي، قبایلي مشرانو او ځیني ګوندونو په ګډه داسې جرګهګۍ جوړه کړې چې د هدفي وژنو او د ناامنیو پېښو د مخنیوي هڅه به کوي.
د جون پر ۱۸مه لنډي کوتل کې د یوه ځايي خبریال له وژل کېدو وروسته له تېرو درېیو ورځو راهیسې سلګونه کسان د اعتراض او لاریون په ډول د تورخم او پېښور ترمنځ غځېدلي سړک ته راوځي.
خلیل جبران په خپل کلي کې ناپېژانده وسله والو وژلی و.
د اعتراض ګډونوال چې نن (شنبه) هم راوتلي، له ځايي چارواکو غواړي چې د هغه په وژنه کې ښکېل کسان پیدا کړي او سزا دې ورکړل شي.
لاریونیانو د وژل شوي خبریال ماشومه لور هم ننني احتجاج ته د اعتراض په ډول له ځان سره راوړې وه.

د عکس سرچینه، Mehrab Afridi
په لاریون کې د ګڼو خبریالانو تر څنګ ځايي خلکو هم برخه اخیستې او له چارواکو د دغې پېښې د پلټنې غوښتنه کوي.
په لنډي کوتل کې ځايي خبریال محراب اپریدي بي بي سي ته وویل، تر ۱۵۰ مشران په دغه جرګهګۍ کې راټول شوي او "خبرداری" یې ورکړی، که یې غږ وا نه ورېدل شي، لویې لارې به وتړي.
تېره میاشت همدغلته د نجونونو یو ښوونځي هم سوځول شوی و.
د رپوټونو له مخې په تېرو شپږو اونیو کې دلته په درېیو جلا پېښو کې د یوه پولیس په ګډون درې کسان د ناپېژانده وسله والو لخوا وژل شوي دي.
"د امن ضمانت"

د عکس سرچینه، Mehrab Afridi
شاکر اپریدی چې د دغې جرګه ګۍ غړی او قومي مشر دی، وايي "جرګه به له حکومته د امن غوښتنه کوي او تر هغې به اعتراضونه کوو چې د امن ضمانت نه وي راکړل شوی."
نوموړی زیاتوي، د ناامنیو له امله یې کاروبار هم زیانمن شوی دی.
د خیبر او لنډي کوتل له سیمو افغانستان ته د تورخم له لارې توکي لېږدول کېږي.
له پاکستانه افغانستان ته تر ټولو ډېر سوداګریز مالونه د تورخم له لارې وړل کېږي او په دغه سیمه کې ناامني د ښاغلي اپریدي په ټکو دواړو لوریو کې سوداګرۍ ته زیان رسوي.
په خیبر ضلعې او لنډي کوتل کې ځايي پولیس وايي، د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي او دا چې ځینې تورن کسان نیول شوي هم دي.








