د شرابو او وسلې قضیه؛ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د نیول کېدو امر لغو کولو لپاره محکمې ته عریضه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د وسلې او شرابو په یوه قضیه کې د محکمې لخوا د نیول کېدو امر لغو کولو لپاره د پلازمېنې یوې محکمې ته عریضه کړې.
د یادونې ده، چې پرون د پلازمېنې یوې محکمې قاضي ښایسته خان کنډي په همدې قضیه کې د ښاغلي ګنډاپور هغه غوښتنه رد کړه، چې دی باید محکمې ته له وړاندې کېدو مستثنا وبلل شي. محکمې دغه راز د نوموړي نیولو داسې امر وکړ، چې ضمانت یې نه شي کېدای.
نن (پنجشنبه) بیا د ښاغلي ګنډاپور مدافع وکیل راجه ظهور د خپل موکل د نیول کېدو امر لغو کولو لپاره غوښتنه وړاندې کړه.
د يادونې ده، د چهارشنبې پر ورځ، چې کله ملکي قاضي ښایسته خان کنډي د شرابو او وسلو د ساتلو په قضيه کې د علي امين ګنډاپور پر ضد محاکمه پيل کړه، نو د تورن يوه وکيل محکمې ته وويل، موکل یې د قانون او نظم ټینګولو لپاره کورمې سیمې ته د جرګې لپاره تللی دی او محکمې ته نه شي حاضرېدای.
بلخوا د ګنډاپور يو بل مدافع وکيل علي امين ویلي، خيبرپښتونخوا سېلاب ځپلې او اعلی وزير په مرستندویه چارو بوخت دى.
محکمې د وکيلانو پر څرګندونو ناخوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د تورن وکيلانو څرګندونې له يو بل سره سمون نه لري او داسې انګېري چې د محاکمې د اوږدولو هڅه کېږي.
ملکي وکیل ښایسته خان کنډي وويل، د خيبر پښتونخوا اعلی وزير به خپلې بوختیاوې لري، خو عدالت هم خپل کار کوي.
محکمې د علي امين ګنډاپور د نه ضمانت کولو امر ورکړ او ویلي یې و چې د سپتمبر تر پنځمې نېټې دې تورن ونیسي او محکمې ته دې وړاندې کړي.
د یادونې ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور پر ضد د باره کوه سیمې په پوليسو مرکز کې قضیه ثبت شوې وه،.هغه مهال ښاغلی ګنډاپور له مخکیني لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې لپاره بني ګاله سیمه کې د هغه کور ته روان و، چې پر سړک د پوليسو لخوا ودرول شو. پولیسو په خپل رپوټ کې ویلي و، چې له دې کسانو یې یو بوتل شراب او وسله هم نیولي دي.











