د عمران خان ازادۍ لپاره د پلویانو هڅې؛ "پاکستان کې دیموکراسي ورځ تر بلې کمزورې کېږي"

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, کارولین ډېویس
    • دنده, بي‌بي‌سي، اسلام اباد

له تېرو څو اوونیو راهیسې د احتجاجونو سملاسي کنټرولولو په موخه د اسلام اباد شاوخوا پر ځینو سړکونه کانتینرونه ايښودل شوي دي.

د پاکستان پلازمېنه اوس له دې سره عادت شوې چې چارواکي کله داسې وانګېري چې اعتراضونه کیږي، نو ټولې لارې وتړي.

دا د دغه ښار اوسېدونکو ته دوامداره یادونه ده چې هر شېبه، هر څه په ټپه درېدای شي.

تېره یکشنبه د اسلام اباد پولیسو د دغه ښار شاوخوا ۲۹ لارې په کانتینرونو تړلې وې.

په یوه خورا مشهور او تمې وړ سیاسي لاریون کې، د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند زرګونه پلویان د اسلام اباد پر لور وخوځېدل.

دوی بیرغونه او بنرونه لېږدول چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان عکسونه او د هغه په اړه شعارونه پرې لیکل شوي وو.

پر کانتینرونو بندو شویو لارو د دوی مخه ډپ نه کړه. پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې احتجاج کوونکي له لارو فلزي موانع لېرې کوي او د لاریون ټاکل شوي ځي ته ځانونه رسوي.

عمران خان چې پخوا به تل د خپلو پلویانو لاریونونو کې حاضر و، له څه باندې یو کال راهیسې په زندان کې دی.

نوموړی پر فساد او د دولتي رازونو پر افشاء کولو تورن شوی دی.

خو ښاغلي خان پر ده ټول لګېدلي تورونه د سیاسي انګیزې له مخې بللې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې د هغه نیول خپلسری توقیف بللی او پاکستاني محکمې یې سزا لغوه کړې، خو بیا هم داسې ښکاري چې د نوموړي د خوشې کولو بهیر پڅ دی.

ډېری شنونکي پر دې باور دي، چې عمران خان به د پاکستان د پوځ لخوا چې په سیاست کې بر لاس لري، په زغرده له څه ویلو پرته ازاد نه شي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو له تېرې یکشنبې راهیسې د هغه د نه ازادېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنداپور لاریونوالو ته خبرو کې ویلي: که په یوه او دوو اونیو کې عمران خان په قانوني ډول خوشې نه شي، نو بیا د ده په وینا "زه په رب قسم کوم چې موږ به پخپله هغه ازاد کړو."

هغه له راټولو شویو پلویانو پوښتنه وکړه، چې ایا تاسې دغه کار لپاره اماده یاست؟

غوڅ غبرګون

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو دغو اعتراضونو ته غبرګون چټک و.

د اعتراضونو پر ماښام ټولنیزو رسنیو او تلویزیوني خبري شبکو خبرونه خپاره کړل چې پولیس لاس په کار شول.

د پاکستان له پارلمانه اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پي‌ټي‌ای یو مشر او د پارلمان غړی 'ګوهر علي خان' له ودانۍ په داسې حال کې وځي چې لاسونه یې د پولیسو لخوا کلک نیول شوي او ګڼ خلک کمرې او مبایلونه په لاس د هغه ویډیوګانې اخلي.

د پارلمان د بل غړي 'شعیب شاهین' له دفتره د امنیتي کمرو په مټ اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري چې هغه هم په زور له خپل دفتره ایستل کېږي.

پولیسو که څه هم بي‌بي‌سي ته د درېیو کسانو د نیولو خبره تایید کړې وه، خو د پي‌ټي‌ای د ملاتړو او مینه والو د واټس اپ ګروپونو کې بېلابېلې شمېرې لاس په لاس کېدې.

تحریک انصاف ګوند ویلي، تر لسو ډېر کسان نیول شوي.

د دغه ګوند مشر وروسته راخوشې شو خو ځینې نور لا هم له پولیسو سره بندیان دي.

له پيله انګېرنه دا وه چې د تحریک انصاف ګوند مشران د هغه نوي قانون له مخې نیول شوي، چې د بخښنې نړیوال سازمان د سوله ییزو راټولیدنو د ازادۍ پر حق یو بل برید بللی دی.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

تېره اوونۍ دغه اعلان شوی قانون عامه راټولېدنې محدودوي او ناقانونه راټولېدونو کې ګډون کوونکو ته د درېیو کلونو او په تکراري ډول د دغه کار ترسره کوونکو ته ان تر لسو کلونو د بند سزا وړاندیزوي.

په داسې حال کې چې د تحریک انصاف ګوند د لاریون ترسره کولو لپاره اجازه ترلاسه کړې وه، خو پولیسو ادعا کړې چې احتجاج کوونکو له ټاکل شویو حدودو تېری کړی او جدي قانوني بینظمي یې رامنځته کړې.

د واشنګټن په ویلسن فکري مرکز کې د سویلي اسیا انسټیټیوټ مشر ماکیل کوګلمن وايي، دا یو خطرناکه مزاحمت دی چې که لا وضعیت خرابیږي، کولی شي پاکستان تر دې نور هم بې ثباته او دغه هېواد لپاره له اقتصادي ننګونو سره مبارزه لا نوره سخته کړي.

هغه زیاتوي، پخوا به پاکستاني پوځ دغسې ستونزې د چارواکو په نیولو او د هغوی په خاموشه کولو کابو کولې، خو اوس د ټولنیزو رسنیو پېر دی او نړۍ بدله ده.

د نوموړي وینا تحریک انصاف ګوند د سیاسي اهدافو ودې لپاره د خواله رسنیو د کارولو برخه کې ډېر برلاسی دی.

مایکل کوګلمن دا د له پوځي اړخه ډېر اندېښمنوونکی پرمختګ بولي.

پر دې سربیره پر پاکستاني حکومت هم د ډیجیټلي حقونو فعالانو لخوا د انلاین فعالیتونو محدودولو له کبله سختې نیوکې شوې دي.

د فبرورۍ له ټولټاکنو راهیسې دغه هېواد کې پر ایکس ټولنیزه شبکه بندیز لګېدلی.

پټ درېیم ځواک

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان پر مالي فساد او د دولتي رازونو په برملا کولو محکوم شوی

په لاهور کې مېشته سیاسي شنونکې او ژورنالیسته مهر سرفراز وايي، کله چې سیاسي ګوندونه جګړه کوي، درېیم ځواک ترې ګټه پورته کوي.

نوموړې وايي هرڅومره چې دا ناندرۍ دوام کوي په همغه اندازه به د پاکستان لپاره وېره ډېره وي.

د ډېرو شنونکو له نظره دغه درېیم ځواک چې له سیاسي ناندریو ګټه پورته کوي، د پاکستان پوځ دی چې له اوږدې مودې راهیسې د دغه هېواد له سیاست سره تړلی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند‌، چې ګڼ پلویان او د خلکو متحرکولو توان لري، داسې ښکاري چې فشار ته د تسلیمۍ سر نه ټیټوي. سره له دې چې د خپل مشر نوم یې د خبرونو په سرټکو کې ساتلی، خو نه دی توانېدلی چې له زندانه یې راوباسي.

د دغه ګوند د پلویانو وروستي لاریونونه او توندې څرګندونې دا ډاګېزوي چې دوی لا هم له مخالفو لوریو سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان اوس په پوځي محکمه کې د محاکمه کېدو مخنیوي لپاره مبارزه کوي.

پوځ هم پر خپل دریځ ولاړ دی او داسې ښکاري پي‌ټي‌ای چې څومره فشار زیاتوي پوځ یې په لار کې خنډونه رامخته کوي.

خو شنونکي وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په پاکستان کې ډیموکراسي کمزورې او محدودیږي.

د اوس لپاره لا هم د اسلام اباد د سړکونو پرغاړو کانتینرونه پراته دي.