عمران خان: تر څو چې له افغانستان سره اړیکي ښه نه شي، په ناامنیو کې به ایسار پاتې یو

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان له افغانستان سره د خبرو په تړاو د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وړاندیز تائید کړی دی.
ښاغلی خان وايي، تر څو پورې چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکي ښه نه شي، ''موږ به د ناامنیو پېښو کې ایسار پاتې یو.''
له دې مخکې د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي ، د پاکستان مرکزي حکومت باید د یوې جرګې له لارې له افغانستان سره خبرې وکړي.
د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې ویل شوي، چې ښاغلي ګنډاپور دا څرګندونې په پېښور کې د طالبانو حکومت له کونسل حافظ محب الله شاکر سره په یوه لیدنه کې کړې دي.
عمران خان بیا د جمعې پر ورځ په اډیاله زندان کې د خبریالانو هغې پوښتنې ته ځواب کې چې صوبايي حکومت څنګه کولای شي له یوه بل هېواد سره خبرې وکړي، وویل: ''د بهرنیو چارو وزارت پرېږدئ، خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ سخته اغېزمنه ده.''
عمران خان وايي، ''دا خلک باید د علي امین ګنډاپورې پښې ونیسي او هغه ته ووايي، چې د خدای لپاره لاړ شه او له افغانستان سره خبرې وکړه.''
عمران خان زیاتوي، ''له خبرو پرته ناامني نه ختمېږي او که څوک د مذاکراتو هڅه کوي، باید وهڅول شي.''
د یوه خبریال هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې، که دی لومړی وزیر وای او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر غوښتي وای له افغانستان سره له اجازې پرته خبرې وکړي، نو د ده غبرګون به څه و، عمران خان وویل، که دی لومړی وزیر وای، هرومرو یې د خبرو اجازه ورکوله.
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر وايي، په خیبر پښتونخوا ایالت کې زر تنه پولیس وژل شوي دي او په وینا یې خبره تر بغاوت پورې رسېدلې ده.
نوموړی زیاتوي، پولیس هر ځای احتجاجونه کوي. عمران خان وايي، که پولیس د ځان په ژغورنه پسې ګرځي، نو خلک به څوک ژغوري؟
د جرګې وړاندیز

د عکس سرچینه، PTI KP TWITTER
په رپوټونو کې د پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور له قوله ویل شوي، چې ''اوس وخت راغلی دی، چې د تلپاتې سولې لپاره جدي هڅې وشي.''
نوموړي زیاته کړې: ''په سیمه کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دی او اړتیا دا ده، چې د پاکستان فدرالي حکومت یوه جرګه جوړه کړي او له ګاونډي هېواد سره خبرې وکړي.''
په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د ښاغلي ګنډاپور له لوري د جرګې جوړولو وړاندیز د نوموړي له هغو څرګندونو دوې ورځې وروسته ته راځي، چې ویلي یې و، له افغانستان سره به ځکه په خپله خبرې وکړي، چې په وینا یې ''د صوبې د خلکو ژوند ژغورنه یې مسوولیت دی.''
ښاغلي ګنډاپور په دې هکله ویلي و: ''زه اعلان کوم چې خپله به د صوبې له لوري له افغانستان سره خبرې وکړم، هلته به پلاوی واستوم، له افغانستان سره به کېنم او مسائل به حل کړم."

د علي امین ګنډاپور دې څرګندونو ته د پاکستان فدرالي حکومت توند غبرګون څرګند کړ او د دفاع وزیر خواجه اصف د ښاغلي ګنډاپور دا څرګندونې د پاکستان پر ''فدرال مخامخ برید'' وباله.
ښاغلي اصف زیاته کړې، د پاکستان ''هېڅ یوه صوبه له یوه بل هېواد سره مخامخ خبرې نه شي کولای."
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په دې تړاو غبرګون کې ویلي، ''بهرنۍ پالیسي یوه فدرالي موضوع ده او پاکستان حکومت دا واک لري، چې خپله بهرنۍ پالیسي پر مخ یوسي.''
د یادونې ده، چې پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ناامنۍ پېښو ډېرېدو لامل د پاکستاني طالبانو وسله وال فعالیتونه بولي، چې د دوی په وینا له ډېورنډ کرښې هاخوا په افغانستان کې پټنځایونه لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا تورونه ردوي او په وینا یې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تېر کې د پاکستان حکومت تورن کړی، چې د خپل هېواد د امنیت په ساتنه کې ناکام شوی او په دې هېواد کې یې د ناامنیو پېښې داسې څه بللي، چې په وینا یې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.











