د پاکستان له نوي حکومته د طالبانو د حکومت غوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د پاکستان له نوي حکومته غوښتي چې له افغانستان سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو او ګټو ته لا ډېر پام وکړي او پاکستان کې له افغان کډوالو سره قانوني او اصولي چلن وکړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له رادیو تلوېزیون سره یوه مرکه کې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري د دغه هېواد د راتلونکي ولسمشر په توګه غوره شوی دی.
دا د ولسمشر په توګه د ښاغلي زرداري دویم ځل ټاکل کېدل دي.
پاکستان کې لومړی وزیر شهباز شریف هم تېره اونۍ د دویم ځل لپاره د دغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو.
ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان ته پکار ده چې لومړی د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره لاس په کار شي:
"د دې غوښتونکي یو چې پاکستان کې نوی حکومت خپل نظم، امنیت او د پاکستان نورو مسلو ته ښه رسېدنه وکړای شي او زموږ هیله هم له نوي حکومته دا ده چې د افغانستان په اړه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته پام وکړي".
'پاکستان دې له افغان کډوالو سره د جبر او اکراه تګلارې پرېږدي'
د طالبانو دغه ویاند پر نوي پاکستاني حکومت غږ کړی چې له افغان کډوالو سره د "جبر او اکراه" له تګلارې ډډه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصاد لا پسې وغوړېږي او د تګ – راتګ اسانتیاوې ډېرې شي.
تېر کال د پاکستان حکومت د اکتوبر ۳۱مه د هغو افغان کډوالو لپاره چې په وینا یې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اوسېدو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
له هغه مهال راهیسې د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال تر ډیسمبر پورې شاوخوا دوه نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان جدي ګامونه د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو د کلک غبرګون لامل شو.
د طالبانو حکومت هم په وار-وار وویل چې افغان کډوال د پاکستان په نامنیو کې لاس نه لري، خو بیا هم ځورول کېږي.
په تېر ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستان د افغان کډوالو د په زوره ایستلو لړۍ پیل کړه، د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوار الحق کاکړ او ځینو چارواکو یې افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړل.
هغه مهال هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینو چارواکو غبرګون وښود او د پاکستان تورونه یې بې بنسټه وبلل.
ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان له پاکستان سره په ډیپلوماتیکو او اقتصادي برخو د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
په تېر څه باندې یوه کال کې د طالبانو حکومت او پاکستاني حکومت ترمنځ اړیکي ځینې وخت د ترینګلتیا حد ته رسېدلې چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او د خلکو د تګ-راتګ پرمخ د تورخم او سپین بولدک دروازې تړل شوې وې او ځینې وخت خبره د ماشتې تر کش کولو هم رسېدلې ده.
تورخم پر ډیورنډ کرښه د خلکو اوښتو را اوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزېت یوه مهمه لار بلل کېږي چې په تړل کېدو سره یې تر ټولو لوی زیان سوداګرو او عامو خلکو ته اوړي.











