اصف علي زرداري د دویم ځل لپاره د پاکستان ولسمشر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر آصف علي زرداري د پاکستان د راتلونکي ولسمشر په توګه غوره شوی دی.
له ده سره ملتپال پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی سیالۍ ته ولاړ و چې د تحریک انصاف سني اتحاد ملاتړ یې له ځانه سره درلود.
اصف علي زرداري د پاکستان له ملي اسمبلۍ د بارو ۲۵۵ رایې اخیستې، محمود خان اڅکزی بیا له دې خونې په ۱۱۹ رایو اخیستلو بریالی شوی.
د محمود خان اڅکزي په ګټه تر ټولو ډېرې رایې د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې لوېدلې وې، هغه له بلوچستان اسمبلۍ څخه هیڅ رایه نده اخېستې، دلته د دغه سیال اصف علي زرداري پلویانو اکثریت دی او د ښاغلي زرداري په ملاتړ ټولې ۴۷ رایې کارول شوي دي.
له دې ټاکنې وروسته محمود خان اڅکزي نوي ولسمشر ته مبارکي ورکړې او له عمران خان څخه یې مننه کړې چې ولسمشرۍ ته یې د ده په نومولو سلا کړې وه.
اصف علي زرداري د مسلم لیګ ګوند او ځینو نورو استازو سره د یوه جوړ جاړي له لارې دې مقام ته ورسید، د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د ولسمشرۍ لپاره له ده او پیپلز ګوند بیا له دې مخکې د لومړي وزارت څوکۍ لپاره د مسلم لیګ ن شهباز شریف په ګټه رایې کارولې وې.
پاکستان کې لومړی وزیر شهباز شریف هم تېره اونۍ د دویم ځل لپاره د دغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو.
پاکستان کې ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟

د عکس سرچینه، getty images
د پاکستان پارلمان کې د دې هېواد د څوارلسم ولسمشر ټاکنې لپاره د رایې ورکولو بهیر پیل شوی دی. د پاکستان ټاکنیز قانون له مخې د دې هېواد د فدرالي پارلمان او صوبايي یا ایالتي اسمبلیو غړي د ولسمشر د ټاکنې لپاره پټه رایې ورکوي.
د دې بهیر لپاره د ټاکنې پر ورځ د پاکستان څلور سره صوبايي اسمبلۍ، ملي اسمبلۍ او د مشرانو جرګه یا سېنیټ د رایې ورکولو په مرکز بدلېږي او د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر د رایې ورکولو بهیر څاري.
د پاکستان ولسمشرۍ مقام ګټلو لپاره باید بریالی کاندید له صوبايي اسمبلیو او ملي پارلمانه (اسان اکثریت) یانې ۳۴۹ رایې ترلاسه کړي.
په دې ټاکنو کې د پارلمان هر غړي لپاره یوه رایې شمېرل کېږي. په نننیو ټاکنو کې د پاکستان د مخکیني ولسمشر او د سني اتحاد شورا د کاندید محمود خان اڅکزي تر منځ سیالي کېږي.
له دې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون د اپوزېسیون ګوندونو د اتحاد کاندید محمود خان اڅکزي هغه غوښتنه رد کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډولو په هکله یې په یوه لیک کې کړې وه.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون د ښاغلي اڅکزي د لیک په ځواب کې ویلي، چې د اساسي قانون له مخې په ۳۰ ورځو کې دننه باید د ولسمشر ټاکنې لپاره رایې ورکړل شي.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر سکندر سلطان راجا ته د محمود خان اڅکزي په استول شوي لیک کې راغلي چې په فدرالي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ تر اوسه تشې پاتې دي او که له ټاکلي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، دا به د دې ځانګړو څوکیو لپاره د بریالي شویو کاندیدانو د قانوني حقونو تر پښو لاندې کولو مانا ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمود خان اڅکزی د سني اتحاد شورا له لوري ولسمشرۍ مقام ته کاندید دی، چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند ملاتړ لرونکي پارلمان غړي یې هم ملګري دي.
د ښاغلي اڅکزي په لیک کې راغلي که دا ټاکنې کېږي ''غیر قانوني او د پاکستاني اساسي قانون سره به ټکر کې وي.'' نوموړي دغه راز ویلي، سني اتحاد شورا پر همدې موضوع د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور عالي محکمې ته هم رجوع کړې.
خو د پاکستان ټاکنو کمېسیون په پرېکړه کې ویل شوي، د محمود خان اڅکزي په ګډون د کاندیدانو اسناد له ارزونې وروسته ثبت شوي دي. د ټاکنو کمېسیون د ښاغلي اڅکزي لیک په غوښتنلیک بدل کړی او د ټاکنو کمېسیون مشر په ګډون د ټولو پنځو کمشنرانو پلاوي په یوه خوله پرېکړه کړې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې یوازې له دې کبله نه شي ځنډول کېدای، چې د ځانګړو څوکیو په هکله قضیه په محکمه کې ده.

د عکس سرچینه، Radio Pakistan
سني اتحاد شورا د لومړي وزیر محمد شهباز شریف حکومت له تشکیل مخکې غوښتنه کړې وه، چې په ملي اسمبلۍ کې د دوی د غړو شمېر زیات دی، ځکه باید له قانون سره سم په ملي اسمبلۍ کې د ښځو او لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ هم باید دوی ته وسپارل شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان په پارلمان کې د دوی د ګوندي ملګرو د سني اتحاد کونسل او مجلس وحدت المسلمين سره د یو ځای کېدو پر مهال ویلي و: ''په قومي (ملي) اسمبلۍ کې ۷۰ او په ټول هېواد کې ۲۷۷ ځانګړې څوکۍ دي چې یوازې د سياسي ګوندونو لپاره ځانګړې شوې دي. موږ د دې څوکيو د خوندي کولو لپاره د سني اتحاد له کونسل سره رسمي تړون وکړ. ''
محمود خان اڅکزي هم د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر ته په لیک کې هیله څرګنده کړې وه، چې محکمه به سني اتحاد ته د ځانګړو څوکیو ورکولو پرېکړه وکړي.
د یادونې ده، چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون تېره اونۍ (مارچ څلورمه) سني اتحاد ته د ښځو او لږکیو ځانګړو څوکیو سپارلو غوښتنه رد کړې وه او له هغه یوه ورځ وروسته یې امر وکړ، چې د سني اتحاد د برخې ځانګړې څوکۍ باید پر نورو ګوندونو ووېشل شي، خو سني اتحاد بیا د دې پرېکړې پر ضد استناف غوښتنه کړې.
د پېښور عالي محکمې د دې قضیې څېړنه تر مارچ ۱۳ مې پورې ځنډولې ده. بل لور سني اتحاد شورا د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې دوی ته د دې ځانګړو څوکیو نه سپارلو پرېکړه هم د صوبايي مرکز لاهور په عالي محکمه کې ننګولې ده.











