د ملګرو ملتونو یوې چارواکې د عمران خان د 'یوازېتوب بند' سملاسي پای ته رسولو غوښتنه کړې

الیس جِل اېډورډز

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، الیس جِل اېډورډز: "زه د پاکستان له چارواکو غوښتنه کوم چې ډاډ ترلاسه کړي د [عمران] خان په بند کې ساتل په بشپړه توګه له نړیوالو اصولو او معیارونو سره سم دي."

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف 'پي‌ټي‌ای' بنسټګر عمران خان چې په کومو شرایطو کې په زندان کې ساتل کېږي، ښايي د غیر انساني یا سپکوونکي چلن په کټه‌ګورۍ کې راشي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د شکنجې اړوند ځانګړې استازې الیس جِل اېډورډز پر حکومت غږ وکړ چې له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د بند پر مهال د غیر انساني او ناروا چلن په اړه د خپرو شویو راپورونو په تړاو سملاسي او اغېزناک ګامونه پورته کړي.

هغې وویل: "زه د پاکستان له چارواکو غوښتنه کوم چې ډاډ ترلاسه کړي د [عمران] خان په بند کې ساتل په بشپړه توګه له نړیوالو اصولو او معیارونو سره سم دي."

د یادونې وړ ده چې د روان کال په سپټمبر کې د عمران خان قانوني ټیم د پخواني لومړي وزیر او د هغه له مېرمنې سره په زندان کې د ناوړه چلن پر ضد د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې استازې ته مراجعه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر ۲۶مه، د راولپنډۍ اډیاله زندان له لېږد وروسته، ادعا شوې چې عمران خان ته سخت د یوازېتوب بند ټاکل شوی، دی د ورځې ۲۳ ساعته په خپله کوټه کې ساتل کېږي او له بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکه هم ډېره محدوده ده.

هغې زیاته کړه چې ادعا شوې د عمران خان کوټه په دوامداره ډول د کامرې له لارې تر څارنې لاندې ده.

عمران خان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د عظمیٰ خان په وینا، له خپل ورور سره یې ملاقات شل دقیقې دوام وکړ او عمران خان هغې ته وویل چې "ټوله ورځ په کوټه کې بند ساتل کېږي او یوازې د لږ وخت لپاره له کوټې د وتلو اجازه ورکول کېږي."

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې اوږدمهاله یا نامحدوده د یوازېتوب بند منع دی.

هغې غوښتنه وکړه چې "بې له ځنډه د [عمران] خان د یوازېتوب قید پای ته ورسول شي."

په دې اړه د حکومت له‌خوا تر اوسه کوم رسمي بیان نه دی ورکړل شوی. خو په تېرو وختونو کې حکومتي استازو څو ځله دا ادعا کړې چې عمران خان ته په زندان کې د نورو بندیانو پرتله ډېرې اسانتیاوې برابرې دي.

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پیل کې، نژدې له یوې میاشتې وروسته، د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاقات د هغه له خور عظمیٰ خان سره وشو.

له دې ملاقات وروسته عظمیٰ خان له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل: "د عمران خان صحت الحمدالله ښه دی، خو هغه ډېر په قهر کې و او ویل یې چې هغه له رواني پلوه شکنجه کېږي."

د عظمیٰ خان په وینا، له خپل ورور سره یې ملاقات شل دقیقې دوام وکړ او عمران خان هغې ته وویل چې "ټوله ورځ په کوټه کې بند ساتل کېږي او یوازې د لږ وخت لپاره له کوټې د وتلو اجازه ورکول کېږي."