د اتلانو جام: افغانستان خپله لومړۍ لوبه سوېلي افریقا ته د ۱۰۷ منډو په توپیر وبایلله

سویلي افریقا افغان لوبډله ته د ۱۰۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سویلي افریقا افغان لوبډله ته د ۱۰۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

سوېلې افریقا نن (جعمه د فبرورۍ ۲۱مه) د کرېکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافۍ) په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ۱۰۷ منډو په توپیر وګټله.

سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو پنځوسو اوورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په زیان ۳۱۵ منډې وکړې.

د سوېلي افریقا په توپ وهونکو کې رایان ریکلټن ۱۰۳، لوبډلمشر ټیمبا باووما، راسي وان ډېر دوسن او اېډن مارکرم پنځوسیزې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې محمد نبي دوه، عظمت الله عمرزي، نور احمد او فضل الحق فاروقي یوه یوه وېکټ واخیسته.

دا لوبه د پاکستان د کراچۍ ښار په لوبغالي کې ده.‌

د افغانستان له لوري پرته له رحمت شاه چې ۹۰ منډې یې وکړې، نورو لوبغاړو د پام وړ منډې ونه کړې او خپلې وېکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې.

بلخوا کراچۍ کې د امنیتي چارو یو مسوول پولیس افسر شمایل ریاض بي‌بي‌سي‌ ته ویلي، بې اسناده افغان کډوال هم د ننۍ سیالۍ کتلو ته ورتلی شي خو لوبغالي ته د ننوتلو ټېکټ‌ باید ولري.‌

دا که څه هم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره نوې تجربه ده، ځکه چې په لومړي ځل یې چمپینز ټرافۍ کې برخه اخیستې، خو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ویلي چې دغو سیالیو ته یوازې د ګډون په هدف نه، بلکې د جام ګټلو لپاره ورغلي‌ دي.‌

شهیدي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له سویلي افریقا څخه تېر کال په شارجه کې د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ د ۲-۱ کټلو یادونه وکړه او ویې ویل: "هغه اعتماد راسره دی او تر څه فشار لاندې نه یو."

هغه زیاته کړې، چې لوبډله یې په دغه جام کې خپلو سیالیو ته بشپړه چمتو ده او پر دې تمرکز کوي چې څنګه ښه ځلیدای شي.

افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې د سویلي افریقا پر ماتولو سربېره خپلې تېرې درې نورې لوبلړۍ هم ګټلې او همدا راز ښايي تېر شل اوریز نړیوال جام کې د نړۍ د پیاوړلو لوبډلو په ماتولو سره نیمه‌پایلوبو ته د رسېدو له اړخه پر ځان باور هم ورسره وي.

د یادونې ده چې افغانستان د یو ورځنیو لوبو په تېر نړیوال جام کې هم انګلنډ، پاکستان او شري‌لنکا ته ماته ورکړې وه او نیمه پایلوبې ته ډېر نږې شوی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان د تېر شل اوریز نړیوال جامه نیمه‌ پایلوبه سویلي افریقا ته بایللې وه

بلخوا سویلي افریقا که څه هم د چمپنیز ټرافۍ سږنیو سیالیو ته له راتګ مخکې خپلې شپږ واړه یو ورځنۍ لوبې بایللي، خو بیا هم د دغه جام په پیاوړو لوبډلو کې حسابېږي.

په ۱۹۹۸ کال کې د اتلانو لومړی جام یا چمپینز ټرافي هم سویلي افریقا ګټلې.

دا له هغې راهیسې د دغو سیالیو نهم پړاو دی. د اتلانو لیګ وروستۍ جام پاکستان ګټلی،‌ چې اوس د دغو لوبو کوربتوب هم کوي.

افغانستان او سویلي افریقا له انګلنډ‌ او اسټرالیا سره د جمپینز ټرافۍ سیالیو په (بي) ګروپ کې دي او دا دغه ګروپ لومړنۍ سیالي ده.

په (اې) ګروپ کې بیا تر اوسه دوه سیالۍ شوې چې هند پکې تېره ورځ بنګله‌دیش او نیوزیلنډ د چارشنبې پر ورځ کوربه پاکستان ته ماته ورکړې ده.

سږکال په چمپنز ټرافۍ کې د هند له لوبو پرته چې پاکستان ته یې له تګ انکار کړی، نورې سیالۍ په پاکستان کې کېږي.

د هند لوبې د دوبۍ‌ کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې پلان شوې.