چمپینز ټرافۍ ته د افغان لوبډلې د نوملړ اعلان: ابراهیم ځدراڼ لوبډلې ته ستون شوی

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، چمپینز ټرافۍ لوبو ته د افغان لوبډلې نوملړ

د اتلانو جام ته د لوبډلو د لومړني نوملړ د اعلان لپاره ( د جنورۍ ۱۲مه) وروستۍ ورځ ده او په دې لړ کې نیوزیلنډ لومړۍ، بنګله دېش دویم او افغانستان دریم هېواد شو چې خپل لوبغاړي یې اعلان کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن (یکشنبه) د دغو سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په اعلان شویو لوبغاړو کې د افغان لوبډلې د پیل توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ هم له نږدې شپږو میاشتو ځنډ وروسته د لوبډلې برخه ګرځول شوی. هغه چې په ښنګري کې د ټپ له کبله تر درملنې لاندې و تازه په متحده عرب اماراتو کې نړیوال شل اوریز لیګ کې لوبېدو ته هم غوره شوی دی.

په اعلان شوي ۱۵ کسیز نوملړ کې د افغانستان د تجربه لرونکي ورو بالر مجیب الرحمان ځای الله محمد غضنفر نیولی او تر څنګ یې بل ورو بالر نور احمد لکڼوال هم د لوبډلې برخه جوړوي.

مجیب الرحمان تېر ۲۰۲۳م نړیوال جام کې د افغانستان په تاریخي بریاوو کې مهم رول درلود او ویل کېږي چې دی له ټپونو روغ شوی خو لا هم په یو ورځنیو لوبو کې د لوبېدو جوګه نه دی.

د دوی تر څنګ صدیق اتل او نوید ځدراڼ هم په لومړي ځل داسې مهمو سیالیو ته غوره شوي.

صدیق اتل په دې وروستیو کې په کورنیو او نړیوالو سیالیو او الف لوبډله کې په توپوهنه کې ښه ځلیدلی لوبغاړی بلل کېږي. او نوید بیا نوی چټک توپ اچوونکی دی.

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ اعلان شوې لوبډله کې نور غوره شوي ډیر لوبغاړي داسې دي چې پخوا یې هم د افغانستان په استازولۍ لوبې کړي دي.

درې نور لوبغاړي دروېش رسولي، ننګیال خروټی او چټک توب اچوونکی بلال سمېع بیا د اضافي یا رېزرف لوبغاړو په توګه اعلان شوي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د تګلارې له مخې لوبډلې باید د لوبو له رسمي پرېډ چې د فبرورۍ ۱۲مه نیټه ده یوه میاشت مخکې( د جنورۍ تر ۱۲مې) د خپلو لوبغاړو لومړنی نوملړ اعلان کړي.

که کوم هېوادونه لومړنی لېسټ وځنډوي دوی د فبرورۍ تر ۱۱مې خپل وروستی نوملړ اعلانولی شي خو له دې مودې وروسته به د ادلون بدلون په اړه د کرېکټ نړیوالې شورا ځانګړې اجازې ته اړتیا ولري.

پاکستان بیا د ځينو لوبغاړو د ټپي کېدو او ځینې نورو دلایلو له کبله ويلي چې د لوبډلې پر اعلان بیړه نه کوي.

تمه ده چې پاتې هېوادونه هم یو پر بل پسې د خپلو لوبډلو نوملړ اعلان کړي.

یونس خان: "افغان کرېکټ ملي لوبډله د چمپین ټرافۍ پایلوبې ته د وتلو او جام ګټلو جوګه ده"

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، افغانستان د ۲۰۲۴ جون میاشت کې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلی و چې دغه پرمختګ یې نړۍ حیرانه کړه

د کرېکټ نړۍ د یوه مهال مخکښ لوبغاړي یونس خان وړاندوینه کړې چې که افغان لوبغاړي د اتلانو جام لوبو کې تر اغېز لاندې رانشي د دغې جام پایلوبې ته د رسېدو او چمپین ټرافۍ ګټلو تاریخي موکه لري.

په خټه پښتون یونس خان او د پاکستان د ملي لوبډلی پخوانی لوبغاړی چې تازه د افغان لوبډلې سره د سلاکار روزونکي ( مېنټور) په توګه ګمارل شوی وايي افغان لوبغاړي د کرېکټ په ډګر کې ټولې وړتیاوې لري او دی به هڅه کوي چې افغان لوبغاړي دغو راتلونکو مهمو سیالیو کې له رواني اړخه نیولې په ټوله معنا پیاوړي وساتي.

ښاغلی خان وايي افغان لوبډله دا مهال څو داسې لوبغاړي لري چې هر وخت او د هرې لوبې د ګټلو وړتیا لري او په ټکو یې د دوی لوبو ته په کتو "افغان لوبډله دغه جام کې پیاوړې ښکاري."

نوموړی دا ډاډ داسې مهال څرګندوي چې افغان لوبډلې د وروستي یوه کال په موده کې پرلپسې اووه لوبلړۍ ګټلې چې له منځه یې پنځه د یو ورځنیو سیالیو جامونه دي.

افغانستان د ۲۰۲۴ جون میاشت کې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلی و چې دغه پرمختګ یې نړۍ حیرانه کړه.

یونس خان چې په خپله لوبډلمشرۍ د پاکستان لپاره د ۲۰۰۹م کال شل اوریز نړیوال جام ګټلی او د پاکستان له لوبغالو او شرایطو سره چېرې چې د چمپین ټرافۍ لوبې کېږي یو تر ټولو اشنا کس بلل کېږي.

یونس خان په ۲۰۲۲م کال کې هم له افغان لوبډلې سره د لنډمهالي روزونکي په توګه ګمارل شوی و او راتلونکو لوبو څرنګوالي ته په کتو افغان کرېکټ بورډ پرې بیا باور کړی دی.

هغه د افغانستان کرېکټ بورډ له خواله رسنیو سره په وروستۍ مرکه کې چې پرون خپره شوه ټینګار کړی چې " که افغان لوبغاړو رواني فشار کابو کړ او احساساتي نه شول پوره باوري دی چې د چمپین ټرافۍ پایلوبې ته وځي او جام به ګټي."

یونس خان ویلي افغان لوبډله اوس داسې وضعیت کې ده چې انګلنډ، هند، اماراتو، پاکستان او هر بل چېرې کافي مینه وال لري او دا له دوی سره د فشار په کمولو کې مرسته کوي.

د چمپین ټرافۍ لوبې کله دي؟

 کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، د دغه جام لوبې راتلونکي میاشت پیلېږي او افغانستان پکې په لومړي ځل ګډون کوي.

د چمپین ټرافۍ لوبې د راتلونکي فبرورۍ میاشتې پر ۱۹مه، د پاکستان کراچۍ کې پیلېږي.

لومړۍ لوبه د کوربه پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ ده.

په دغو اتلولیو کې د افغانستان په ګډون ټولټال اته لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبېږي.

افغانستان په (ب) ګروپ کې له اسټرالیا، انګلنډ، او سویلي افریقا سره مخ دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې افغان لوبډله به د فبرورۍ پر ۲۱مه د سویلي افریقا، د فبرورۍ په ۲۶مه د انګلنډ او د فبرورۍ پر ۲۸مه به له اسټرالیا سره لوبېږي.

که څه هم دغو هېوادونو کې له افغانستان سره د راتلونکو دغو لوبو د نه کولو غږونه هم پورته شوي خو ځينو کرېکټ بورډونو او د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي " افغان کرېکټ بورډ افغانستان کې د حکومتي تګلارو مسئول نه شي کېدای" او سملاسي ورسره له لوبو پرېکون نشي کېدلی.

په چمپین ټرافۍ کې د هند ټولې لوبې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې پلان شوي دي.