انګلنډ کرېکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د پرېکون غوښتنه رد کړه

Cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا مهمه ده چې د ډېری افغانانو او هغو کسانو لپاره چې له هېواده بېځایه شوي د کرېکټ ارزښت د هیلو او مثبتې سرچینې په توګه پېژندل کېږي. انګلنډ کرېکټ بورډ

د انګلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د یوه همغږي غبرګون غوښتنه کړې. په داسې حال کې چې د انګلنډ کرېکټ لوبډله راتلونکې میاشت په چمپینز ټرافي سیالیو کې له افغانستان سره مخامخېږي، د بریتانیا د پارلمان ځینو غړو له افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبې نه کولو غوښتنه کړې وه. دوی وايي، افغان کرېکټ لوبډله دې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر حقونو د محدودیتونو پر وړاندې دریځ غوره کړي.

د انګلنډ کرېکټ بورډ ته په یوه لیک کې چې د بریتانیا پارلمان یو شمېر غړو لکه نایجل فراج، د کارګر ګوند پخوانیو مشرانو جریمي کوربېن او لارډ نیل کېنېک لاسلیک کړی دی، پر انګلنډ کرېکټ لوبډلې غږ شوی دی چې له افغانستان سره د لوبو پرېکون وکړي او له دې سره یو ښکاره پیغام ولېږي چې د ښځو پر وړاندې اوسنۍ کړنې د زغملو نه دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې ښځې له هر ډول لوبو او وررشي فعالیتونو منع شوې دي او د افغانستان ډېرې ښځینه لوبغاړې د ځان د خوندیتوب لپاره له هېواده وتلي دي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د مقرراتو له مخې، د یوه هیواد لپاره د بشپړ غړیتوب یو شرط هم د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې درلوده دي، خو د افغانستان نارینه و لوبډلې ته اجازه ورکړل شوې چې د کرېکټ نړیوالې شورا سیالیو کې پرته له کوم بندیزه ګډون وکړي.

د هغه لیک په ځواب کې چې د بریتانیا له ۱۶۰ ډېرو سیاستوالو لخوا لاسلیک شوی او په کې یې له افغان لوبډلې سره د لوبو نه کولو او پرېکون غوښتنه کړې، د انګلنډ کرېکټ اجرائیوي مشر ریچارډ ګولډ ویلي، مشرتابه اداره "د یوې حل لارې موندلو ته ژمنه ده" چې "په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړې وي".

ښاغلی ګولډ زیاتوي، "په داسې حال کې چې د کرېکټ په نړیواله شورا (ای سي سي) کې د نورو نړیوالو ګامونو په اړه هوکړه نه ده شوې، د انګلنډ کرېکټ بورډ به د داسې اقداماتو لپاره په فعاله توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

"د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا یوه همغږي او پراخه کړنلاره به، د غړو لخوا د یو اړخیزو عملونو پرتله خورا اغېزمنه وي."

ښاغلی ګولډ زیاتوي، د انګلنډ کرېکټ بورډ به د افغانستان پر وړاندې د دوه اړخیزو سیالیو مهالوېش نه کولو تګلارې ته دوام ورکړي خو په هېڅ ډول یې د پرېکون ژمنه نه ده کړې.

دوه اړخیزې لوبې په جلا توګه د کرېکټ بورډونو لخوا تنظیمېږي، خو د چیمپینز ټرافي په څېر سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا سمبالېږي او چې افغانستان ته د دې ادارې لخوا د ګډون اجازه ورکړل شي نو انګلنډ به له مهال وېش سره سم، ورسره مخ کېږي.

په وروستیو کې اسټرالیا د افغانستان پر وړاندې له څو سیالیو ډډه کړې او لامل یې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر وړاندې محدودیتونو بلل شوي دي، خو د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام او د ۲۰۲۴ کال شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې له یو بل سره لوبې کړې دي.

Cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د انګلنډ کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر وايي، د دوی کرېکټ بورډ به د بریتانیا حکومت، نورو نړیوالو بورډونو او کرېکټ نړیوالې شورا سره په دې اړه خبرې وکړي، چې "د معنا لرونکي بدلون لپاره ټولې شونې لارې ولټوي" خو دا هم وايي چې په دې تړاو "جلا جلا لید لوري" شته.

ښاغلی ګولډ زیاتوي، "دا مهمه ده چې د ډېری افغانانو او هغو کسانو لپاره چې له هېواده بېځایه شوي د کرېکټ ارزښت د هیلو او مثبتې سرچینې په توګه پېژندل کېږي."

افغان کرېکټ بورډ تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ښځینه و، کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه.

په پیل کې د افغانستان کرېکټ بورډ په څو نړیوالو سیالیو کې د ښځو لوبډله له لوبېدو منع کړه او ویل یې چې د "طالبانو له خوا ی ورته ګواښونه" شوي.

انګلنډ له افغانستان سره درې ځلې په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې لوبې کړي، چې ټول یې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا سمبال شوې وې. وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې وه، چې پکې افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړه.

پاکستان به د چمپینز ټرافي سیالیو کوربه وي. په دغو سیالیو کې اته لوبډلې د فبرورۍ له ۱۹مې د مارچ تر نهمې نېټې سیالۍ کوي. په ب ګروپ کې افغانستان، اسټرالیا سویلي افریقا او انګلنډ او په الف ډله کې پاکستان، هند، نیوزیلینډ او بنګله دېش شامل دي.