۲۰۲۴ کال د افغانستان کرېکټ لپاره څنګه و؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ لپاره ۲۰۲۴ کال له ګڼو برياوو او لاسته راوړنو ډک و. په همدې وروستيو کې ملي لوبډلې له زېمبابوې د شل اوريزو او یو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله او د ټېسټ لوبو لومړنۍ سیالي یې بې پايلې ختمه شوه.
يوازې دا نه چې ملي لوبډلې د نړيوالو سياليو په ډګر کې خپله وړتيا ثابته کړه بلکې اېمېرجېنګ او له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې هم قوي ټيمونو ته په ماتې ورکولو سره د نړيوالو پام ځان ته راواړاوه. په دې موده کې افغان لوبغاړي په انفرادي ډول هم ښه وځلېدل او نوي ریکارډونه يې په خپل نامه کړل.
په دې مطلب کې د افغانستان کرېکټ پر ځينو لاسته راوړونو تمېږو.
په لومړي ځل د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبې ته رسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د سږني کال د سفر په درشل کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اوريز جام کې پياوړو لوبډلو ته ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دې نړيوالو سياليو نیمه پايلوبې ته لار ومونده چې دا ګام د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې بې مخينې و.
په شل اوريز نړيوال جام کې د افغانستان تر ټولو مهمه بريا د اسټراليا پر وړاندې وه. دې لوبډلې ته تر ډېره د افغان مينه والو له يو ورځني نړيوال جام راهيسې زړه ډک و. هغه مهال په يوه ډارماټيکه او داسې لوبه کې چې د بايللو هېڅ چانس يې نه ليدل کېده، اسټرالیا له افغانستان سيالي وګټله خو افغان لوبغاړو بيا په شل اوريز جام کې خپل بدل واخيست او د کرېکټ دې پياوړې لوبدلې ته يې په لومړي ځل ماته ورکړه.
همدې سيالیو کې يې له بلې پياوړې لوبډلې نيوزيلنډ هم لوبه وګټله.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائيوی مشر نصيب خان ځدراڼ وايي، شل اوريز نړيوال جام ته يې چمتووالی دوه کاله وړاندې پيل کړی و او په دې لړ کې يې د شري لنکا، بنګله دېش او پاکستان په څېر لوبډلو سره لوبلړۍ پلان او د دې تر څنګ يې په کور دننه هم تمريناتي کمپونه او د کورنۍ کرېکټ سيالۍ ترسره کړې وې.
د ښاغلي ځدراڼ په وينا، دا نژدې څو کاله مخکې په اوپنېنګ کې نه ګوربز او ابراهيم وو او نه په لوبډله کې عظمت الله عمرزی، رياض حسن، عبدالرحمن، نور احمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي وو.
نوموړی وايي، موږ د يوې پياوړې او متوازنې لوبډلې لپاره د پخوانيو مجربو لوبغاړو تر څنګ، لوبډله کې ځوانانو ته هم ځای ورکړ او په ټوله کې مو د هر لوبغاړي په مسووليت او په لوبډله کې په ځانګړي ځای کې لوبېدو باندې کار وکړ.
په پرلپسې ډول د شپږو لوبلړيو ګټل

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل پرلپسې د شل اوريزو او يو ورځنيو سیالیو شپږ لوبلړۍ وګټلې.
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې يې له زېمبابوې د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو یوه - يوه لړۍ وګټله.
تر دې مخکې يې په نومبر مياشت کې بنګله دېش ته د يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې ۲ -۱ ماته ورکړه. په سپټمبر مياشت کې يې له جنوبي افريقا په لومړي ځل لوبلړۍ وګټله، چې دا خپله د يوې پياوړې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې يوه بې مخينه لاسته راوړنه وه.
په مارچ مياشت کې یې بيا له ايرلنډ د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو یوه - يوه لوبلړۍ ګټلې وه.
د اسیا د ځوانو لوبغاړو اتلولۍ ګټل

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بله مهمه لاسته راوړنه د اېمرجېنګ اسيا جام اتلولۍ ګټل وو. د افغانستان ځوانو لوبغاړو چې افغان ابداليان نومېږي په دې سياليو کې د کوربه هېواد په ګډون څو پياوړو لوبډلو ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نامه کړه.
افغانستان دغو سياليو پايلوبه کې له شري لنکا سره مخامخ و چې په اسانۍ يې د اوو وېکټو په توپير لوبه وګټله. صديق الله اتل په دغو سياليو کې د ۳۸۶ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرېکټ مشر ميرويس اشرف دا بريا د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه بولې او واييهيله من دی چې له دغو لوبغاړو به ځینې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړي.
افغانستان په دې سياليو کې له شري لنکا پرته هند، عمان او بنګله دېش ته هم ماتې ورکړې وه.
د "اسيا په کچه دويمه پياوړې" لوبډله؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستيو څو کلونو په ځانګړې توګه په تېر يوه کال کې د افغانستان کرېکټ لوبډلو لاسته ته راوړنو ته په کتو د کرېکټ يو شمېر مينه وال او لوبغاړي په دې باور دي چې د افغانستان کرېکټ لوبډله له هند وروسته د اسيا په کچه په "دويمې" بريالۍ او غښتلې لوبډلې اوښتې ده.
په اسيا کې د کرېکټ لوبډلو تاريخ او تېر ته په کتو هند، پاکستان او شري لنکا هغه لوبډلې وې چې په دې لويه وچه کې تر ډېره تر ټولو قوي او پياوړې بلل کېدې. خو په وروستي شاوخوا يوه کال کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې سياليو او کارکړنو ته په کتو د کرېکټ ځينې پوهان، لوبغاړي او مینه وال په دې باور دي چې ښايي افغانستان اوس هغه ځای او پړاو ته رسېدلی چې مخکې پاکستان و.
که څه هم افغانستان د پاکستان په څېر هغومره سهولتونه، اسانتياوې د کرېکټ بنسټونه نه لري خو په تېر يوه نيم کال کې يې د انګلنډ، نيوزيلنډ، اسټراليا او جنوبي افريقا په څېر مهمو لوبډلو ته چې له لسيزو په کې کرېکټ کېږي ماته ورکړې ده.
بل پلو پاکستان بيا په تېر يوه کال کې د کرېکټ په ډګر کې د امريکا په څېر په پرتله ييز ډول له کمزور لوبډلو ماته وخوړه. د شل اوريز نړيوال جام لومړي پړاو کې يې په يوه ډراماتيکه او داسې لوبه کې چې هېڅ اټکل يې نه کېده، امريکا ته چې په لومړي ځل يې په نړيوال جام کې ګډون کړی و، سيالي وبايلله.
په همدې ۲۰۲۴ کال کې يې په لومړي ځل په خپل کوربتوب بنګله دېش ته د ټېسټ لوبلړۍ هم وبايلله.
خو افغانستان بیا په دې موده کې ګڼې برياوې لرلې، د بېلګې په توګه په لومړي ځل د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لار موندل. په همدې جام کې له تر ټولو ډېرې منډې رحمان الله ګوربز وکړې او ډېرې وېکټې هم پکې د افغانستان فضل الحق فاروقي واخیستې.
که په ټوليزه توګه وګورو پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې ټولې ۴۷ لوبې کړې چې له دې يې ۱۸ ګټلې دي. بل پلو په دې موده کې افغانستان ټولې ۴۲ لوبې کړې چې په شلو کې يې بريا خپله کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان توپ وهونکی احمد شهزاد د افغان لوبډلې برياوو ته په اشاره وايي، "دا هغه څه دي چې له امله يې موږ وايو چې افغانستان په چټکۍ سره د اسيا په کچه دويمه لوبډله شوې. وړاندې لومړی هند و، ورپسې د پاکستان نوم اخيستل کېده."
نوموړی وايي، "اوس څنګه چې افغانستان لوبېږي او د پاکستان پر وړاندې سيالي کوي په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسيا په کچه په دويم نمبر که کومه لوبډله ګڼل کېږي، هغه به افغانستان وي. "
بل مشهور پاکستاني لوبغاړي محمد حفيظ د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام پر مهال د افغان لوبډلې د ستاينې تر څنګ پر اېکس پاڼه ليکلي وو چې دا په جنوبي اسیا کې د "سپين رنګه توپ" (شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو) "دویمه پياوړې لوبډله ده".
د هند پخواني الرونډر عرفان پټان هم په تېر شل اوريز نړيوال جام کې افغان لوبډله ستايلې او د اسيا دويمه غوره لوبډله ياده کړې وه.
ښاغلي پټان پر اېکس يوه پوست کې ويلي وو، "افغانستان په دې نړيوال جام کې غوره کرېکټ وکړ. یقينا د اسيا دويمه غوره لوبډله ده. هيله ده چې له دې وروسته به د لوبو په ډګر کې جادو وکړي. د ښې راتلونکې په هيله."

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم ځينو دغو نړيوالو لوبغاړو افغان کرېکټ لوبډله د اسیا دويمه غوره لوبډله بللې خو د پاکستان، شري لنکا او بنګله دېش لوبډلې د کرېکټ نړيوالې شورا د وروستۍ درجه بندۍ له مخې په دريو واړو فارمټونو، ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو کې له افغانستانه مخکې دي.
د افغانستان او پاکستان د کرېکټ لوبډلو تاريخ، امکاناتو او تاسیساتو ته په کتو، د دغو لوبډلو پرتله کول به ګران وي. پاکستان له نژدې اوو لسيزو د کرېکټ ملي لوبډله لري، خو د افغانستان بيا يوازې اووه کاله کېږي چې د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب یې تر لاسه کړی دی.
د کرېکټ چارو ځينې څارونکې وايي څرګنده ده چې د افغانستان د کرېکټ چټک پرمختګ او وده حيرانوونکې او د ستاینې وړ ده او تېرو دوو نړيوالو اتلوليو کې ډېر ښه ځلېدلی، خو دا به له وخته مخکې وي چې وويل شي افغانستان د اسيا دویمه غوره لوبډله ده.
افغانستان دې دريځ ته د رسېدو لپاره د کرېکټ د ملي شورا جدول کې هم بايد ښه دريځ خپل کړي.
د افغانستان کرېکټ ستونزې او ننګونې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګڼو لاسته راوړنو او برياو تر څنګ د افغانستان کرېکټ له يو شمېر ننګونو او ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دی.
د کرېکټ ځينو شنونکو او مينه والو په باور تر ټولو لويې ستونزې له پياوړو لوبډلو سره د نړيوالو لوبو کمښت، په بېلابېلو ولايتونو کې د سټندرډ يا معياري لوبغالو او روزنځايونو نشتوالی، د مالي ملاتړ کموالی او فېټنېس ته د نه پاملرنې تر څنګ يو شمېر نورې ستونزې دي.
په ځواب کې د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، هڅه کوي چې له ټولو لوبډلو سره لوبې برابرې کړي خو په وينا يې پياوړې لوبډلې تر ډېره له مالي پلوه له افغانستان سره سيالۍ ته زړه نه ښه کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصيب خان ځدراڼ وايي، له دې سربېره توانېدلي چې له اسټراليا او انګلنډ پرته د تېرو دوو کلونو په موده کې له هند، پاکستان، شري لنکا، بنګله دېش، جنوبي افريقا او نيوزیلنډ سره سيالۍ برابرې کړي.
د معياري لوبغالو د نشتوالي په اړه نوموړی وايي، په خوست، ننګرهار، کندهار، کندوز، بلخ، زابل، هلمند، کونړ، لغمان، بلخ او لوګر ولايتونو کې لوبغالي شته او په وينا يې پلان لري چې د ننګرهار، خوست او کندوز لوبغالي معياري او و رغوي.











