کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان دوو ځوانو لوبغاړو ابراهيم او عظمت لاسته راوړنې

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام کې افغان لوبډلې د نورو جامونو پرتله ګڼې لاسته راوړنې لرلې. د بېلګې په توګه په لومړي ځل یې پاکستان او انګلنډ ته په نړيوال جام او يو ورځنيو لوبو کې ماته ورکړه.

د دې هر څه سربېره په ټوليزه توګه افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، که هغه د توپ اچوونې کې وو او يا هم د توپ وهنې په برخه کې. دوه ځوان لوبغاړي چې تر ډېره يې د افغان مينه والو او نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه هغه د پيل توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ او الرونډر عظمت الله عمرزی وو.

ابراهیم ځدراڼ؛ د "افغانستان وېراټ کوهلي"

کرېکټ

ابراهيم ځدراڼ په سږني نړيوال جام کې د افغانستان لپاره لومړنۍ سليزه ووهله او په دې سياليو کې تر ټولو مخکښ توپ وهونکی شو چې په ۹ پاڼيو کې يې د يوې سليزې او يوې پنځوسيزې په مټ د ۴۷ منډو په اوسط تر نورو افغان لوبغاړو ډېرې (۳۷۶) منډې وکړې.

نوموړی د خپلو مينه والو له خوا د هند "وېراټ کوهلي" او د پاکستان له "بابر اعظم" سره پرتله کېږي او دی خپله هم وايي چې د وېراټ کوهلي لوبه خوند ورکوي او غواړي د هغه په څېر لوبه وکړي.

ابراهیم ځدراڼ په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان لپاره لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه او تر دې مهاله يې ټولې ۲۸ يو ورځنۍ او ۲۴ شل اوريزې نړيوالې لوبې کړې دي. په يو ورځينو لوبو کې يې پنځه سليزې او پنځه پنځوسيزې وهلې دي. نوموړی له شهزاد محمدي چې ۶ سليزې لري په دې ريکارډ کې په دويم نمبر دی خو د منډو اوسط يې له هغه زيات دی.

ابراهيم ځدراڼ په ۲۰۲۲ کال کې د شري لنکا پر وړاندې سيالۍ کې ۱۶۲ منډې وکړې چې همدا يې د لوبيز ژوند په يوه سيالۍ کې تر ټولو ډېرې منډې دي او په نړيواله کچه يو له هغو لوبغاړو دی چې د لوبو په يوه لړۍ کې يې درې سليزې هم وهلې دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ابراهيم ځدراڼ په ۲۰۰۱ کال په خوست ولایت کې زيږېدلی او د افغانستان کرېکټ له يوې مشهورې کورنۍ سره تړاو لري. تره يې نور علي ځدراڼ د افغانستان لپاره په ګڼو سياليو کې برخه اخيستې او د تخنيک له پلوه يو له غوره لوبغاړو بلل کېږي.

له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ابراهيم وايي، "نور علي ځدراڼ هڅولی يم چې کرېکټ ته مخه کړم او اوس هم چې په بټېنګ کې زما کومه ستونزه وي هغه يې راسره شريکوي."

ابراهيم ځدراڼ چې اوسمهال د توپ وهنې برخه کې د افغانستان د ملا تېر بلل کېږي او ډېر کله يې په سختو او تر فشار لاندې شېبو کې د افغانستان لپاره ښې لوبې کړې دي، وايي په کرېکټ کې پر ځان باور او کوښښ کول ډېر اړين دي.

نوموړی په ملي لوبډله کې خپل ځای ته ګام په ګام رسېدلی دی، په ۲۰۱۲ کال کې یې د ۱۶ کلنو ټيم کې لوبېدلی، بيا ۲۰۱۶ کال کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې برخه شو چې له هغې اېمرجېنګ، بيا الف لوبډلې او باالاخره يې ملي لوبډلې ته لاره ومونده.

ابراهيم ځدارڼ هغو ځوانو لوبغاړو ته چې غواړي د ملي لوبډلې برخه شي وايي، "پر ځان دې ډېره خواري او کار وکړي او څومره چې ګام پر ګام پرمختګ کوي هغومره ښه تجربه ترلاسه کولی شي."

عظمت الله عمرزی؛ د نړۍ په کچه د يوه غوره الرونډر کېدو هيله

کرېکټ

د افغانستان ځوان الرونډر عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۳ کال په نړيوال جام کې ښه وځلېده او د ګڼو نړيوالو پام يې ځان ته ور واړاوه.

د کرېکټ هندی مبصر اکاش چوپړا وايي د ډسمبر پر ۱۹ مه نېټه د ای پي‌اېل (هند غوره لیګ) بولۍ ترسره کېږي، "دا به د هېڅ حيرانۍ خبره نه وي چې عظمت الله عمرزی د ای پي اېل تړون ترلاسه کړي." د افغانستان کرېکټ روزونکی جانتن ټراټ يې هم د ښه استعداد او وړتيا ستاينه کوي.

عظمت الله عمرزی وايي د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ورسره د يوه لوبغاړي او شخص په توګه په وده او پرمختګ کې مرسته وکړه او وايي "هيله لرم چې په راتلونکي کې هم خپلو خلکو او وطن ته د وياړ سبب شم. "

عظمت الله عمرزي په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره د ايرلنډ پر وړاندې لومړنۍ نړيواله لوبه وکړه او د سږني نړیوال جام په نهو سیالیو کې يې په ۳۶۱ توپونو ۳۵۳ منډې وکړې.

د نوموړي تر ټولو ډېرې منډې (۹۷) د سویلي افريقا پر وړاندې وې.

کرېکټ

عظمت الله عمرزی وايي، "کرېکټ مې د توپ وهونکي په توګه پيل کړی و، کله چې د ۱۹ کلنو لوبډلې ته راغلم، هلته مې يو دوه سفرونه د توپ وهونکي په توګه وکړل خو بيا هند کې د ډيلي لوبډلې پر وړاندې سيالۍ کې مې توپ اچوونه وکړه چې د روزونکي خوښه شوه او له همغه راهيسې د الرونډر په توګه لوبېږم. "

عظمت الله عمرزی وايي، "زما هدف دا دی چې د افغانستان لپاره کرېکټ وکړم او د نړۍ په کچه په دريو غوره الرونډرانو کې راشم."

د افغانستان مرستيال روزونکی رئيس احمدزي- ابراهيم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي د افغانستان کرېکټ راتلونکی بولي او وایي دوی دواړه ښه اغېزمن دي او لوبو ته په کتو به د افغانستان کرېکټ ټیم کې کليدي رول ولوبوي.

په سږني نړيوال جام کې د افغانستان سفر ډېر کامياب و. افغان لوبډلې څلور لوبې وګټلې چې ابراهيم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي په کې د پام ونډه لرله.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام د لوبو په جدول کې شپږم ځای خپل کړ او د ۲۰۲۵ کال چمپينز ټرافۍ يا د اتلانو کپ ته چې په پاکستان کې ترسره کېږي مخامخ لار ومونده.