اروپا ته کډوالي؛ ۲۰۲۳ کې د نويو پناه غوښتونکو شمېر نژدې یو میلیون ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Reuters
اروپايي ټولنه وايي، له ۲۰۱۵ کال راهېسې پروسږکال د دې ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنلیکونو شمېر کې بې ساری زیاتوالی راغلی او څه باندې یو میلیون ته رسېدلی دی.
په دې ډله کې تر ټولو ډېر د سوریې او له هغه وروسته د افغانستان وګړي دي، چې اروپايي هېوادونو کې یې د پناه اخېستلو غوښتنه کړې ده.
په ۲۰۱۵ او ۱۰۱۶ کلونو کې اروپا د کډوالۍ له یوې لویې څپې سره مخ وه.
د اروپايي ټولنې د پناه اخېستلو ادارې ویلي، تېر کال د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د کډوالۍ له یوې داسې څپې سره مخ وو چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه وو لیدل شوی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د کډوالو شمېر کې اتلس سلنه زیاتوالی راغلی او یو اعشاریه ۱۴ ملیونو ته رسیدلی.
په دې شمېر کې د اوکرایین کډوال نه دي شامل چې شمېر یې څلور ملیونه او څلور سوه زرو ته رسیږي او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دوی په دې شمېر کې ځکه نه دي شامل چې، دوی اړتیا نه لري د پناه اخېستلو رسمي غوښتنه وکړي.
د نویو شمېرو له مخې تر ټولو ډېر د سوریې وګړي او بیا افغانان دي، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې یې د کډوالو په توګه د پناه اخېستلو غوښتنه کړې ده. دریم شمېر غوښتنلیکونه له ترکیې شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، له ترکیې د کډوالو په توګه د پناه اخېستلو شمېر کې ۸۲ سلنه زیاتوالی راغلی ، له فلسطینه هم شمېرې د ریکارډ تر کچې لوړې شوي دي.
د اروپا د پناه اخېستلو ادارې د معلوماتو له مخې، یوولس زره او شپږ سوه فلسطینیانو د پناه اخېستلو غوښتنه کړې، خو زیاتوي دې شمېر کې ځکه ټول پناه غوښتونکي فلسطینیان نه دي شامل چې اکثره اروپايي هېوادونه فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت نه پیژني.
په غزه کې روانه جګړه د فلسطینیانو د پناه غوښتنې د زیاتېدو د لامل په توګه یاده شوې ده.

د عکس سرچینه، AP
اروپا ته د کډوالۍ دا نوی شمېر داسې مهال په ډاګه کیږي، چې څلور میاشتې وروسته یعنې راتلونکې جون میاشت کې ځینو اروپايي هېوادو کې سیمه ییزې ټاکنې، ټولټاکنې او د اروپايي پارلمان لپاره ټاکنې کیږي.
ښايي د کډوالۍ دا نوې څپه هغه بحثونه لا تاوده کړي چې د کډوالۍ په اړه کیږي، کیڼ اړخي سخت دریځي ګوندونه د کډوالۍ سخت مخالف دي.
د نویو شمېرو له مخې جرمني کې بیا هم تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه وړاندې شوي او د نوي شمېر درېیمه برخه دي.
یونان کې هم د دغه هېواد د وګړو د شمېر پرتله د پناه اخېستلو غوښتنلیکونه ډېر ښودل شوي، په منځني ډول د یونان د هرو ۷۸ وګړو پرسر یو غوښتنلیک سپارل شوی دی.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې اروپايي هېوادونه د کډوالۍ له یوې بې سارې څپې سره مخامخ وو.
د کډوالۍ له دغه کړکیچ وروسته د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو خپلو پولو کې امنیتي تدابیر لا سخت کړل.
دغه راز یې منځني ختیځ او د شمالي افریقا له ځینو هېوادونو سره هوکړې وکړې چې له مخې یې کډوال دغو هېوادونو کې پاتې کېدو ته وهڅول شي.











