د سوریې په السويداء ښار کې له دوو ورځو خونړیو نښتو وروسته حکومتي ځواکونه ښار ته ننوتي او ګرځبندیز یې اعلان کړی

د عکس سرچینه، Reuters
په سوریې کې چارواکي وايي، حکومتي ځواکونه د سې شنبې پر ګهیځ السويداء ښار ته ننوتي او په دغه ښار کې ګرځبندیز لګول شوی دی.
رپوټونو کې ویل شوي، په دغه ښار کې د ځايي کوچیانو او دروز قبیلې وسله والو تر منځ خونړیو نښتو کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د السويداء ښار ډېری اوسېدونکی درزو لږکۍ اړوند دي، چې پر یکشنبه پکې خونړۍ نښتې پیل شوي. له دې مخکې د دې ښار او پلازمېنې دمشق تر منځ د غځېدلې لویې لارې په اوږدو کې یو سوداګر نامعلومو کسانو تښتولی و.
تازه، د سویدا ایالت داخلي امنیت قوماندان برید جنرال احمد الدلاتي په ښار کې د ګرځبندیز اعلان کړی. د نوموړي په وینا ګرځبندیز به د سهار له اتو بجو تر امرثاني پورې عملي کېږي.
جنرال الدلاتي وايي، له مذهبي مشرانو او د وسله والو ډلو له مشرانو غواړي چې د ښار او ټول ایالت د امنیت او ټیکاو لپاره له دوی سره همکاري وکړي.
دروز مذهبي مشرانو په لومړي سر کې د حکومتي اعلان هرکلی وکړ او له وسله والو یې وغوښتل چې د سوریې پوځ پر ضد له جګړې ډډه وکړي، خو دوی وروسته له خپلو څرګندونو په شا شول او دروز مذهبي مشر حکمت الهجري په چټکۍ سره خپله وینا بیرته واخیسته او "د ټولو شته وسائلو یې سره له دې وحشیانه کمپاین سره د مقابلې" غوښتنه وکړه.
په یوه وروستي ویډیويي بیان کې، هغه وویل، " زموږ لخوا د خپلو خلکو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره له سپکاوي د دې ډک بیان منلو سره سره، دوی خپله ژمنه ماته کړه او د بې دفاع ملکي وګړو بې توپیره بمباري دوام لري."
په سوریې کې د بشري حقونو څار ټولنې مشر رامي عبدالرحمان بي بي سي ته وویل، د سوریې په دې سویلي سیمه کې د تاوتریخوالي له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ تنو اوښتی دی.
بل لور د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د امنیتي ځواکونو ۱۸ کسان په السویداء سیمه کې د ''غیرقانوني وسله والو ډلو له لوري په داسې حال کې وژل شوي، چې د کړکېچ هواري او امنیت د ټینګښت لپاره یې ملي ماموریت ترسره کاوه.''
دروز مذهب د شیعه مسلمانانو یوه فرعي څانګه ده، چې لویې ډلې یې په لبنان، اردن، او اسرائیل کې هم ژوند کوي.
د روانې میاشتې په پیل کې، د دروز ټولنې یو شمېر غړو بي بي سي ته ویلي چې دوی نه یوازې د فزیکي بریدونو اندېښنه لري، بلکې له نوي حکومت څخه د نهساتنې وېره هم لري.
په تېرو څو میاشتو کې، د علوي اقلیت چې هغه هم د شیعه اسلام یوه څانګه ده، سلګونه کسان وژل شوي دي، او د دمشق کې پر یوه کلیسا هم برید شوی دی.
لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي له سوریې سره خپلې اړیکې بېرته عادي کړي.
امریکا سږکال د هئیت تحریر الشام د بهرنیو ترهګرو ډلو له خپل لیسته وایسته او د بهرنیو چارو وزیر دیوېډ لامي لومړی بریتانوی چارواکی شو چې له ۱۴ کلنې جګړې وروسته سوریې ته سفر کوي.
دروز یا دروزیان څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دروز ځانونه "موحدین" ګڼي، یعنې د خدای په وحدانیت او یووالي ایمان لري او ځانونه "بنو معروف" بولي، ویل کېږي چې د دروز نوم (نشتکین درزي) ته ورګرځي، چې له دعوت نه منحرف شو او د خپل دعوت د خپرولو لپاره لبنان ته وتښتېد.
دروز په دې باور دي چې خدای یو دی او د کایناتو ابدي سمبالوونکی دی. داسې انګېرل کېږي چې دا فرقه په لسمه پېړۍ کې د فاطمیانو د واکمنۍ پرمهال له اسماعیلیه ډلې جلا شوې وه، خو ځینې څېړونکي دا یوه خپلواکه عقیده لرونکې ډله ګڼي.
دروز په لویه کچه په لبنان، سوریه، اسرائیل، اردن او نورو مختلفو سیمو کې شته.
په سوریه کې د دروز تاریخ شاوخوا زر کاله مخکې وخت ته ورګرځي، دوی په ۱۱۸۷ کې د "حطین" په جګړه کې له صلیبیانو سره وجنګېدل او د ایوبیانو او زنکیانو باور یې ترلاسه کړ. په سیمه کې یې خپل حضور پیاوړی کړ او د رهبرۍ ډېری دندې یې تر لاسه کړې.
دوی وروسته د "عین جالوت" په جګړه کې د تاتاریانو او منګولیانو پر وړاندې د مملوکانو ترڅنګ جګړې ته دوام ورکړ، بیا یې د شام پر هېوادونو د محمد علي د برید پرضد د عثمانیانو خوا ونیوله او د دمشق سوېل جبل العرب کې یې د شیخ یحیی الحمدان په مشرۍ – چې هغه وخت د جبل العرب واکمن و، مصریانو ته ډېر زیانونه واړول.
وروسته دروز د عثماني خلافت پر وړاندې پاڅون وکړ ځکه چې عثمانیانو څو ځله هڅه وکړه پر یاد غره خپله ولکه ټینګه کړي. په ۱۹۱۱ کې، عثمانیانو د غره د کنټرول د ټینګولو وروسته د "ذوقان الاطرش" او یحیی عامر په مشرۍ د غره مشران اعدام کړل.
بیا دروزیانو شریف حسین ته خپله وفاداري اعلان کړه او په سلګونو زره یې د عربو له لښکر سره یو ځای شول او مشر سلطان پاشا الاطرش په غره او بیا په دمشق کې د عربو بیرغ په پورته کولو کې مخکښ و.
په ۱۹۲۵ کې، دروز په سوریه کې له فرانسوي اشغال سره په جګړه کې لوی رول لوبولی و، ځکه چې دوی د دروز دولت جوړېدل رد کړل او د لویې سوريې انقلاب اورونه یې بل کړل.
دروز د سلطان پاشا الاطرش په مشرۍ د فرانسویانو پر وړاندې د ستر پاڅون مشري وکړه. فرانسویانو په ۱۹۲۱ کې پر سوریې ولکه ټینګه کړې وه.
په سوریه کې د دروزیانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ زره تنه دی چې د السویداء، صلخد، جبل العرب کې شهبا او القریا، دمشق ته نژدې جارمانا او د سوریې په اشغال شوي جولان مجدل شمس په ښارونو کې متمرکز دي.
د سوریې له مشهورو دروزو شخصیتونو پر سلطان پاشا الاطرش سربېره، هنرمن فرید الاطرش، د هغه خور سندرغاړې اسمهان او فهد بلان دي.











