'د پاکستان امنیتي ادارو لا هم د افغانانو نیولو لړۍ ته دوام ورکړی'

پاکستاني پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د اسلام اباد د امنیتي ادارو له خوا د افغانانو د نیولو لړۍ تر پخوا کمه شوې، خو لا هم روانه ده.

په اسلام کې د طالبانو حکومت سفارت وايي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې په تازه چاپو کې ۲۵۰ افغان کډوال نیولي چې په ډله کې یې اسناد لرونکي افغانان هم شته.

په اسلام اباد کې مېشت دغه افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخلو بي بي سي ته وویل، کوم افغانان چې تېره یوه اونۍ کې پاکستاني پولیسو نیولي، تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

د پاکستاني پولیسو له خوا په ځانګړي ډول اسلام اباد کې نیول کېدونکي افغانان ډېری هغه کسان دي چې د درېیمو هېوادونو د وېزو ترلاسه کولو لپاره په دا وروستیو کې اسلام اباد ته تللي او د پاکستان د ویزې وخت یې خلاص شوی وي.

یوه افغان کډوال بي بي سي ته وویل، په اسلام اباد کې د درېیمو هېوادونو د سفارتونو له خوا ان په شرایطو د برابرو افغانو د وېزو د پروسیس بهیر د معمول خلاف ډېر وخت نیسي چې له امله یې د افغانانو د پاکستانۍ ویزې وخت خلاصېږي چې دوی بیا بېرته د لړ اندېښنو له امله افغانستان ته تلی شي او هم پاکستانۍ ادارې وېزې ور تمدیدوي.

په اسلام باد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، په دا وروستیو کې د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو پولیسو۲۵۰ افغانان نیولي او زندان ته یې لېږلي چې په ډله کې یې د اسنادو لرونکي افغانان هم شامل دي.

د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی له پاکستاني چارواکو سره د نیول شويو افغانانو د نیول کېدو په اړه خبرې پیل کړي چې تېره اونۍ یې ۱۵ افغانان د اسلام اباد او ۲۵ نور په کراچۍ کې له زندانه ازاد کړي دي.

په اسلام اباد کې افغان سفارت د پاکستان پر حکومت د افغانانو د نیولو د لړۍ درولو غږ کړی دی.