اسلام اباد کې د افغان احتجاج کوونکو غوښتنې

په اسلام اباد کې د مطبوعاتي کلب مخې ته احتجاج کوونکو افغان کورنیو تر شاوخوا یوه میاشتني پرلت وروسته نن لومړی ځل خپلې غوښتنې له رسنیو سره شریکي کړې دي.
دوی د پاکستان له حکومته غوښتي، پر نړیوالې ټولنې فشار راوړي چې هغوی مجبور کړي له دوی سره د مذاکراتو لپاره د دوی په خبره یوه باصلاحیته کومېټه وګوماري او د دوی غوښتنې تر نړیوالو ورسوي.
دغو کورنیو غوښتل، د پلازمېنې اسلام اباد رېډزون ته د احتجاج په توګه لاړ شي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مخې ته احتجاج وکړي، خو پاکستاني چارواکو اجازه ورنکړه.
په دې احتجاج کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼ شمېر ځوانان او د زیات عمر کسان شامل دي او له تېري شاوخوا یوې میاشتې راهیسې يې د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب مخې ته پرلت وهلی دی.

دغه احتجاج کوونکي وايي، په دې موده کې ورسره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ګډون هېچا هم هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
دغه افغان کورنیو تر هغه وروسته پلازمېنې اسلام اباد ته مخه وکړه، چې د تېر کال په اګست میاشت کې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ. په زرګونو ان لکونو افغانانو خپل وطن پرېښود او ډېری يې هڅه کوي، لویدیځو هېوادونو کې پناه واخلي.
هغه کسان چې خپل وطن يې پرې ايښی، ډېری يې پر طالبانو تور پورې کوي، چې که په وطن کې پاتې شي، نو ژوند يې له ګواښ سره مخ دی. خو د طالبانو مشرتابه بیا په وار وار ادعا کړې، چې دوی له هېڅ یوه افغان سره هېڅ بد نه لري او ټولو ته يې عمومي بښنه کړې ده.






