پر ایران د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګونونه؛ طالبانو، ترکیې او روسیې د زغم غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د ایران په سیستان او بلوچستان کې د پاکستان هوايي بریدونو ته بېلا بېل غبرګونونه په ډاګه شوي دي. د طالبانو حکومت په ګډون ترکیې، روسیې او چین د زغم غوښتنه کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ایران او پاکستان غوښتي چې له "حد ډېر" زغم وښيي او خپل اختلافات د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران په سیستان بلوچستان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه تائید کړي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا ''په دې بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي.''
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ایران او پاکستان غوښتي چې له "حد ډېر" زغم وښيي او خپل اختلافات د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د دغه وزارت ویاند دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې ایران او پاکستان دواړده د شانګهای سازمان غړي دي.
چین چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د ایران او پاکستان پیاوړی متحد دی، پر اسلام اباد او تهران غږ کړی چې له زغمه کار واخلي او له تاوتریخوالي او ترینګلتیا ډډه وکړي.
بیجېنګ د پنجشنبېۍ په ورځ وویل چې د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د بریدونو له تبادلې وروسته د پاکستان او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته لېواله دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاهندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې وویل، چین په ټینګه هیلهمن دی چې دواړه خواوې له ارامۍ او زغمر کار واخلي او د تاوتریخوالي د ډېرېدو مخه ونیسي.
"که دواړه خواوې وغواړي موږ هم چمتو یو چې د وضعیت په ارامولو کې رغنده رول ولوبوو."
ایران او پاکستان دواړه د بېجنګي نژدې ملګري او د شانګهای د همکاۍ سازمان غړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ایران او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا د اندېښڼې وړ ګڼي او پر دواړو ګاونډیانو غږ کوي چې له زغمه کار واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي:
"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او په دواړو ګاونډیو هیوادونو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي.
دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بېثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي نو دواړه لوریو ته پکار ده چې د سیمهییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د دېپلوماتیکو چاینلونو له لارې په خبرو اترو اوار کړي".
طالبانو د پاکستان پر خاوره د ایران د برید په باب څه نه وو ویلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د ترینګلتیا له سختېدو وروسته له ایران، عراق او پاکستان غوښتي چې خپل زغم وښيي او (سالم عقل) ته مراجعه وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "موږ باوری یو چې ستونزې باید د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، یو او بل ته د متقابل درناوي، دوستۍ او ورورګلوۍ په چوکاټ کې حل شي".
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د ایران پر سیستان او بلوچستان د اسلام اباد د تازه بریدونو په باب پخپل لومړني غبرګون کې ویلي چې پاکستان "د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په باب سوله او پخلاینه نه کوي او د خپلې خاورې د دفاع لپاره به ټول لازم ګامونه واخلي".
ښاغلي علوي د ایران د خاورې د ننه د پاکستاني پوځ تازه بریدونو په دفاع کې ویلي دا بریدونه (مسلکي بریدونه) بللي.
په ایران کې د بریتانیا پخواني سفیر رابرټ مکایر بي بي سي ته ویلي، پر پاکستان د ایران بریدونه او همدارنګه د پاکستان غبرګون کورني دلایل لري.
مکایر زیاتوي، په داسې حال کې چې له پولې هاخوا بریدونه ډېر جدي دي، خو باید په دې باب لږ ژور فکر وشي، ځکه چې دواړه هېوادونه په ښکاره پر یو بل بریدونه کوي.
نوموړي په ایران او پاکستان کې د بلوچستان سیمه یو (بېقانونه) سیمه بللې ده چې په وینا یې تر ډېره پکې د نشهيي توکو قاچاقبران هلته د زرګونه کسانو د مړینې لامل دي.











