کرېکټ: افغانستان له زېمبابوې دویمه شل اوريزه لوبه په ۵۰ منډو وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان په دويمه شل اوريزه لوبه کې زېمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغو سياليو لومړنۍ لوبه زېمبابوې په څلورو وېکټو ګټلې وه.

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سيالۍ د زېمبابوې په کوربتوب په هرارې کې ترسره کېږي.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه چې زېمبابوې ونتوانېده پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره درويش رسولي د پنځوسيزې په بشپړولو سره تر ټولو ډېرې (۵۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي ۲۸، ګلبدين نايب ۲۶ او صديق الله اتل ۱۸ منډې جوړې کړې.

د زېمبابوې ټرېور ګوانډو او راين بورل دوه دوه لوبغاړي وسوځول او بلېسېنګ موزرباني يوه وېکټه واخيسته.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

بل پلو د افغانستان له لوري راشد خان دری، نوين الحق دری، مجيب الرحمان دوې، عظمت الله عمرزي يو او فريد احمد يو لوبغاړی وسوځاوه.

د زېمبابوې لپاره سکندر رضا ۳۵ او براين بېنېټ ۲۷ منډې وکړې. له دوی پرته کوم لوبغاړی ونتوانېد چې د پام وړ منډې وکړي.

د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، زبيد اکبري، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، درويش رسولي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان ځدراڼ، نوين الحق او فريد احمد ملک غوره شوي وو.

زېمبابوې د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په څلورو وېکټو ګټلې وه.