کرېکټ: افغان لوبډلې زېمبابوې ته په څلورو وېکټو سيالي وبايلله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته لومړنۍ شل اوريزه لوبه په څلورو وېکټو وبايلله.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه چې زېمبابوې په وروستي اورو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

دغه سيالي د زېمبابوې په کوربتوب په هراري کې ترسره شوه.

د لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري کريم جنت د پنځوسيزې په بشپړولو سره تر ټولو ډېرې (۵۴) منډې وکړې. د ده تر څنګ محمد نبي ۴۴ او حضرت الله ځاځی ۲۰ منډې جوړې کړې.

د زېمبابوې لپاره براين بېنېټ ۴۹، ډايون مېيرز ۳۲ او تشينګا موسکيويا ۱۶ منډې وکړې.

د افغانستان نوين الحق دری، راشد دوه او محمد نبي یوه وېکټه واخيسته.

د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، حضرت الله ځاځی، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، محمد اسحاق، مجيب الرحمان ځدراڼ، نوين الحق او فريد احمد ملک غوره شوي دي.

د جانتن ټراټ تړون د یو کال لپاره وغځول شو

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې د مشر روزونکی جانتن ټراټ تړون د يوه بل کال لپاره غځول شوی دی.

کرېکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د جانتن ټراټ د دوه نيم کاله "کاميابې" دورې ته په کتو یې د هغه قرارداد موده ۲۰۲۵ کال هم غځولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ټراټ په دې موده کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په برياوو کې "اغېزناک رول" درلود.

د ټراټ په مشرۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې وکړی شو چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴ کال د شل اوریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووځي.

جانتن ټراټ چې د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی توپوهونکی دی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو او له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره دی.